شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو په راتلونکو غونډو کې هم پر مشروط ګډون د...

د ملګرو ملتونو په راتلونکو غونډو کې هم پر مشروط ګډون د مولوي کبیر ټینګار

تاند (چارشنبه، د حوت ۲ مه) د طالبانو د  ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکو ناستو کې به هم د دوی د رژیم ګډون مشروط وي او د خبلو شرايطو عملي کېدل به غواړي.

 هغه د دوحې په وروستۍ ناسته کې د دوی د نه ګدون ملامتي هم پر ملګرو ملتونو اچولې او ویلي، چې باید د دوی شرایط منل شوي وای.

په دې ناسته کې د جاپان سفیر مولوي کبیر ته ویلي، چې جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د دوی رژیم په خپلو شرایطو چمتو و چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي، خو د ناستې تنطیموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، خو دا له نړۍ سره د دوی د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنی نه ده.

مولوي عبدالکبیر وویل، د راتلونکي ناستې لپاره د خبرو اترو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنی ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړه، دوی په ډیالوګ باور لري، او غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل شي.

هغه وویل: موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته احترام لرو او چمتو یو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون بېلابېلو نورو خواوو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه پيلیدونکي سیاسي بهیر کې به طالبان د یوه لوري په توګه ګډون ولري او نورو خواوو، په ځانګړي ډول ښځو ته به په خاصه توګه ونډه ورکول کیږي.

طالبانو د دوحې ناسته کې ظاهراً په دې دلیل برخه وانخیسته، چې ملګرو ملتونو د افغانستان د یوازېني ادرس په توګه د دوی د پلاوي ورتګ ونه منل او هم یې سرمنشي له طالب پلاوي سره ځانګړې لیدنه رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب