چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد کونړ او نورستان اوسیدونکي: د لویې لارې د خرابوالي له کبله...

د کونړ او نورستان اوسیدونکي: د لویې لارې د خرابوالي له کبله مو ناروغان رغتون ته تر رسېدو وړاندې مړه کیږي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷ مه )  د کونړ- نورستان پر غځیدلي سړک د پرتو دریو ولسوالیو چپې درې، وټه پور او ماڼوګي اوسیدونکي وایي، د سړک د خرابوالي له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي او ډیری وخت له همدې کبله د دوی ناروغان روغتون ته تر رسېدو وړاندې سا ورکوي او مړه کیږي.

دوی له حکومته غواړي څو د دغو ولسوالیو غځیدلي سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي.

دوی چې په ځایي حکومتي چارواکو هم نیوکې کوي وایي، مسوولینو یې ورسره څو ځلې د سړک د اساسي جوړېدو ژمنې کړي خو تر اوسه نه دې عملي شوي.

د کونړ د پېج درې دغه سړک چې د ماڼوګي تر ولسوالي پورې یوولس کاله مخکې پوخ شوی و چې بېرته ژر خراب او اوس د کونړ نورستان نژدې ټوله لاره خامه ده.

د دغه سیمی یو تن اوسیدونکی لعل اغا وایي: «څو ځله راسره ژمنې وشوې چې سونزه به حل شي، خو لا هم سړکونه کندې کپر پراته دي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دې برخه کې جدي اقدام وکړي او دا سرک جوړ کړي.»

نوموړی دغه راز زیاتوي چې ډیر کله یې ناروغان د لارې د خرابوالي له امله د کونړ تر مرکزي روغتون نه رسیږي او ډیر یې پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه سیمو اوسیدونکي ګواښ کوي که یې د سرک د جوړېدو غوښتنې ونه منل شي، د کونړ نورستان لاره به وتړي او په لاریونونو به لاس پورې ورکړي.

ورته مهال د کونړ د والي مرستیال واصف الله واصفی بیا وایي چې تېر کال یې د پېج درې سرک د بودیجې په سند کې شامل کړی و خو سږ کال ترې ویستل شوی دی.

نوموړی وایي، سږکال یې یاد سړک د بیارغونې د پروژو په سر کې دی.

د کونړ د پیج درې دریو ولسوالیو سړک نژدې پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري چې د نورستان مرکز پارون ته هم غځېدلی دی.

نورستان ته ورتلونکي سیلانیان هم له حکومته غواړي چې د سړک ستونزه هواره کړي، ځکه دوی ته په تګ کې ستونزه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب