یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: له اوربند سره سره د اختر په ۳ ورځو کې...

دفاع وزارت: له اوربند سره سره د اختر په ۳ ورځو کې ۵۱ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یکشنبه، د ثور ۲۶ مه ) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، که څه هم وسلوالو طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی مشروط اوبند اعلان کړی و؛ خو له اوربند سره سره ۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت تور لګوي چې وسلوالو طالبانو د ژمنې خلاف اوربند مات کړی او د اختر په ورځو کې یې هم په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، د اختر په درېو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت همداراز د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي خبره کوي.

خو د دې ترڅنګ بیا وسله والو طالبانو د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او افغان حکومت یې له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوربند وروسته د هېواد په اتلس ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د جګړو د بیا پیل کېدو راپورونه ورکړل شوې دي.

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښکېلو لورو ترمنځ د جګړې بیا پیلېدل غندلي دي.

د دغه کمیسیون له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، خلکو تمه لرله چې په اختر کې او تر اختر وروسته به د جګړې له مالي، ځاني او معنوي زیانونو خوندي وي، خو داسې و نه شوه او جګړو بیا ځلې ادامه پیدا کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون همدا راز (د یو بل تر څنګ د سوله ییز ژوند) د نړیوالې ورځې په مناسبت هم پر ښکېلو لور غږ کړی دی چې جګړه ودروي او سوله ییز ژوند غوره کړي.

د بشري حقونو کمیسیون په هېواد کې د جګړو دوام او ملکي مرګ ژوبله خواشینوونکې بولي او زیاتوي، ددې جګړو زیان نه یوازې اوسنیو بلکې راتلونکو نسلونو ته هم رسېږي.

عام افغانان هم د اوربند د غځېدو غوښته کوي او وايي چې د جګړې ښکېلې غاړې دې اوږدمهالی او دایمي اوربند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب