دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد هلمند لمر نوی غزل: ستا یادونه

د هلمند لمر نوی غزل: ستا یادونه

غزل

ستــا یادونه راسره دي چـې ته نه یــې

ټـــول غمونه راسره دي چې ته نه یې

د ساحــل پــه غـاړه غـاړه ستــا لپــاره

دا موجــونه راسره دي چـې ته نه یــې

له سپوږمۍ سره د شپې خبرې ستا کړم

ستا خوبونه راسره دي چې ته نه یــــې

ستا دیدن ته مـې ملنګ له ځانه جوړ کړ

تـش جامونه راسره دي چې ته نه یـــې

د ریبار پـه لاس مــې درکړل ځوابونه

بــس لیـکونه راسره دي چې ته نه یـې

ستـرگو ستــرگو ته مې کیږې له نظره

څو تصویرونه راسره دي چې ته نه یې

لمـره راشه ټــول غمونه رانه ټول کـړه

ډیر دردونه راسره دي چــې ته نه یــې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب