دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ګرانو ژبپوهانو! راځئ په ګډه یې وڅېړو

ګرانو ژبپوهانو! راځئ په ګډه یې وڅېړو

             ډاکتر ماخان مېږی شینواری

دلته هغه بنسټیزې لیکنبرخې ډېر لنډ:

لومړی: را ( در، ور) څخه(-سره،-کره، – کې، – باندې، -پورې، – ته او… نور مې فکر ته نه راځي)

= دویم: له ما سره(-څخه، – کره)، په میز کې، پرمیز باندې، ترتا پورې، وهغه ته. نورو ته یې فکر کولی شو.

د لومړي او دویم له پرتلې څخه لرو: را( در، ور) = له ما (له تا، له هغه).  په میز = ور، پر تا = در، ترهغه=ور، وتا = ور.

له پورته څخه لاس ته راځي: له، په، پر، و، تر،  کومې خپلواکې پرېپوهېدنې نه لري او یواځې د نومیزونو مخاینیوو سره ګډ یا د هغو دمختړو په څېر حالت یاحالتونه دي. 

پوښتنه: دا د الماني سره په پرتله داتیو حالت دۍ. ایاپه پښتو کې هم داتیو حالت دۍ او که دا هر یو یې ځانله یاڅنګه؟؟

نو اوس داپه دې پرېپوهېدنه چې: دلته دا اړیکویونه دي: سره،څخه،کې،باندې، ته، پورې، نور مې فکر ته نه راځي.

دا اړیکویونه په دې برېپوهېدنه دي چې  پوستپوزېشنونه یا پسېځاینیوي دي.

او له انګريزې سره په برتله:

ناسم دي چې: له…څخه (سر،کره)، په… کې، و…ته، تر…پورې او نور سرکومپوزېشنونه دي او هغه د انګرېزي from, with, until = څخه، سره ، پورې او نه له…څخه، له… سره، تر… پورې. یا له، تر.  دا نور تاسو ولیکۍ، چې ناسم یې ونه لیکم.

دا د لومړي ځل لپاره داسې لیکنه مې لږ تېروخت غزېدلې څېړلې ده، دا چې سره باوري شو، نو ستاسو لیکنو ته سترګې په لار یم، فکر په کې وکړۍ.

هیله ده چې اندونه مو ونه سپموۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب