Home+روسیه د کورونا بوېدونکی واکسین جوړوي

روسیه د کورونا بوېدونکی واکسین جوړوي

تاند- د روسیې ګامالیا تحقیقاتي مرکز وايي، د کورونا وایرس پر ضد د یوه نوي واکسین پر کلینیکي ازمېښت بوخت دی چې بوی کېږي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د ګامالیا د مایکروبیالوجي او اپیدومالوجي د څېړنیز مرکز رييس الکساندر ګینزبرګ وايي، که د دغه واکسین کلینیکي ازموینه بریالۍ شوه، نو تر راتلونکي کال پورې به ثبت شي.

ګینزبرګ وايي، ګامالیا څېړنیز مرکز د کووید نولس واکسینونو د انکشاف لپاره په څو برخو کې په کار بوخت دی چې یو یې استنشاق کېدونکی واکسین دی.

ده زیاته کړه«موږ یو لړ تجربې کړي او اراده لرو چې د روان میلادي کال په وروستیو کې یا د ۲۰۲۲ په لومړیو کې دا ډول واکسین بشپړ کړو.»

حاضردمه د نړۍ تر ټولو بریالی واکسین د امریکا او جرمني ګډ محصول فایزر او بیوانډ ټیک دی چې دوه ډوزه ورکول کېږي.

روسیې، چین، بریتانیا او ځینو نورو هیوادونو هم د کورونا وایرس پر ضد واکسینونه جوړ کړي دي.

د روسیې د نورو واکسینونو د نتیجې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...