دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاسلامي هیوادونو پر غزې د اسراییل حملې په کلکه وغندلې

اسلامي هیوادونو پر غزې د اسراییل حملې په کلکه وغندلې

تاند(یکشنبه، د ثور۲۶) په داسې حال کې چې پر غزه د اسراییل حملې لا هم دوام لری، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان ۵۷ غړیو نن د دې سیمې د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.

دوی په دې انلاین غونډه کې د اسراییل د یرغل د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره هڅه وکړي او په دې توګه ځپل شویو سیمو ته بشري مرستې ورسول شي. 

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي، چې له رام الله یې خبرې کولې، اسراییل اپارټایډ دولت وباله چې د ده په وینا په غزه کې له هیڅ راز جنایتونو او بې رحمیو ډډه نه کوي.

 المالکي له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې په خپلو ټولو امکاناتو دې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي. 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو اسراییل د وروستي تاوتریخوالي مسول وباله، ویې ویل، اسراییل په ختیځ بیت المقدس، لویدیځه غاړه او غزه کې د وروستي کړکیچ د زیاتوالي مسول دی.

د فلسطیني چارواکو په وینا په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۷۴ تنو ته لوړشوی. ۴۷ یې ماشومان ښودل شوي. اسراییل هم خپل لورته د ددو ماشومانو په ګډون د لسو کسانو وژنه تایید کړې ده. 

د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي همکارۍ سازمان د بیړنۍ غونډې  په اعلامیه کې راغلي«موږ د اسراییل له لوري د مسجدالاقصي د بې حرمتۍ نه کولو غوښتونکي یوو.»

په اعلامیه کې د اسراییل له لوري د فلسطینیانو وژنې غندل شوي او اسراییل یو غاصب ځواک بلل شوی دی.

1 COMMENT

  1. په غندلو څه نه کېږي. یا دې سم ورسره ودرېږي، یا دې پرېږدي چې اسرایل ټوله خاوره ونیسي. دوی هسې فلستینیان لمسوي او سم کومک هم نه ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب