پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ادراکي ژبپوهنه | اجمل ښکلى

ادراکي ژبپوهنه | اجمل ښکلى

۱- له رغښتي ژبپوهنې سره يې توپير: 

رغښتي ژبپوهنه ژبه يو خپلواک نظام ګڼي، چې په دې نظام کې ژبني توکي له يو بل سره اړيکې لري او د دې اړيکو ټولګه د ژبې نظام جوړوي. دا نظام د د ذهني يا فيزيکي واقعيتونو په اړه غږېږي؛ خو څرنګه چې ژبه يو خپلواک نظام دى، نو لکه محدبه هېنداره چې واقعيت څرنګه دى، هغسې نه بيانوي، بلکې د واقعيت وړانګې کږوي راکږوي. په دې ډول رغښتي ژبپوهنه ژبه د واقعيت خپلسرى بيان ګڼي، چې ارزښت او مانا پخپله په دې نظام کې دننه ده.

خو ادراکي ژبپوهنه په ژبه کې انسان ښکېلوي، هغه چې رغښتي ژبپوهنې د خپلواک نظام او د ژبنيو توکيو د خپلمنځي اړيکو په نامه څنډې ته کړى دى. ادراکي ژبپوهنه د انسان ادراک د ژبې او وينا سرچينه بولي او د ژبې د رغښت لټه د ژبې په مټ د انسان په ادراک کې کوي.

که له دې زاويې وګورو، رغښتي ژبپوهنه ژبه د بيانولو نظام؛ خو ادراکي ژبپوهنه چې په ژبه کې د انسان ادراک ښکېلوي، ژبه د انځورونو البم بولي. په دې البم کې د انسان حسي تجربې چې د انسان په ادراک کې راټولې شوې، مخاطب ته انځورېږي. په حسي تجربو کې د انسان د ليدلو حس دى، چې يو څيز ويني، مثلا يوه لار، د يوې ښکارندې حجم، د پېښو تکرار او نور ، خپل ادراک ته يې سپاري او بيا همدا انځوريزې تجربې په ژبه کې د مخاطب نندارې ته وړاندې کوي. همدا لامل دى، چې په ادراکي ژبپوهنه کې د رغښتي ژبپوهنې پرخلاف (چې مانا د يوې پېښې بيان بولي)، مانا ننداره ګڼل کېږي.

۲- تعريف: 

 ادراکي ژبپوهنه ژبه د ماترياليستي ليدتوګې له مخې ځيري. د انسان شعور د ده د حسي تجربو زېږنده بولي. په دې ډول  ژبه په يوه مثلث کې مطالعه کوي، چې د دې مثلث په مرکز کې انسان دى. انسان لومړى  د حواسو په مټ د طبيعت او فيزيکي نړۍ يوه تجربه کوي، بيا يې دا تجربه په ذهن کې د انځور په بڼه پاتېږي او په درېيم پړاو کې همدا تجربه مخاطب ته په ژبه کې ورلېږي، چې په دې ډول د مخاطب په ذهن کې هم يو انځور جوړېږي. مثلا: يو ويناوال بل ته د “بريالى مې په کوڅه کې وليد” جمله وايي. د مخاطب په ذهن کې د لارې سکيما فعاليږي، کوڅه يې په ذهن کې انځورېږي، چې پيل، اوږدولاى او پاى لري او په دې کې ورته احمد ښکاري. دا د لارې سکيما ويناوال او مخاطب دواړو په حواسو تجربه کړې، بيا يې په ادراک کې انځور پاتې شوى او اوس په ژبه کې راښکاره شوې؛ نو که غواړو، چې د انسان د ادراک پر رغښت پوه شو، د ژبې رغښت بايد مطالعه کړو.

د پوهانو په اند، ادراک د فيزيکي نړۍ فعال انعکاس ته وايي. په دې تعريف کې دوه توکي دي: فيزيکي نړۍ، چې انسان يې په حواسو تجربه کوي، دويم فعال انعکاس چې په ادراک کې د حواس په مټ راټولې شوې تجربې د انځورو وړانګې خپروي او په ژبه کې دا وړانګې منعکسېږي.

د ادراکي ژبپوهانو په اند، د انتزاعي مفاهيمو لپاره هم انسان له همدې حسي تجربو استفاده کوي او ورته پور کوي يې، چې دا پور د استعارې په بڼۀ وي، مثلا مهال يو انتزاعي مفهوم دى، چې انسان يې د مکان د حسي تجربو په مټ مفهومي کوي، چې پيل، اوږدوالى، پاى، ظرفيت، تکرار او داسې نورې ځانګړنې ورته له عيني تجربو پور کېږي. کله چې ويناوال وايي: “افغانستان له ناورين څخه وځي” مهال پکې د لارې غوندې ترسيم شوى، چې افغانستان د يوه خوځند څيز غوندې ترې راتېر شوى دى.

د ادراکي ژبپوهنې له مخې د حواسو، ادراک او ژبې مثلث داسې انځورولاى شو:

۳- اصول: 

ليکاف د ادراکي ژبپوهنې په اصولو کې دوه اصله بنسټي بولي: د تعميم اصل او ادراکي اصل.

ښاغلى مهند راسخ په خپل اثر (درآمدى بر زبان شناسي شناختي) کې په دې اړه وايي:  د تعميم د اصل پر بنسټ ادراکي ژبپوهنه ژبې ته د يوې ناشننوړ حوزې په سترګه ګوري، چې د جوړښتي ژبپوهنې غوندې يې د غږپوهنې، ګړپوهنې، نحوې او ماناپوهنې په بېلابېلو حوزو وېش سم نه بولي او ژبې ته د يوه لاس سيستم په سترګه ګوري؛ خو د ادراک اصل پر دې ټينګار کوي، چې د ژبې اصول بايد د انسان پر ماغزو او ذهن له حاکمو اصولو سره همغږي وي. په دې توګه د ژبې او ادراک اصول يو ډول دي او په همدې دليل دا کړلار ادراکي کړلار ده(۱۳۹۰: ۱۷).

د ګيراتز په اند، ادراکي ژبپوهنه په يوه بنسټي او څلور فرعي اصولو له نورو ذهني ليدتوګو بېلېږي. بنسټي اصل دا دى، چې ادراکي ژبپوهنه ژبه يوازې مانا بولي. تر دې لږ څه مخکې د ځينو ادراکي ژبپوهانو استاد نام چامسکي د “نحوي ترکيبونه” اثر چاپ شو، چې نحوي جوړښتونه يې له مانا بېل وڅېړل او جوړښت ته يې پر مانا لومړيتوب ورکړ، خو ادراکي ژبپوهنه مانا ته پر جوړښت لومړيتوب ورکوي او د ژبې موخه د مانا لېږد بولي. په دې ډول جوړښت د مانا په خدمت کې دى او د ويناوال موخه جوړښت نه، بلکې د جوړښت په وسيله د مانا انتقال وي.

په څلورو څنګزنو اصولو کې لومړى اصل دا دى، چې مانا ننداريزه ده. ويناوال يو څه ننداره کوي، بيا يې وايي، مثلا: کتاب پر مېز پروت دى. ويناوال چې دا صحنه په سترګو ويني، لومړى يو کتاب ويني، چې پر يوه مېز پروت دى. بيا د “کتاب پر مېز پروت دى” جمله وايي، چې د “پر…” سربلي غونډ په مټ اورېدونکي ته يوه صحنه انځوريزه کوي او د اورېدونکي په ذهن کې د څيز/ چاپېر سکيما په فعاليدو يو انځور جوړوي.

دويم فرعي اصل دا دى، چې مانا نرمه يا نسبي ده. مثلا انسان طبيعي شيان چې دى يې په حواسو تجربه کوي، په ذهن کې په ټوليو وېشي. هره ټولۍ يوه مفهومي حوزه ده، چې بېلابېل ټوکونه او غړي لري. مثلا: “مرغان” يوه مفهومي حوزه ده، چې کوتره، باز، چڼچڼه، کارغه او نور مارغان پکې راځي. په دې مرغانو کې په هره ټولنه کې يو مارغه د مارغتوب ټولې غوښتنې پوره کړې، چې هغې ته مخبېلګه وايي، خو نورو غړيو ډېرې ځانګړنې پوره کړي وي او لږې نه. بيا داسې غړي هم پکې راشي، چې د مارغه لږې ځانګړنې لري، لکه شترمرغ او ورپسې ښاپېرک؛ خو بيا هم مارغه ګڼل کېږي، نو د “مارغه” مفهوم يو نرم او نسبي مفهوم دى، چې مطلقيت پرې حاکم نه دى.

درېيم اصل دا دى، چې مانا دايره المعارفي ده. سوسور د کلمې د دال او مدلول ترمنځ اړيکه يو په يو بلله. رغښتوالو او پسرغښتوالو د يوې کلمې مانا له بلې سره په تړاو کې ليده. يعنې يوه کلمه راسره د بلې پر مانا په پوهېدو کې مرسته کوي، چې دې ته د مانا په اړه قاموسي نظريه وايي، چې چامسکي يې يو پلوى و. په قاموس کې د هممنانيزونو او متضادو کلمو په مټ يوه کلمه تشريح کېږي، خو ادراکي ژبپوهنه وايي، چې مانا ننداريزه ده، چې يوه صحنه راښيي، نو دا صحنه بيا د قاموس غوندې په يوه بله کلمه نه تشريح کېږي، بلکې يوه متن ته اړتيا لري. مخاطب بايد دايره المعارفي پوهه ولري، چې د ويناوال پر خبره پوه شي. مثلا: له ناوې نه اوبه راتويېږي. دا صحنه لکه يو متن داسې ده، موږ د خپلو حسي تجربو په مټ پوهېږو، چې د راتويېدو مانا دا ده، چې اوبه له پاسه نه لاندې راتويېږي او دا تويېدل استمرار لري، نېغې راتويېږي. دا ټوله صحنه چې د تشريح لپاره يوه متن ته اړتيا لري، يوازې په يوه جمله”له ناوې نه اوبه راتويېږي” کې مخاطب درک کړه. په قاموسي مانا کې سيمانتيکي ځانګړنه وينو، چې يوه کلمه په همغه متن کې مانا لري، خو په دايره المعارفي مانا کې د ويناوال او طبيعت ترمنځ تعامل وي، چې دا پراګماتيکي ځانګړنه ده. يعنې کلمه له متن نه بهر په فرهنګي او موقعيتي قرينه کې مانا لري. کله چې ويناوال وايي: “احمد له قهره تور واوښت” زموږ عيني تجربه وايي، چې دا توروالى له تور رنګ سره ډېر توپير لري.

څلور اصل دا دى، چې مانا د عيني تجربي زېږنده ده. جوړښتپال ژبه يو ذهني سيستم بولي، چې د بهرنيو پېښو په اړه راته غږېږي او حسي تجربې پکې نقش نه لري. پر جوړښتي نظريه د ديکارت د عقل پالنې او پر ادراکي ژبپوهنه د جان لاک د نظريې اغېز وينو. مثلا يو کس يو ماشوم له ونې د راغورځېدو حالت کې ويني. ويناوال دا تجربه په خپل ادراک کې کېنوي او بيا چې کله پر ورته صحنه څوک غږېږي، دى يې پر مانا پوهېږي. که څوک له دې عيني تجربې نه د انتزاعي مفاهيمو لپاره استفاده وکړي، هم پرې پوهېږي، مثلا: يو کس ووايي: “کلدار راپرېوته” دلته له راپرېوتو نه د بې ارزښته کېدو مانا اخلي، ځکه بې ارزښته کېدل لاندي او ارزښتمنېدل پاس دي، لکۀ “افغانۍ وختله”. په دې بېلګه کې د “ختلو” مانا ونې يا بام ته ختل نه دي، بلکې له هغې عينې تجربې نه د دې انتزاعي مفهوم د مفهوم سازۍ لپاره کار اخيستل شوى دى.

نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب