شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرښځو ته د نزار قباني شعر/ ژباړه: اجمل پسرلی

ښځو ته د نزار قباني شعر/ ژباړه: اجمل پسرلی

هر کال چې د مارچ اتمه شي، نو په ۲۲ عربي هیوادو کې په یوه نه یوه ډول سوریایی شاعر نزار قباني یادیږي. په عربي نړۍ کې دی هغه شاعر دی چې ښځو ته ګڼ شعرونه لري. د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ما د نزار قباني یو شعر ازاد ژباړلی دی. اصلي شعر ډیر خوندور دی. د نزار له اروا بښنه غواړم خو دا هیله لرم چې د ښځو په اړه مې د دې نامتو شاعر پیغام خپلو خلکو ته رسولی وي:

دا سمه نه ده چې ستا جسم

له شعر سره تړلی نه دی

له نثر سره، له تیاتر سره ، له ښکلیو هنرونو سره..

او د سمفوني له جوړولو سره

هغه کسان چې داسې اوازې خپروي، هغوی قبایلي سړي دي

دوی په تاریخ کې ګوتې وهلي

خپل نومونه یې د مبشرینو په لست کې داخل کړي چې جنت ته به ځي

دوی په زراعتي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او زنانه یي برخو کې تجربې کړي

دوی د خوب د کوټې ساحه محدوده کړې

د تخت ساحه یې وړه کړې

خپل شهوت یې په وخت کړی

او د سر پر سر یې د خپلې مړانې د ثبوت لپاره د ( ابي زید الهلالي) رنګین انځور راځوړند کړی(۱)

***********

دا سمه نه ده

چې د ښځې جسم بې مانا دی

هیڅ نه پیدا کوي او هیڅ نه اختراع کوي

« ګل مونث دی، وږی مونث دی

پتنګ، سندره او د خورما ونه مونثې دي

او شعر هم مونث دی » (۲)

سړی هغه دی چې جګړې اختراع کوي او وسلې جوړوي

متعه واده کوي

او د پردې کمربند تړي

نارینه هغه دی چې د طلاق پاڼه هم ده راایستلې

************

دا هم سمه نه ده چې ستا جسم ساده دی او نیمه مور

د نارینه په شمال او جنوب خبر نه دی

د سړی بوی د جولای په میاشت کې نه احساسوي

او د هندي مصالحې په بوی هم نه پوهیږي

********

دا سمه نه ده چې ستا جسم لږ تجربه لري

لږ فرهنګ

او مرغۍ له تا نه د ماښام ډوډۍ تروړي

ستا جسم ډیر ذکی دی

د ډيرې غوښتنې وړ دی

او د یو ویشتمې پیړۍ په پیل کې

د یوې نا اشنا لیکنې لپاره پروګرام دی

*********

سمه نه ده

چې ستا جسم لوړې زده کړې نه دې بشپړې کړي

د مینې ګرامر یې نه دی زده

د زلمیتوب په الفبا نه پوهیږي

سترګې او د هغې خورلڼې نه پیژني

پر شونډو… او د هغو پر خورلڼو…

پر ښکلولو او د هغې پر خویندو نه پوهیږي…

********

د استثمار څو پیړیو

له تا د مینې کلمات اخیستي

دا یې له ټولو ژبو په فیتې کې

راټول کړي

********

داسې ښځه نه شته چې په زړه یې

د مینانو نوم کتار نه وي

او د میني لیکل شوي لیکونه

او د هغو ګلونو رنګونه چې ورکړل شوي دي

********

داسې ښځه نه شته چې په منځ کې یې قطب نما نه وي

داسې چې د مینې لور درمعلوموي

او د هغه سمندرغاړې لوری چې کبان پکې ډیر وي

او مرغۍ پکې ودیږي

د اسپانیا د جنوبي لور لارې ته دې بیایي

هغه ځای ته چې نارینه له غویانو سره زور وهي

څو د یوې ښایسته ښځې تر پښو لاندې بیا ساه ورکړي

********

د ښځې جسم نی دی

چې له میلیونونو کلونو راهیسې یې سندرې نه دې درولي

او په کلۍ یې څوک نه پوهیږي

نی دې ته محتاجه نه دی چې څوک یې وزن ورسم کړي

ځکه چې هغه په خپله خپل وزن سموي

********

د ښځې جسم په خپلو تیلو درومي

او مینه شیندي

لکه د پیلي چنجی چې وریښم اوبدي

او لکه تی چې د شودو داره کوي

او لکه بحر چې شینوالی شیندي

او لکه وریځې چې باران وروي

او لکه باڼه چې توروالی خپروي

********

د دې ښځې جسم لکه پکه

او د هغې یوې د افریقا اوړی

ستا په جسم کې مینه

پخوانۍ او ازلي ده

لکه څرنګه چې مالګه د سمندر یوه برخه ده

********

دا سمه نه ده…

چې د ښځې جسم سړي خور دی

او باید غلی شي

څو ډیر فصیح شي!!

هیڅ داسې ښځینه جسم نه شته چې ښکاره خبرې وکړي

خو داسې نارینه شته

چې د وینا اصول یې نه زده

********

باید د جنس په برخه کې له متنه ووځو

او کنه د ښځو جسم به

ولسي ورځپاڼې شي

چې سرلیکونه یې سره ورته دي

او پاڼې یې تکرار!!

پای

۱- ابو زید الهلالي په عربي تاریخ کې هغه مشر دی چې کوچي عربان یې له عربي ټاپوزمه د منځني ختیځ بیلابیلو برخو ته ولیږدول.

۲- په عربي ژبه کې ګل ته وردة، وږې ته سنبلة، پتنګ ته فراشة، سندرې ته الاغنیة، خورما ونې ته نحلة سندرې ته اغنیة، او قصیدة شعر ته وایي چې دا ټول کلمات مونث دي.

1 COMMENT

  1. ډېر ښکلی پيغام لري،تاسو هم خورا په ښه هنر سره ژباړلی دی، ښځه که زموږ په ټولنه کې له ډېرو اسلامي او بشري حقونو نه بې برخې ده، باید دغه پيغام په وسيله د خپلو اغلو خوېندو، مېرمنو ته د زدکړې، ټاکنې او په ټولنيزو چارو کې ونډه ورکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب