جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد امروت ګټې

د امروت ګټې

تاند  –   روغتیا پوهان وایي، امروت یو له هغو تازه میوو څخه دی چې د انسان بدن ته خورا ډیری ګټې لري په خاصه توګه د هغه چا لپاره چې د وینې له کمښت سره مخ وي.

دوی وایي، امروت د هر انسان وجود ته ګټه رسوي؛ خو زیاتوي د امینداره مېندو لپاره هم یو تر ټولو غوره مېوه بلل شوې ده.

د پوهانو په وینا، امروت د ويټامین (A, B1, B2, C) او دغه راز د معدني موادو لکه فاسفورس، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، پوتاشیم، مس او اوسپنې تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي.

د معلوماتو له مخې، امروت له ۷۶ نیولې تر ۸۳ سلنې اوبه او له شپږو تر ۱۲ سلنې قندي مواد لري.

دوی زیاتوي چې په امروتو کې د اسید کچه یو یا دوه سلنه ده چې مالیک سیتریک، تانن، پکتین، انورتین او اسپاراژین یې معلوم اسیدونه دي.

د ماهرینو په باور، د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور دی؛ دغه راز که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو او مثانې ډبرې له منځه وړي او ادرار زیاتوي.

دوی همدا راز وایي، د امروتو د ونې پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې اېشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول ميکروبونو څخه پاکه کړي.

خو پوهان لارښوونه کوي چې د خامو امروتو په خوړلو کې باید زیاتی ونه شي؛ ځکه پر معدې فشار راوړي، خو د پخو امروتو خوړل نه یوازې د معدې لپاره ګټور دي، بلکې نورې ډېرې ګټې هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب