ژباړه: نظرمحمد افغان
د ملا دوپيازه اصلي نوم ابوالحسن بن ابوالمحاسن بن ابوالمکارم و. پر کال ۱۵۴۰ زېږديز مکې معظمې ته څېرمه د طايف په ښار کې پيدا شو. په عامه اصطلاح ډېر طبيعتي او ګپ شپي انسان و. خندېدل او خندول د ده عادت و. کله چې د ده پلار له خپلې ميرې مور سره جګړه وکړه او له کوره ووت؛ نو دی د پلار په لټه کې ورپسې ووت او کاروان په کاروان يې لټول پيل کړل. په پای کې له يوې ايرانۍ قافلې سره ايران ته ورسېد. دا هغه زمانه وه، چې نصيرالدين همايون له شېرشاه سوري څخه ماته وخوړه او د مرستې غوښتو لپاره ايران ته راغلی و. د همايون د سپه سالار بخش الله خان او ايراني سپه سالار اکبر علي په خپلو کې د ملګرتيا تارونه غځولي وو. سپه سالار بخش الله خان د ابوالحسن له ټوکو، خوش طبيعتۍ او حاضر جوابۍ څخه ډېر اغېزمن شو. له سپه سالار اکبرعلي خان څخه يې ابوالحسن د يادګار په توګه وغوښت؛ خو له بده قسمته چې د ابوالحسن مشر بخش الله خان د کابل په يوې جګړې کې ووژل شو او له پوځ سره هندوستان ته ورسېد. پر کال ۱۵۵۶ زېږديز د ماچهي واړې له جګړې وروسته ابوالحسن ډيلي ته راغی اوهمدلته مېشت شو. دا مهال ابوالحسن د ۱۵ يا ۱۶ کلو په منګ و، خو ډېر پوی و. نوموړی له دنيا څخه بېزاره شو او د شمس الامرا محمد خان لودي په جومات کې يې استوګنه غوره کړه. له پوهې او ټوکمارۍ سره، سره يې په قران لوستنه کې هم ساری نه و. له همدې امله به خلکو ورته ملاصيب، ملاصيب وايه. د خوش خلقۍ او ټوکمارۍ هنګامه يې په ټول ښار کې خوره شوه.
يوه ورځ ملاصيب د يوه امير مېلمستيا ته تللی و. هلته يې يو ډول خواړه خوښ شو. تر څنګ ناست سړي څخه يې وپوښتل، چې د دې خوړو نوم څه دی؟ سړي ځواب ورکړ: دې ته دوپيازه وايي. د دې د پخولو پر مهال دوه ځله پياز اچول کيږي. ملا صيب له دې نوم څخه ډېر خوښ شو او له ځان سره يې پرېکړه وکړه، دی به د هېچا مېلمستيا ونه مني، تر هغې چې دوپيازه يې نه وي پخه کړي. دا ملا دا ساده ذوق د خلکو خوښ شو او له دوپيازه سره د ملا د مينې له امله يې پرې د ملادوپيازه نوم کېښود. ملا په همدې نوم مشهور شو او پر آر نوم (ابوالحسن) يې ګردونه پرېوتل. علامه ابوالفيضي او علامه ابوالفضل دواړه ورونه او د ملا دوپيازه ملګري او ښه ټوکماران وو. د علامه فيضي او ملا دوپيازه ملګرتيا تر دې بريده مخ ته لاړه، چې علامه فيضي د الهي عبادتځای د انتظام او بندوبست چارې يې ملا دوپيازه ته وروسپارلې او نوموړی يې د اکبر باچا تر درباره ورساوه. په دې ترتيب تقدير دی خپل اصلي ځای ته ورساوه. د ملا دوپيازه هوښيارتيا او وړتيا ورځ تر بلې په دربار کې خورېده؛ آن تر دې چې په بهر کې يې هم د شهرت رڼا خوره شوه او د ټولو په زړونو کې يې د مينې خواږه وشيندل.
ابوالحسن مشهور په ملا دوپيازه شپېته کاله ژوند وکړ. جلال الدين محمد اکبر د احمدنګر له جګړې څخه راستنېده، چې په لاره کې ملا دوپيازه ناروغ شو. ټوله مياشت يې په ناروغي کې تېره کړه. بالاخره پر کال (۱۶۰۰) په قصبه هنډيا کې وفات شو. يوه هوښيار په هماغه وخت کې وويل: ((واه ملا دوپيازه! مړ شوې، خو د دېګونو شا دې پرېنښوده!)) د ملا دوپيازه او لالا بيربل له ټوکو ټکالو سره به اکبر من، من غوښه اخيسته او چې ملا صيب ومړ؛ نو اکبر تر څو ورځو پورې غمجن و.
د بيربل اصلي نوم راجامهيش داس، تخلص يې برهيه، په قوم برهمن او د کالپسي اوسيدونکی و. ډېر ټوکمار او ګپي انسان و. کله يې چې دربار ته لاره ومونده؛ نو ډېر ژر له پاچا سره آشنا شو. پاچا ورته د راجا بيربل يا بيربر ( شهزاده پهلوان) لقب ورکړ. بيربل د ويدانت (د هندو فلسفې او دينياتو يو نظام، چې پر الهي ذات بحث کوي) د وحدانيت شعرونه په يادو زده کړي وو او د تصوف لاروی و. په هوښيارتيا، خوش کلامۍ او …… کې يې ساری نه و. په پاچا يې دومره قدر و، چې مغل اعظم به د استراحت پر مهال هم ځان ته راغوښته؛ مطلب دا چې بيربل يې د سترګو تور و، چې په يواځيتوب کې به يې هم د پاچا پر وړاندې د خپلو خوږو خبرو ګلان غوړول. د ملا دوپيازه او بيربل په خپلو کې سره ښه جوړه وه. پاچا به پخپله هم د ټوکو ځای ګروه او خوند يې ترې اخيسته. د سوات او باجوړ (پېښور) په جګړو کې بيربل سر وخوړ. پر ډېرو هڅو سربېره، مړی يې بيا هم ونه موندل شو. پاچا دومره غمجن شو، چې څو ورځې دربار ته لاړ نه شو او هر وخت به يې د ده وير کاوه.
………………………….
يوه ورځ د جلال الدين اکبر په دربار کې په دې بحث راغی، چې په نړۍ کې بې عقلان ډېر دي، که هوښياران؟ بيربل ويل، چې په نړۍ کې د هوښيارو خلکو شمېره ډېره ده. ښکاره خبره ده، چې ملا دوپيازه په مقابل اړخ کې ودرېد او په دې يې ټينګار وکړ، چې کم عقلان ډېر دي!
اکبر پاچا له بيربل سره هم نظره و. همدې لپاره يې ملا دوپيازه ته وويل، چې د خپلې دعوې د پخلي لپاره يو غټ ثبوت وړاندې کړي. ملا عرض وکړ، چې سملاسي خو د ټولې نړۍ د بې عقلانو نوملړ نه شي وړاندې کولی؛ ولې سبا ته به د دربار د کم عقلو کسانو فهرست هرو، مرو وړاندې کوي.
بله ورځ ملا يو لېست د اکبرپاچا مخې ته کېښود. پاچا چې لېست پورته کړ، په سر کې يې خپل نوم وليد. د خپل نوم په ليدو يې اور واخيست او ملا ته يې حکم وکړ، چې: ((ژر ثابت کړه، چې زه بې عقل يم؛ کنه د سر خير دې غواړه!))
ملا پاچا ته عرض وکړ: ((پاچا سلامت! تاسو تېر کال شاهي پوځيانو لپاره له يوه عرب سوداګر څخه زر اسونه پېرلي وو او پيسې مو هم ورکړې وې. اسونه ستاسو ډېر خوښ شول. تاسو د زرو نورو اسونو فرمايش ورکړی و او د سوداګر په غوښتنه، تاسو پيسې وار دمخه ورکړې وې. سوداګر د اسونو راوستلو لپاره د يو کال غوښتنه کړې وه.
سبا دا موده پوره کيږي. که هغه سوداګر را نه شي؛ نو تاسو به د سوداګر څه وکړئ؟ ځکه هغه ستا د پاچاهۍ له پولو څخه بهر اوسيږي او نه يې تا ته ځای، ځايګی معلوم دی. ته ومنه، چې هغه سوداګر ته په وار دمخه پيسو ورکولو سره تا د خپلې کم عقلۍ ثبوت ورکړی و.)) پاچا په سوچ کې شو، ځکه دا پېښه رښتيا وه. پاچا بيا سر پورته کړ او ملا ته يې وويل: ((که هغه سوداګر تر سبا پورې له اسونو سره حاضر شو؛ نو ته به څه وکړې؟))
ملا په ډاډ سره ځواب ورکړ: ((بيا به زه له دې نوملړ څخه ستا نوم لرې او پر ځای به يې د هغه سوداګر نوم وليکم!))
…………………………
جلال الدين اکبر يوه ورځ خپل خاص درباري بيربل ته وويل: ((بيربله! که د يوه پاچا، پاچاهي تلپاتې وای؛ نو څومره به يې خوند کړی و!))
بير بل ځواب ورکړ: ((جلالتمابه! ستاسو خبره په ځای ده؛ خو که داسې وای، تا پورې به نه وه رارسېدلې!))