یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان د سولې...

چین وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان د سولې پروسې ته زیان اړولی

تاند(یکشنبه، د ثور۲۶) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې پر بیړه اندېښنه وښوده او له ملګروملتو یې وغوښتل چې د افغانستان سوله تضمین کړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي يي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته په ټېلفوني خبرو کې وویل، له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د امریکا بیړې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسې ته نه جبرانېدونکی زیان اړولی دی.

وانګ یي زیاته کړه«موږ باور لرو چې ملګري ملتونه په دې شرایطو کې مناسب رول لوبولی شي.»

د چین د باندنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني ساري شاه محمود قریشي سره د خپلو خبرو په اړه وویل، د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي هیوادونه باید د افغانستان د سولې بهیر ته ځانګړی پام وکړي او پیکینګ له اسلام اباد سره د خپلو ستراتیژیکو خبرواترو د پیاوړتیا ترڅنګ په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره لا فعال رول ادا کوي.

تر دې مخکې د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی هوا چونینګ ویلي و چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو ناببره اعلان د دې سبب شوی چې په افغانستان کې پر له پسې انتحاري بریدونه وشي.

چین او ګڼ نور هیوادونه باور لري چې که طالبان دې باور ته ورسېږي چې امریکا خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي، دا ډله به هیڅکله هم سوله ونه کړي او هڅه به وکړي چې په زور ځان واک ته ورسوي.

د دوی په باور د طالبانو له لوري د استانبول په کنفرانس کې نه ګډون او جګړې ته زور ورکول د امریکا د ولسمشر جو بایډن د هغه اعلان له کبله دي چې د اپریل په ۱۴ یې وکړ او ویې ویل چې ټول پوځیان به د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب