جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+وایي پوښتنې په خپله ځوابونه دي| میاخېل

وایي پوښتنې په خپله ځوابونه دي| میاخېل

شاه‌محمود میاخېل
شل احتمالي پوښتنې
همیشه د مسایلو د حل لپاره باید یو لړ احتمالي پوښتنې مطرح شي، بیا د پوښتنو لپاره احتمالي ځوابونه وویل شي، ورپسې د ځوابونو د عملي کولو لپاره احتمالي تګلاره مطرح شي او اخره کې انسان باید د خپل ځان سره ارزونه وکړي چې معقوله لار کومه یوه ده؟
زه د خپل ځان لپاره د افغانستان د مسایلو په هکله لاندې سوالونه مطرح کوم:
1. ایا داخل او بهر کې اکثره افغانان د موجوده وضعیت نه خوشاله دي که نه؟ که خوشاله دي، علتونه یې څه دي او که خوشاله نه دي، علتونه یې څه دي؟
2. ایا افغانستان مونږ ته مهم دی او که دنیا ته هم لکه زمونږ په شان اهمیت لري؟ که مهم دی، څنګه د دنیا سره د تعامل نه ګټه اخستلې شو او که مهم نه دی، څنګه کولې شو چې د دنیا د شر نه ځانونه وساتو؟
3. ایا د ګاونډیانو سره ښه تعامل مهم دی که دښمني؟ یا ګاونډیانو همیشه د افغانانو سره بد کړي، د حل لار څه ده؟ یعنې ګاونډیانو سره د ښه تعامل لپاره به اصول څه وي او د دوی نه د شر د خلاصیدو لپاره څه پکار دي؟
4. ایا افغانان په خپل ابتکار د افغانستان د مسایلو د حل لپاره لار  پخپله پیدا کولې شي، که د ګاونډیانو او یا نړیوالو مداخلو له لارې د مسایلو د حل لار غواړي؟
5. د مسایلو د حل لپاره، د افغانانو د خپل ابتکار او یا د نورو په ابتکار کې، ګټه او تاوان به څه وي؟
6. که طالبان پاتې کیږي، ګټه او تاوان به یې څه وي او که د جنګ له لارې لرې کیږي، ګټه او تاوان به یې څه وي؟
7. ایا د افغانستان مسایل د جنګ له لارې حل کیږي او که نه؟ که نه حل کیږي، د حل لار څه ده؟
8. ایا د افغانستان د مسایلو حل د ځان د ګټو لپاره غواړو او که هدف دا وي چې ټول افغانان د سولې په فضا کې ژوند، کار، او سیاست وکړي، یا ټولې خواوې غواړي چې م زرما ټوله زما وي؟
9. ایا زما شخصی ګټې به په ملي ګټو کې خوندې وي او که د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې صدقه کړم؟
10. ایا قومي او سیکتاریستي روایتونه ملي روایتونه دي، یا دا روایتونه افغانان نور هم سره ویشي؟
11. د ملي ګټو تعریف به څه دی، او کومو ګټو ته مونږ  ملي ګټې وایو؟
12. ایا شخصي ګټې د ملي گټو سره تړلې شو، که ملي ګټې د شخصي ګټو سره وتړل شي، کوم یو به ښه وي؟
13. ایا طالبان او د طالبانو سیاسي مخالفین په سمه روان دي او که په غلطه؟
14. ایا طالبانو او د طالبانو مخالفینو وکړې شو چې یو ملي روایت په تیرو پنځو کلونو کې ایجاد کړي؟ یا دوړاه خواوې هماغه زاړه روایتونه تقویه کوي چې د جمهوریت د سقوط باعث شو او د طالبانو حاکمیت یې د عدم مشروعیت سوال لاندې راوستې دی؟
15. که حالات همداسې دوام کوي چې مخالفین قومي، ژبني، سمتي او سکتاریستکي روایتونه تقویه کوي او طالبان د م زرما ټوله زما افراطي نظریاتو ته اسلامي رنګ ورکوي، عاقبت به څه وي؟
16. ایا د افغانستان د مسایلو په هکله نندارچي پاتې شو، خپلې برګرې او بربه کیو وخورو، د نورو په طمعه اوسو چې غوړه مړې پیدا کړو او که د سړې روټې او شړومبو سره فعاله اوسو او څه مو چې په وسه کیږي، هغه وکړو؟
17. ایا که زما شخصي ګټه نه وي، دنیا دې په سیند لاهو شي چې افغانان دې پکې هم غرق شي او که ووایو چې نه که هر څه مو وسه کیږي، هلې ځلې وکړو چې د سیلاب د خولې نه تر خپله وسه افغانان بچ کړو؟
18. که افغانان بچ کولې نشو نو باید کینو او هیڅ هلې ځلې هم ونه کړو، یا څه مو چې د وسې وي، هغه د خیر لپاره وکړو نه د شر لپاره؟
19. ایا پراګنده خبرې او فعالیتونه به موثره وي او که انسجام به ښه وي؟
20. د انسجام لپاره څه پکار دی؟ یا پخپله مخکې شو او یا د نورو سره یو ځای کار وکړو؟
هر څوک د خپل فکر، احساس، امکاناتو او تجربو په اساس کولې شي چې پورته او دې ته ورته پوښتنو په ځواب کې یوه معقوله لار ځانته وټاکي. هر انسان د خپلې وسې په چوکاټ کې مسوولیت لري چې ارامه کینني او خپل مسوولیت ادا کړي.
کله چې یو څوک نندارچي نه وي، احساس د مسوولیت کوي، حرکت کوي، په ژبه، قلم او لاسونو څه کولې شي، داسې کسان بیا د نورو د ټاپو، بهتان او غپا نه هم ویره نه لري او بیا د هغه کسانو د مرده باد او زنده باد هم پروا نه لري چې پچه اړولې نشي او ځانونو نه یې د ټولنیزو رسنیو شنه پړانګان جوړ کړیدي. شنه پړانګان شنه نه وي خو ځانونه ورته شنه ښکاري.

3 COMMENTS

  1. هو، پوښتنی ښې دی چي مطرح شی ،خصوصا چي حکام یی واوری او ګوش شنوا ولری او مقصد د ټولو ترمیم او اصلاح د تقرب الی الله لپاره وی خو مع الاسف زموږ حکام ګوش شنوا نلری ؛په علمی ،تربیتی یا په وطنی ژبه ووایو د سړیتوب درجه یی کافی نده ، اهل ددی مقام ندی ، د اهلیت فرض یی قصدا ترک کړی ؛نو کله چي اهلیت نه وی او معیار انډیوالی پوری منحصر وی نو ۱٪ د ملت هم په انډیوالۍ کی نه ځائیږی . موږ چي د ظاهر شاه نه تر ننه کوم حکومتونه لیدلی ،موثر مفسدین یا ام الفساد هیڅ وخت تر لسګونو نه اوړی ،که موږ منحیث ملت په لوړو کرسیو کی ۵۰ تنه با ایمانه ، اهل او خادم حاکمان ولرو چی له جاهلی تعصباتو او چټلیو پاک وی او ځان خدای ج او مخلوق ته مسئول وګڼی او حسابده وی، هیڅکله فاسد او فساد ادارو کی رشد نشی کولی او چانس به یی هم صفر ته نژدی وی .
    همدا اوس د ملت راټولولو سلوک او خدمات نلرو، کرسۍ ټولې طالب په نامه اشغال شوی ،معیار طالبی موډ او غاړې دی ، نه ملت پیژنی او نه امت او نه د خدمت ظرفیت لری .
    موږ منحیث مسلمان حق او باطل نباید ګډ کړو او له هر تخصص سره باید حکام د بما انزل الله سره سم حکم وکړی ؛ ورنه نتیجه به ظلم ،فسق او ترویج د جهالت وی او اسلام او مسلمانی شرمول او عملا ناکام.
    حضرت محمد ص د امت جوړولو لپاره مبعوث شوی وو نه دیو قریشی یا عربی ګوند د جوړولو لپاره یعنی اسلام جهانی دین او نړیوال
    اهداف لری او هغه قومی ندی ،اوس داسی خلک د اسلامی نظام مدعی دی چي اسلام شناسی سره ټکر لری او دا مزاج او طبیعت د اسلام ندی بلکی د اسلام او انسانیت سره جفا ده او نه یی ملت منی او نه امت .
    د اسلام اهداف په وړو ډلو او خود خوانده امیرانو او ملکانو یا کودتایی ملیشو هیڅکله هم نشی تر سره کیدای ،حتی په منل شوو مذاهبو هم نباید مسلمانان سره بیل شی ؛ایجاد ددی ظرفیت د امرا او علماوو کار دی کوم چي نن ورځ خپل مسئولیت یی هیر کړی او امت بی خادم او لګد مال دی نو باید ووایو :

    رضیت بالله ربا و بالاسلام دینا و بمحمد رسولا و نبیا .

  2. شل خوًزیاتې دی یوه پوښتنه هم کفایت کوی هغه دا چې علت او معلول ،دحق او باطل ، دکوږ اوسم، دښه او بد ، رښتیا او دروغ، داهل اونا اهل، د بقا اوفناه او نور دا دهرې قضیې لپاره اصلی Domain جوړوی.اختیار دانسان په لاس کې دی چې مثبت لوری انتخابوی اوًکه منفی!
    یا دریاضی په حساب دصفر او یوه عدد هغه سلسله ده چې ټول کمپیونر ورباندې استوار دی او د Data Science لوری ته یې راکاږی.
    علت او معلول هغه صورت او مخرج دی چې هر بحث ور باندی ولاړ دی. ولې باور ولره چې کوږ بار تر مزله نه رسیږی

  3. په پورته لیکنه کی د ” غپا ” د کلمی کارَول یو ډول فکری بغاوت او ځان غوښتنه او سلیقوی دیکتاتوری شمیرل کیږی.
    امّا
    په عمومی توګه ځینی پوښتنی ترخی وی خو ځوابونه ئی خواږه وی او ځینی پوښتنی خوږی وی خو ځوابونه ئی ترخه وی البته پوښتنه یا پوښتنی یوه مسئله ده او د ایډه آلی او ارمانی هیلی او غوښتنو او پیشنهادونو مطرح کول بله مسئله ده.
    بله خبره دا ده چی زموږ د ټولو یا اکثرو سیاسی – اجتماعی باحثونو په بحث او تحلیل کی زموږ د هیواد د وضعیت د څرنګوالی په هکله د ” انګریزانو ” د مستقیم او متداوم رول د واقعیت څخه عبور شوی او سترګی پری پټی شوی دی چی دا به د هر سیاسی تحلیل د ارزښت کچه د کواړی د زړو کمیسانو ارزښت غوندی ټیټ وساتی.
    دا چی زه د خپل ابائی مذهب ” تسنن ” څخه بیزاره او فراری یم علت ئی دا دی چی د تسنن علماوو او مفسرینو او محدثینو او مۇرخینو د ښکاره حقیقتونو څخه انکار کړی دی او د عینی واقعیتونو پر تابلو باندی ئی د ” زخرف ” عباء او قباء غوړَوَلی او ځان او عالَم ئی غولوَلی دی. دا عرض می ځکه وړاندی کړ چی تر څو مو د خپل وطن او خلګو په وړاندی د غرب خصوصا امریکی او انګریز د لسیزو لسیزو جفاګانو او دسیسو د کاتلوګ پاڼی پرانستی او لوستی او تشریح کړی او بیان کړی نه وی نو تحلیلونه به مو په عمومی حمام کی د فلانی مشهور سندرغاړی سندریز تقلید ته ورته وی ( فقط خپله به خوند تری اخلو او بس).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب