Homeخبرونهد دولت شاه ولسوالي امنیه قوماندان د افغان ځواکونو په توغول شوي...

د دولت شاه ولسوالي امنیه قوماندان د افغان ځواکونو په توغول شوي توغندي ووژل شو

تاند ( یکشنبه، د ثور ۲۶ مه )  سرچینې وایي، د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالي امنیه قوماندان عبدالظاهر د افغان ځواکونو له لوري په توغول شوي توغندي ووژل شو.

د لغمان والي رحمت الله یارمل هم دا پېښه تایید کړې ده.

والي رحمت یارمل زیاته کړې چې د دولت شاه ولسوالي امنیه قوماندان عبد الظاهر نن له غرمې وروسته د افغان ځواکونو له لوري په توغول شوې مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو پر خوا د توپ مرمۍ ویشتله چې د تخنیکي ستونزې له امله مرمۍ د امینه قوماندان خوا کې لګېدلې او چاودنه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دې پېښه کې په خپله امنیه قوماندان له یو ساتونکي سره یو ځای وژل شوی دی.

د لغمان والي دغه راز زیاته کړې چې سیمه کې وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او جګړه نه شته دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وسلوالو طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په هېواد جګړو زور کړی او په ترڅ کې یې د هېواد له ګوټ ګوټه د افغان ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...