جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهارګ وايي، هیچا له ولسمشر غني څخه د استعفا غوښتنه نه ده...

ارګ وايي، هیچا له ولسمشر غني څخه د استعفا غوښتنه نه ده کړې

تاند(یکشنبه، د ثور۲۶) ارګ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې ځینو سیاستوالو له ولسمشر غني څخه غوښتي چې استعفا ورکړي.

د کلید په شمول ځینو کورنیو رسنیو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د نژدې سرچینو په قول ویلي و چې حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف سیاف، ګلبدین حکمتیار، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، کریم خلیلي، مارشال دوستم او ګڼو نورو سیاستوالو په یو لیک کې له ولسمشر اشرف غني څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.

په خبر کې د سرچینې نوم نه و ښودل شوی او دا ادعا هم شوې وه چې دا غوښتنه د اشرف غني، حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار په کتنه کې هم مطرح شوې ده.

خو په ارګ کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې له ولسمشر څخه هیچا د استعفا غوښتنه نه ده کړې او نه هم له حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره په کتنه کې په دې اړه خبرې شوي دي.

سرچینه ټینګار کوي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د ولسمشر غني په کتنه کې د سولې لپاره پر اجماع او د هیواد په لویو پرېکړو کې له سیاستوالو سره د سلامشورو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

له بلې خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته ویلي چې حامد کرزي له ولسمشر غني څخه د استعفا غوښتنه نه ده کړې او په دې اړه خپور شوی راپور «یومخ بې اساسه» دی.

د حامد کرزي د دفتر پخواني رييس کریم خرم هم دا راپور بې اساسه بللی دی.

د ګلبدین حکمتیار زوم او د اسلامي حزب یوه مشر همایون جریر پژواک خبري اژانس ته ویلي «موږ له دې لیکه خبر نه یوو او حکمتیار داسې کوم لیک نه دی لاسلیک کړی.»

ولسمشر غني ویلي، واک یوازې هغه چا ته سپاري چې انتخابات وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب