Homeخبرونهپه وردک ولایت کې د طالبانو تونل وموندل شو

په وردک ولایت کې د طالبانو تونل وموندل شو

تاند(یکشنبه، د ثور۲۶) افغان امنیتي ځواکونو د میدان وردک ولایت په جغتو ولسوالي کې یو اوږد تونل موندلی او وايي چې دا تونل طالبانو د «تروریستي» مقاصدو لپاره جوړ کړی و.

د افغانستان دفاع وزارت نن د دغه تونل عکسونه له رسنیو سره شریک کړل او ویې ویل چې طالبانو دا اوږد تونل د دې لپاره کیندلی و چې د هغه له لارې حکومتي ادارو او امنیتي پوستو ته ځان ورسوي.

دفاع وزارت نه دي ویلي چې د تونل اوږدوالی څومره دی او د جغتو ولسوالۍ په کومه سیمه کې یې کشف کړی دی.

طالبانو هم د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په ځلونو تونلونه د خپلو بندیانو د خلاصون او بریدونو لپاره کیندلي دي.

تېره اوونۍ طالبانو په بغلان ولایت کې د یوه تونل یا سمڅې له کیندولو وروسته په پوسته کې مېشت سرتېري وژلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...