عزیز خان هوتک
په سیمهییزو تحولاتو کې ترانزیت د هېوادونو ترمنځ یو مهم اقتصادي عنصر ګڼل کېږي، خو د افغانستان وروستیو تجربو وښوده چې د ګاونډیو هېوادونو سیاسي پرېکړې نور د افغان بازار ثبات اغېزمنولی نشي. له پاکستان سره د ترانزیت بندېدو، چې تل یې هڅه کړې د افغانستان پر اقتصاد فشار وارد کړي، دا ځل هېڅ جدي اغېز ونه کړ. دلیل یې دا دی چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په کورني تولید، بدیل ټرانزیتي لارو، د سیمې له نورو هېوادونو سره په همکارۍ او د صنعت د پراختیا په برخه کې خپل ظرفیتونه خورا پیاوړي کړي دي.
نن افغانستان یوازې په وارداتو ته تکيه نه کوي. د هېواد دننه د تولیداتو کچه دومره لوړه شوې چې د داخلي اړتیاوو ستره برخه پخپله پوره کوي. اوس مهال افغانستان نږدې ۲۰۰ بېلابېل تولیدي سکټورونه لري، چې ۱۰۰ سکټورونه په بشپړه توګه خودکفا شوي دي او صادرات لري. له درمل جوړونې نیولې تر خوراکي توکو، ساختماني موادو، رنګ سکټور، پلاستیکي محصولاتو، معاصرې صنعتي فابریکې او د کورني صنعت لسګونه برخې دومره پراخې شوې چې د خلکو اړتیاوې یې د کور دننه پوره کوي.
یوازې د درملو په برخه کې، په هېواد کې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدیږي او سربېره پر دې، افغانستان په ۲۵ ډوله شربت او سیروم تولید کې بشپړ خودکفا او صادرات لري. دا هغه شاخصونه دي چې ثابتوي افغانستان نه یوازې د ځان لپاره بسیا کېږي، بلکې کولی شي د سیمې هېوادونو ته هم صادرات ولري. د سیخ ګول، ګاډر، پلاستیک بېلابېلو توکو، سمنټو، اوړو، شیدو، بټیرۍ، لوازمو او لسګونو نورو برخو کې هم داخلی تولید دومره ځواکمن شوی چې د وارداتو اړتیا په پراخه کچه کمه شوې ده.
له بلې خوا افغانستان د منځنۍ اسیا، ایران، چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره بدیلې سوداګریزې لارېرفعاله کړي دي. دا بدیلونه پاکستان ته دا چانس نه ورکوي چې د افغانستان اقتصادي جریان بند کړي. د چابهار بندر، د ترکمنستان له لارې ټرانزیت، د چین – افغانستان مستقیم هوايي دهلېزونه، او د منځنۍ اسیا لارې هغه نوي اقتصادي کانالونه دي چې افغانستان پرې تکیه کړې ده.
اوسني واقعیتونه ثابتوي چې د پاکستان ترانزیتي بندیز نور هغه فشار نه شي رامنځته کولی چې یو وخت یې درلود. برعکس، دا ډول پرېکړې د افغانستان د بازار د ثبات پر وړاندې هېڅ خنډ نه دي پاتې، ځکه افغان صنعت پخپله ولاړ شوی، داخلي تولید پراخ شوی، او ملت د ځان بسیاینې پر لور په عملي ګامونو روان دی.
په پای کې باید وویل شي چې پاکستانۍ رسنۍ دا موضوع په یو لوی بحران بدلوي او هڅه کوي د افغانستان اقتصادي پرمختګ کمزوری او بحران ځپلی وښيي، خو دا یوازې د هغوی پروپاګند او تبلیغاتي هڅې دي، حقیقت نه دی. افغانستان نن د ثبات، صنعت، داخلي تولید او خپلواک اقتصاد پر لور په عملي ډول روان دی.
د یو پیاوړي، صنعتي او اقتصادي افغانستان په هیله