یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهیو طالب چارواکی: د رسنیو کارکوونکي دې نور ږیرې پرېږدي

یو طالب چارواکی: د رسنیو کارکوونکي دې نور ږیرې پرېږدي

تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) پر رسنیو د قیوداتو په دوام، دا ځل د طالبانو د رژیم د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور د رسنیو له کارکوونکو غوښتي، چې هم له عکس اخیستلو لاس په سر شي او هم دې نور خپله ږیرې پریږدي.

هغه دا دواړه کارونه« کبیره ګناهونه» ګڼلي دي.

شهید ورور تر دې مخکې د نېکټايۍ پر اچولو هم نیوکه کړې وه.

دغه طالب مقام د تصویرونو اخیستو او ږیرې خرییل «فساد» هم وګڼل او ویې ویل، چې له دې کارونو دې ډډه وشي.

هغه نه دي ویلي، چې د دې کار د دوام په صورت کې به دوی له رسنیزو کارکوونکو سره څه کوي؟

څو ورځې مخکې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین په یوه لیک کې خپلو لاس لاندې چارواکو ته امر وکړ، چې د خپلو رسمي او غیر رسمي غونډو له عکس او ویډیو اخیستلو ډډه وکړي.

2 COMMENTS

  1. طالب دی هم پدی پوه شی چی پښتون قام په جهالت او بیسوادی ساتل، همداسی د جنوب غرب د حوزی فرهنګ پر ښاریانو په زوره تطبیق کول، د یهودانو په شان اوږدې ږیری او داسی نور به بالاخره ولس په تنګ کړی او یوه ورځ به هم راشی چی نور به څوک په ملا پسی لمونځ هم ونکړی.

  2. اسلام ډیر مبارک او سپیڅلې دین دي. خو دا ځناورو نه یوازې افغانستان بلکې په نړۍ کې بدنام کړي دي. د طالب پروژه ما ته د اسلام پر ضد د صیهونیزم دسیسه ښکاري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب