پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوځیانو د چمن پرلت پر ګډونوالو برید کړی

پاکستاني پوځیانو د چمن پرلت پر ګډونوالو برید کړی

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) راپورونه وایي چې پاکستاني پوځیانو د بلوچستان ایالت په چمن کې پر پرلت کوونکو برید کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پر پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم شیندل شوی دی.

چمن کې د سپین بولدک پر دوازه د تګ راتګ په موخه د پاسپورټ او یزې د جبري کېدو په غبرګون کې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.

پاکستاني چارواکو او د یاد شوي پرلت مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر چمن – سپین بولدک لارې د بې پاسپورټه او بې ویزې کسانو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه، چې سختو مخالفتونو سره مخ شو.

د دې پرېکړې پر ضد د چمن زرګونه پښتنو ملتپالو له څو میاشتو راهیسې اعتراضي پرلت وهلی.

څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم وویل، چې دوی نه ډیورنډ کرښه او نه د پاکستان لخوا د پاسپورټ او ویزې جبري کول مني.

د طالب چارواکو او د چمن پرلت د ګډونوالو له مخالفت سره- سره پاکستان هم دغه هېواد ته د بې پاسپورټه او بې ویزې افغانانو ورتګ منع کړی او هم په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستو له دوام سره، ان اسناد لرونکي کسان وباسي او ستونزې ورته جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب