پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د وردګو کوچنی اختر

د وردګو کوچنی اختر

دریمه برخه

ګل آغا احمدي وردګ

د وردګو د کوچني اختر په دریمه برخه کې د اختر مبارکۍ په موخه کورونو ته د مشرانو ورتګ، د اختر د لومړۍ غرمې د ډوډۍ نظام، اختریزې مېلې او جشنونه او د اختریزو مراسمو پای شامل دی چې د همدې لړۍ په دریمه برخه کې به خبرې پرې و شي. مخکې له دې چې د دې برخې محتویات په تفصیلي بڼه وړاندې شي د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د افغانستان د اختریزو عنعناتو او په ځانګړې توګه د وردګو د اختریزو دودونو په برخه کې لیکلي اسناد ډېر کم دي. له همدې کبله د دې لړۍ  د لیکنې زیاته برخه د هغو مشاهدو په اساس برابره شوې چې لیکوال لیدلي او یا یې له نورو څخه اورېدلي دي. 

کورونو ته د مشرانو تګ

کله چې د وردګو په کلیو کې د کوچني اختر چای نوش جان شي له هغه څخه وروسته د کلي خلک په جوماتونو له مشترکې اختر مبارکۍ وروسته مشران د خپل کلي د نږدې خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي. د خپلوانو هر کور ته چې مشران و رسېږي  نو د کور په دروازه کې غاړه تازه کړي او په لوړ آواز وايي: (اهه، اهه څوک شته یی که نه؟) که نارینه په کور کې نه وي نو د کور مشره ښځینه ورته را وزي او وایي: (راځه راځه بېغمه لالا، هو موږ شته یو، په خیر راغلې، عید دې مبارک شه، پلانۍ ښه وه، خدای دې اېمان روزي کړه، خدای دې ښه درسره وکا، هر کله راشی.) کله چې مشران د خپلوانو کورته د ننه شي نو  هلته د کور د ټولو نارینه او ښځینه غړو سره د اختر مبارکي کوي، د څو شېبو لپاره په هر کور کې کښېني، که یې د ناستي وخت زیات شي نو یوه پياله چای هم چښي او د کور د غړو له خوا چمتو خواږه (کلچې، بوسراغې، وچه مېوه او داسې نور) ورته وړاندې کېږي. کله چې مشران د خپلوانو له کور څخه تشریف وړي نو د کور غړي د عیدۍ په پار یو څه اصیله وچه اصیله مېوه، پخې هګۍ او داسې نور وړاندې کوي او مشران یې جېبونه ته اچوي. داسې هم کېږي چې دغه مېوه مشرانو ته په ځانګړو دسمالونو کې ډالۍ شي. په کوم کور کې چې د ورغلي مشر کوزده شوې نګور وي او تر دې مهاله واده شوې نه وي، هغې ته یو مقدار نغدې پیسې، ساعت، ګوتمۍ، لښتۍ، امېل، غاړکۍ یا بل څه د ډالۍ په توګه ورکوي. د کلي د خپلوانو کورونو ته د مشرانو ورتګ دوه یا درې ساعتونه نیسي او هغه مهال خاتمه مومي چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د غرمې د ډوډۍ وخت را و رسېږي. بیا نو مشران له ځوانانو او ماشومانو څخه د مخه جومات، سپاچې یا هغه عمومي محل ته تشریف وړي چې هلته باید د کلي ټول خلک د غرمې د ډوډۍ لپاره را غونډېږي. 

د کلیوالو را غونډېدل

په وردګو کې د کوچني اختر په ورځ د اختریزې غرمنۍ لپاره د خلکو را غونډېدل د جومات د ننه، د جومات څخه بهر په هوار ځای، د مجلسونو په سپاچو، د ونو د لاندې په سیوره یا داسې عمومي محلاتو کې صورت مومي چې هلته په مختلفو مناسبتونو د کلي نارینه مشران، ځوانان، پېلستي او هلکان را غونډېږي. ټاکلي ځای ته مخکې له مخکې مشران راځي او په ځوانانو غږ کوي چې اختریزې غرمنۍ ته د تګ لپاره چمتو شي. په ځینو کلیو کې په همدې وخت کې د خلکو د راغونډولو په موخه ډول وهل کېږي او کله کله خو له ډوډۍ څخه د مخه همدې ډول ته یوه دمه اتڼ هم د ځوانانو له خوا اجراکېږي. کله چې خلک را غونډ شي نو بیا هغو کورونو ته په مساویانه ډول وېشل کېږي چې غرمنۍ یې تیاره کړې وي. ځینې کلي داسې هم دي چې هر سړی اختیار لري چې د ډوډۍ لپاره د چا کره ځي لاړ دې شي خو په دې صورت کې بې وزله کورونو ته چندان څوک نه ورځي، چې دا کار په کلي کې د بې وزلو د خپګان زمینه برابروي او پاخه کړي خواړه یې هم پاتې کېږي. که فرضا په دې صورت کې د کوم بېوزله شخص کور ته هېڅوک ور نه شي نو بیا څو تنه مشران یو ځای کېږي، هغه کور ته ورځي او غزمنۍ ورسره تېروي. په ځینو کلیو کې به کله چې خلک د ډوډۍ لپاره را غونډ شول نو ماشومانو به څو ځله لوړ آواز داسې چیغه وکړه: «عید مو مبارک شه، روژه مو قبوله شه.» دا چیغه به یې په ډېر لوړ آواز کوله. همدارنګه د هغو کورونو خاوندان چې ډوډۍ یې تیاره کړې وي، مخته شي او کلیوالو ته وایي: «راځئ، دیخواته راځئ، په ما پسې راځئ.»  

د غرمې ډوډۍ

د وردګو په کوچني اختر کې د غرمې د ډوډۍ لپاره په کلي کې موجود کورونه د اختر د اعلان څخه سمدلاسه د کلیوالو د ځانګړې اختریزې کمېټې په وسیله په درې یا څلورو څاښتونو سره وېشل کېږي چې باید د کلي خلکو ته د اختر ډوډۍ پخه کړي. په دې مانا چې د کلي ټول موجود کورونه په څو ګروپونو وېشل کېږي او په نوبت د کوچني اختر مېلمستیا تیاروي او هېڅ کور له دې بهیر څخه نه پاتې کېږي. د کوچني اختر د ډوډۍ خوړلو سیستم په څو ډوله دی چې لنډه کتنه ورته کېږي:

لومړی: ځینې کلي داسې دي چې په کلي کې موجود نارینه په هغو کورونو تقسیم کړي چې د اختر ډوډۍ یې پخه کړې وي. کوربه د خپل سهم له مخې ورغلو مېلمنو ته ډوډۍ ورکوي او د غرمې د ډوډۍ مراسم په همدې ځای کې پای مومي.

دویم: ځینې کلي داسې دي چې په کلي کې موجود نارینه د هغو کورونو هر یوه ته ورځي او لږ لږ ډوډۍ یې خوري چې خواړه یې پاخه کړي او د ډوډۍ کولو نوبت یې دی. په دې مانا چې په کلي کې موجود وګړي باید په نوبت سره هر هغه کور ته ورشي او یوه اندازه ډوډۍ یې و خوري چې اختریزه غرمنۍ یې برابره کړې ده. په دې ډول سیستم کې د کوربانه مجبورېږي چې هرې پېنډې ته ځانته تازه ډوډۍ و باسي، زیات پرې سرګردانه شي، زیات پاخه کړي او یو مقدار پاخه کړي خواړه یې هسې پاتې شي. کله چې په دې سیستم کې د نارینه وو نوبت تېر شي نو بیا د کلي ښځینه د ډوډۍ خوړلو لپاره په هغو کورونو ګرځي چې د ډوډۍ نوبت یې وي.

دریم: ځینې کلي داسې دي چې یوازې د همدې یوې غرمې مشترکه ډوډۍ لري، په دې مانا چې د کلي خلک جومات، سپاچې یا د ټولېدو محل ته په ټولیز ډول ډوډۍ وړي او د ټول کلي نارینه یې یو ځای نوش جان کوي. په دې سیستم کې د ښځینه وو د غونډ‌ېدو لپاره اصلا ځای نشته او هغوی په خپلو خپلو کورونو کې اختریز خواړه نوش جان کوي.

څلورم: ځینې کلي داسې دي چې درې یا څلور څاښته ډوډۍ لري خو نیمايي کورونه د نارینه وو او نیمايي کورونه د ښځینه وو لپاره ځانګړي کېږي او د کلي نارینه او ښځینه ټول د اختر د ډوډۍ په مېله کې په بېل بېل ډول ګډون کوي. هغه کورونه چې د ښځینه وو لپاره مشخص شوي وي، نارینه نه ورځي او یوازې د کلي ښځینه د غرمې ډوډۍ پکې نوش جان کوي.

پنځم: ځینې کلي داسې دي چې کله په کورونو کې نارینه ډوډۍ وخوري او د نارینه وو د ډوډۍ مرحله پای ته و رسېږي نو د ښځینه وو د ډوډۍ نوبت را رسېږي او غالبا په دې ډول اختریزه غرمنۍ کې هغه ښځینه ګډون کوي چې د کوربانه خپلوانې وي او د عام کلي څخه یوازې یوه یوه مشره مېرمن ګډون کوي.

شپږم: د وردګو په ځینو کلیو کې داسې دود دی چې کورنۍ په ټولیزه توګه اختریزه غرمنۍ نه لري خو هر کور لوی مقدار ډوډۍ پخوي او پخه شوې ډوډۍ هغو مېلمنو ته وړاندې کوي چې د دوی کور ته ورځي. په دې سیستم کې ډوډۍ ورکول له غرمې سره سم پيل کېږي او آن تر مازدیګر پورې دوام کوي. که فرضا یو مېلمه ماسپښین یا مازدیګر مهال دې ډول کورونو ته ورشي او د ډوډۍ خوړلو څخه انکار وکړي نو د کور خاوند ورته وایي: «خیر دی، ډوډۍ وخوری، په اختر کې څو ځله ډوډۍ خوړل کېږي.» 

مېلې او جشنونه

کله چې د وردګو په کلیوالي سیمو کې د کوچني اختر غرمنۍ وخوړل شي بیا نو د تودو اختریزو مېلو سلسله پيل کېږي چې په دې مېلو کې نارینه لوبې دا دي: «چارمغز ګټل، هګۍ جنګول، توپ بازي،ډنډه او کاکی، زانګو اچول، نښه ویشتل، سپښتیې، توپ ډنډه، توشله بازي، تیږه اچول، غېږې نیول، غرونو ته چکر وهل، د سیمه ییزو بازارونو جوړول، نیزې وهل، آسان ځغلول، ډول وهل، اتڼ کول، د مجاهدینو په وخت کې جهادي مرکزونو ته ورتلل او داسې نورې دي.» د ښځینه مېلو په ترکیب کې دغه مېلې شاملې دي: «ټال اچول، ګاټي کول، دریاوې وهل، سندرې ویل، فالونه اچول او داسې نور» د وردګو په څلورګونو ولسوالیو (جغتو، سیدآباد، دایمرداد او چک) کې له ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د مخه مختلف ډوله اختریزې مېلې دود وې، خپل خپل ځایونه یې درلودل او په هغه کې به د هرې ولسوالۍ د مختلفو کلیو خلکو ګډون کاوه. ځینې دغه ډول مېلې به یوازې د یوې ورځې لپاره وې خو په ځینو ځایونو کې به اختریزې مېلې د دریو ورځو لپاره جوړېدې. د دې مېلو د څار لپاره به په غیر رسمي توګه د مشرانو یوه کمېټه جوړېده چې د مېلې ټولې چارې به یې څارلې او هڅه به یې کوله چې خدای مه کړه په مېله کې کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي. د مېلې ګډونوالو به د مشرانو زیات احترام کاوه او د دوی هر ډول تصمیم به ورته د منلو وړ وو. 

نورې برخې

په وردګو کې به د کوچني اختر د ورځو نورې برخې دا وې چې د اختر په دریو ورځو کلیوال وګړي لرې او نږدې کلیو ته د خپلوانو، خېښانو او دوستانو د لیدلو او عید مبارکۍ لپاره ورتلل، د خپلو دوستانو څخه د راغلیو مېلمنو استقبال به یې کاوه او له هغوی سره به یې اختر مبارکي کوله. همدارنګه په وردګو کې به واده شوې خورلڼې د خپلې پلرګنۍ کره د اختر مبارکۍ په موخه راتلې، په کورونو کې به یې د اختریزې مېلې په دود ګڼه ګوڼه جوړوله او  په جوړو شوو مېلو کې به یې برخه اخیسته. د اختر ورځې به د خورلڼو لپاره د دمې، استراحت او خوښۍ ورځې وې ځکه چې هغوی به د خسرخېلو په کورونو کې زیاتې ستړې او سرګردانه وې او دمې ته به یې اړتیا درلوده. همدارنګه هغه زومان چې د شېریني خورۍ پر مهال به یې ناسته کړې وه، خسرخېلو ته به یې له واده څخه مخکې د تګ اجازه درلوده، له خپلې کوژدنې سره به یې کتلی شول او پښه به یې خلاصه وه، نو په ډېره مینه او ځانګړې علاقه به یې د خسرخېلو کره تشریف وړو او له خپلې کوژدنې، خواښيې، ښمینو، آښي ګانو، خسر او د خسرخېلو د کورنۍ له نورو غړو سره به یې کتل. ورغلی زوم به ډېر مامره وو، خواږه اختریز مجلسونه به یې کول او په خسرخېلو کې به یې دوې یا درې شپې تېرولې. 

نوټ: د ګڼو هڅو سره سره دا حقیقت باید څرګند شي چې د ګڼو هڅو سره سره دغې لیکنې د وردګو د کوچني اختر ټول مراسم په خپله منځپانګه کې نه دي را اخیستي او زموږ په ټولنه کې به په دې اړوند هرو مرو نور مسائل هم وي چې باید د ټولو په همکارۍ لیکنې بڼه غوره کړي او و څېړل شي. 

د دې لړۍ څلورمه برخه به ژر خپره شي او په راتلونکې برخه کې د ښار مېشتو وردګو په کوچني اختر خبرې کېږي. له موږ سره اوسئ…

2 COMMENTS

  1. ډېر ښه. ډېر نور څه هم شته چې ذکر کول یې ګټور دي او یا هم دا چې تفصیل غواړي. دلته سرسرکي ذکر شوي. لکه د روژې ښه شپه، د صدرې ټولول او په هغو کې ځانګړي ټکي اچول. د اختر په ورځ د ځینو ناروغانو مشرانو کور ته ورتلل او له هغه سره اختر مبارکي کول. د اختر په ورځ د مړیو دعا کول.

  2. وحید
    وردک ډیر پتمن او درانه خلک دی، ښه رواجونه یی د ی او ډیر عالم او پوه خلک لکه داکتر وکیل او موسی وردک او قیوم وردک لری. دمهاجرت وخت کې داکتر وکیل په سوات اودپیشاور نورو سیمو قوریی او باغونه جوړ کړل موږ ورسره کارکاو پاکستانیان ورته حیران و د پوهنتون د دوری صنفیان یی لیاقت ته حیران و،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب