دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحافظ خالد د ملا منان نیازي ځای ناستی وټاکل شو

حافظ خالد د ملا منان نیازي ځای ناستی وټاکل شو

تاند (یکشنبه د ثور ۲۶) هرات ښار نن د طالبانو د جلا شوې ډلې د وژل شوي مرستیال مشرد پلویانو کوربه و. دغه کسان نن د خپل قوماندان ملا عبدالمنان نیازي د جنازې د مراسمو لپاره راټول شوي و.

د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملاعبدالمنان نیازی، چې تېره اوونۍ په یوه برید کې ټپي شوی و، پرون په کابل کې مړ شو.

عبدالمنان نیازی د تېرې سې شنبې په شپه د هرات د ګوزرې (ګذره) او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ د پیرخولې په سیمه کې برید وشو جې له کبله یې نیازی سخت ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.

هغه په پیل کې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر شو خو وروسته د درملنې لپاره کابل ته یووړل شو.

له هرات څخه راپورونه وايي چې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې مراسم نن د هرات په ګذرګاه سیمه کې د یو شمېر قومي مشرانو او طالب قوماندانو په ګډون ترسره شول.

د رپوټونو له مخې په دې مراسمو کې د منان نیازي ملګري او د هغه د خور زوی مولوي نصیر احمد نیازي د هغه په تېر ژوند خبرې وکړې او وروسته بیا د ملا عبدالمنان نیازي زوی حافظ خالد د خپل پلار ځای ناستی معرفي شو.

عبدالمنان نیازی او د کوټې شورا یو شمېر نور غړي په ۱۳۹۴ لمریز کال د ملامحمدعمر اخوند د مړینې له اعلانېدو وروسته د نوي مشرتابه پر سر د طالبانو له اصلي ډلې بېل شو.

دوی وروسته د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د ملا محمدرسول اخوند په مشرۍ بېله ډله جوړه کړه.

ویل کیږي نوموړي په وروستیو کې د طالبانو د اصلي ډلې پر وړاندې مقابله کې له افغان دولت سره همکاري کوله، خو د افغانستان حکومت بیا په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب