یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېاقتصاداسلامي پرمختیايي بانک

اسلامي پرمختیايي بانک

اسلامي پرمختيايي بانک Islamic Development Bank:

 محمد داوود نیازی ||

اسلامي پرمخيتایي بانک يو مالي سازمان دى، چې اسلامي کنفرانس پورې تړلى دى، اسلامي کنفرانس يو نړیوال سیمه ایز سازمان دى، چې د نړۍ د اسلامي هيوادنو ترمنځ اقتصادي ،فرهنګي،ټولنيزو او علمي اړيکو دنژدي کيدو په موخه جوړ شوی،اسلامي کانفرانس وروسته د عربو د شپږو ورځو جنګ څخه جوړ شو. اسلامي کانفرانس له يويې خوا د اسلامي هيوادونو د تجمع مرکز له بلې خوا د اسلامي هيوادنو د حقوقو ساتنه کوي. د شلمې پيړۍ په نيمایي کې اسلامي کانفرانس په کال 1969 ز کې د 26اسلامي هېوادونو په ګډون د مراکش په مرکز رباط کې جوړ چې اوس مهال 58 غړي لري.لکه څرنګه چې مخکې ذکر کړه اسلامي پرمختيایي بانک د اسلامي کانفرانس پورې تړلی بانک دى ترڅو داسلامي کانفرانس اقتصادي موخې لاسته راوړي. اسلامي پرمختایي بانک اسلامي هيوادونو ته مالي مشورو په موخه په کال 1973ز د سعودي عربستان ښار جده کې تاسيس شو،ولې په کال 1975ز کې يې رسماً د سعودي عربستان ښار( رياض )کې چارې پيل شوې.

د اسلامي پرمختيایي بانک دندې او موخې:

اسلامي پرمختيایي بانک موخې د اسلامي او غړو هيوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ دى چې د شريعت د اصولو پر اساس د توليدي پروژو ورکړه ،فني مرستې،مرستې دبې وزلۍ د کموالي په موخه همدارنګه اسلامي پرمختيایي بانک يو صندوق هغه اسلامي هېوادونو ته چې دبانک غړيتوب نه لري وقف کړی دى. داچې د اسلامي پرمختيایي بانک ټول کارونه د شريعت په اساس صورت نيسي نو بناً سودي معاملات په کې سرته نه رسيږي. اسلامي پرمختيایي بانک يومشر ،د عامل هيئت شورا،اجرايوي مديران او سيمه یز دفترونه لري. اوسمهال د بانک غړي 58 هېوادونه دي چې مرکز يې دسعودي عربستان د جدې په ښار کې دى او نور فرعي دفترونه يې رباط، مراکش،کوالا لمپور ماليزيا،الماتاي او قزاقستان کې شته دي. د بانک مشر د اجراوي شورا له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کيږي. د IDB لومړنۍ پانګه 2ميليارده دينار وه چې د بانک رسمي ژبه عربي ده. داسلامي پرمختيایي بانک پورې تړلي سازمانونه:

• د بيمې اسلامي شرکت،پانګونه او صادراتي اعتبارات
• د خصوصي برخې د پرمختګ لپاره اسلامي شرکت
• د زده کـړو او څـېړنـو اسـلامي مؤسسه
• د وقــــف نـړواله مؤسـسه
• د اسلامي پرمختيایي بانک بنســټيز صندوق

اسلامي پرمختیایي بانک او افغانستان:

افغانستان له لومړي وخت څخه د اسلامي پرمختيايي بانک غړيتوب تر لاسه کړى وو اما د شوروي اتحاد له يرغل سره سم افغانسان د اسلامي پرمختيایي بانک غړيتوب له لاسه ورکړ. ولې په کال 1371ل ل کې يو ځل بيا غړيتوب ترلاسه کړ. دا چې له تاسيس څخه وروسته ډير ژر افغانستان د اسلامي پرمختایي بانک غړيتوب له لاسه ورکړ، نو مرستې يې هم لاسته را نه وړې. د اسلامي پراختیایی بانک هغه مرستې چې اسلامي هيوادنو سره يې کړي په لاندې ډول دي:

• د اردن د پوتاشيم د کمپنۍ تمويل.
• د سمنتم ماراکو د پروژو تمويل.
• د فلسطين د خلکو د پاڅون لپاره10 ميلونه ډالرو مرسته.
• د ترکيې،مصر،اردن،عراق او سوريه لپاره د مشترکې بريښنا ليږد په موخه د 250 ميلونو ډالرو مرسته
• د کامرون د کاغذو د پروژو تمويل.
• د ماليزيا د سمنټ د فابريکې تمويل.
• د ايران د زلزله وهلو سيمو مدارسو ته 10 ميلونه ډالرو مرسته
• د اردن هېواد د غاز او نفتو د فابريکو تمويل.
• د ناجيريا د بريښنا د پروژې تمويل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب