یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ټویټر نوی سرویس به په پیسو وي

د ټویټر نوی سرویس به په پیسو وي

تاند- ټویټر غواړي یو نوی سرویس (خدمات) پیل کړي چې کاروونکي به یې د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د میاشتني فیس ورکولو ته اړتیا لري.

ټویټر تېر دوبی پر یو ډول نوي سرویس کار پیل کړ او ویل کېږي چې دا کمپنۍ لا هم پر دغه  نوي سیستم کار کوي.

د راپورونو له مخې، د ټویټر نوی سرویس (بلو) نومېږي او د غړیتوب لپاره میاشتنۍ ونډه یې ۲ ډالره او ۹۹ سینټه په پام کې نیول شوې ده.

د دې سرویس کاروونکي به خپل ټویټ اصلاح کولی شي. همداراز کاروونکي ته موقع ورکوي چې خپل ټویټ تر خپرېدو مخکې له پلېټفارمه لېرې (ډیلیټ) کړي.

د بلو کاروونکي به خپل ټویټونه کته ګوري کولی هم شي.

ټویټر تر دې ګرانه سروریسونه هم په پام کې لري چې لا ډېر امکانات به لري.

ټویټر په خپله تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب