هر نظر او هرې منظرې نه مار
ښکاري د حالاتو اینې نه مار
یا مداري یاره ! منتر زور کې کړه
وزي ستا د خولې تودې اودې نه مار
ارګ مو دولس وینو ته بیا تږی
بیا به کړي بهر له ګلخانې نه مار
کله حوصله دښته د ګلو شي
کله شي پیدا له حوصلې نه مار
خلکو ته رڼا له زمانې راځي
مونږ ته جوړ جلانه! زمانې نه مار
۱۲ وږی ۱۳۹۳
کابل
——————
یه د کابل ملوکې!
یه د وطن پرښتې!
یه د کابل ملوکې!
یه د وطن پرښتې!
یه د پغمان دښایستونو په شنکۍ دره کې
د انسانانو په لباس کې د وحشاني ځناور داړو کې
زخمي خورکې!
ستا د معصوم وجود له درده صدقه صدقه
ستا له غیرت ستا له هیمته قربان
چې د مرګي تر حده
تا په ځان غرونه غرونه غم تیر کړ
خو د خپل پت په خاطر
خپلې حیا په خاطر
لکه ډبره غلې پاتې شولې
زړه کې دې یو سمندر شور یوړو
زړه کې دې یو کاینات درد یوړو
***
یه د کابل ملوکې!
یه د وطن پرښتې!
یوازې ته نه یې په دې وطن کې
دلته وړې پنځه کلنۍ نجونې
د ځناورو د وحشي هواسو لاندې
په سلګو سلګو له ژونده تلي
دلته ناهید هم
د وحشت تیارو ته
د تقدس بله ډیوه ورکړې
داسې زرګونه بیلګې نورې واخله
***
یه د کابل ملوکې!
یه د وطن پرښتې!
وطن د ستا په درد سلګي وهي او ویر کوي
ددې وطن اواز خو دومره ضعیف نه دې درځار!
چې ستا پرهر ته به ګلاب را نه وړي
***
یه دکابل ملوکې!
یه د وطن پرښتې!
ناهیلې نه شې خورې!
مظلومه نه یې نه نه نه مظلومه مه شې خورې!
خو مظلومیت به دې د خدای د غضب زور واغوندې
ستا د فریاد ابابیل
به خپله وګورې چې
د وخت وحشي ابرهه خوله ماته کړي.
***
۱۲ وږی ۱۳۹۳
کابل
سیدجیلاني جلان