چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېزموږ توبه به قبوله شي؟

زموږ توبه به قبوله شي؟

لیکوال: محمد نعمان دوست ||

د سوره بقرې تفسیر مې لوست، ۵۴ آیت ته ورسېدم. د دې آیت ژباړه او تفسیر مې څوځلې ولوست: حضرت موسی ع کوه طور ته تللی و او خپل ورور هارون ع یې د قوم د لارښونې لپاره پرې ایښی و. خو تر څو موسی ع بیرته راته، قوم ګمراه شوی و. قوم سامري بې لارې کړی و. سامري د بني اسرائيلو له دې عادت نه خبر و چې هغوی خپل خدای په مجسمه بڼه لیدل غوښتل. سامري بنی اسرائیلو ته امر وکړ چې خپل ټول زیورات راټول کړي. هغه له زیوراتو خوسۍ جوړ کړ او په ګیډه کې یې ورته داسې سیستم جوړ کړ چې خوسي غږ (رمباړه) کولای شوه. قوم ګمراه شو. قوم د خوسي په عبادت سر شو او قوم هغه ټول انعامونه هېر کړل چې لوی خدای ج پرې لورولي و.

حضرت موسی ع د ګمراه قوم په لیدلو ډیر خواشینی شو، خپل ورور ته غوسه شو. خدای ج هم د بني اسرائیلو دې کار په غضب کړ، ځکه د دې ذات په وړاندې شرک ستر ظلم (ظلم عظیم) دی. بني اسرائیلو چې عقل سر ته راغی نو اندیښمن شول، هغوی پوهیدل چې ډېر لوی ظلم یې کړی. د توبې په لټه کې شول. خو د دې لوی ظلم توبه هم څه اسانه نه وه. دا توبه په وړو کِفارو نه معاف کېده. هغوی ته د توبې دروازه پرانیستل شوه خو ورتګ پرې سخت و، له سره تېریدل یې غوښتل، مرګ یې غوښته خو هغه هم د خپلو ملګرو په لاس. هغوی ته وویل شول چې که توبه باسئ نو یو ځای ته راټول شئ او یو بل سره ووژنئ. سترګې مې پټې کړې. دا ډول توبه ویستل راته ډیر سخت ښکاره شو. تصور کې لاړم: د یوه کلي خلک چې تر څو شیبو وړاندې یې له خوشحالۍ ډک ګډ ژوند درلود، خپلو کې یې دوستي او ملګرتیا لرله او یو بل ته په غم او ښادۍ کې سره پکار وو؛ اوس هماغه خلک یو بل ته مخامخ ولاړ دي. لاسونو کې یې توري دي. پر یو بل ګوزارونه کوي. د یوه په غاړه د خپل کلیوال توره خوله ښخه کړي، شاه رګ پرې شي، وینې دارې وکړي، بې سره جسد مخکې او شاته لاړ شي او بیا په خپلو وینو کې را ولویږي، شیبه وروسته له ده سره همداسې کار وشي. هره خوا وینې دي. بې سره جسدونه لاس او پښې وهي او په ډېره مشکله خپل ساه له بدنه باسي. قتلګاه کې نور ژوندي څوک نه دي پاتې.زګیروي چوپ دي. یو غټ ټولی خلک بې ساه پراته دي. هره خوا جسدونه دي او هره خوا پر زمکه وینو لښتي جوړ کړي دي. دا توبه ډیره سخته وه، خو قبوله شوه او کومه فتنه چې برپا شوې وه، له منځه لاړه.

آه، خدایه! موږ هم د وخت سامریانو بې لارې کړي یوو. موږ هم ستا نعمتونه هیر کړل، کفران د نعمت مو وکړ. بني اسرائیلو باندې ستا یو لوی نعمت دا و چې د فرعون له ظلمونو دې وژغورل. هغه فرعون چې د دوی زامن یې وژل. موږ دې هم څو ځلې د وخت له فرعونیانو وژغورلو، خو موږ نا شکري وکړه. موږ ډېر نا شکره قوم یوو. اوف! زموږ توبه له بني اسرائیلو هم سخته شوه. هغوی سره راټول شول. یو بل یې ووژل او نوره کیسه ختمه شوه. خو موږ دا ډېر کلونه شول چې یو بل وژنو، خپل کلیوال وژنو، خپل قوم وژنو، خپل وروڼه وژنو او خپل …. آه! د بني اسرائیلو وینو یوه خاصه او کمه زمکه لمده کړه. خو زموږ وینو ټول افغانستان رنګین کړ، د دې جغرافیې په هره څنډه کې وینې روانې دي. هره خوا د وینو رودونه دي. د بني اسرائیلو جسدونه یو کم ځای کې انبار شول، یوه کمه ساحه یې ونیوله . خو دلته په هرګام کې زموږ جسدونه پراته دي. زموږ د میرمنو جسدونه، زموږ د ماشومانو جسدونه، زموږ د سپین ږیرو او سپین سرو جسدونه. خدایه! موږ رښتیني او خواخوږی رهبر نه لرو.زموږ کاروان بې څاروانه دی. زموږ له همدې تشې د وخت سامریان استفاده کوي.سامریان موږ بې لارې کوي او سامریانو داسې فتنه اغاز کړې چې د انجام خوب یې هم نه وینو. خدایه! ته بینا ذات یې. ته زموږ د وژنو ننداره کوې. ته ګورې چې موږ خپلو کې یو بل وژنو. ته وینې چې موږ خپلو کې یو بل پسې تورې له تیکې را ویستلې او تاته ښکاري چې زموږ له تورو د خپلو وروڼو وینې څاڅي. خدایه! نوره مو توبه قبوله کړه، نور مو معاف کړه. نور مو له لاسونو تورې وغورځوه او نور مو د ورور وژنې جذبه واخله. خدایه! که توبه مو قبوله نشي، زموږ وطن به یو قبرستان شي. داسې قبرستان چې هره خوا به جسدونه پراته وي. څوک به د خښولو نه وي. موږ به خپلو وینو کې ډنډ پراته یوو او سامریان به مو په مزه مزه نندارې کوي. لویه، خدایه! نن مو درته په عاجزۍ لاسونه پورته کړي، خو شاید سبا دغه لاسونه د پورته کېدو توان ونلري. شاید دغه لاسونه د یوه بې ساه بدن غړي شي او شاید …. اه، پوه شوم، د بني اسرائیلو د توبې د قبلېدو راز راته معلوم شو.هلته قاتل او مقتول دواړه مشرکان وو، باید قتل شوي وای. موږ خو داسې څوک وژنو چې پر ژبو یې د وحدانیت کلمه جاري وي، پنځه وخته په سجده لګولو واحد ذات ته د خپلې بندګۍ د ګواهي ثبوتونه وړاندې کوي. زموږ د قاتل له خولې د الله اکبر ناره خیژي او د مقتول له خولې د اَشْهَدُاَنْ لاَّ اِلهَ اِلاَّ اللهُ وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّـدًاعَبـْدُه وَرَسُوْلُه. نو خدای خبر که زموږ توبه قبوله شي! محمد نعمان دوست، جلال اباد د چنګاښ درېیمه،۱۳۹۲ (ګرداب)

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ګران ورور نعمان دوست صاحب په ګوتو او قلم دې برکتونه .
    پوهېږئ ؟ ، دا د موسی ع.س.، هارون ع.س. او بني اسرایلو قوم ، او د سامري او وزګوړي یا خوسکي قصه، ما هم څو ځلي په قرآن عظيم الشاءن کښې لوستلې وه او باور وکړئ چې د وطن انتخاباتو په وخت به مې زړه و چې یوه ليکنه پرې ولیکم او اوسني هیوادني او بهرني سیا څټ چیان ورسره تشبیه کړم ؛ مګر یو رقم نه برابریده ؛ اوس ښه شو چې دوست صاحب د توبې په بڼه تشرېح کړله.مڼنه
    اوس زما سوال له تاند لوستونکو دا دی:( څه شباهتونه د بني اسراییل او افغانانو ؛ د فرعون او … ؛ د خوسکي او …..؛ او دا یو به ېې زه نقل درکړم ”” سامري = کېري جاڼ !”’ …. و غیره …تر مینځ موجود ول او لا هم دي ؟؟؟ .). یا الله!د توبه ءې نصوحا توفيق راکړې.آمين.
    په ټوله پښتني ،افغاني مينه او مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب