Homeخبرونهیوناما: پاکستان دې د ملکي وګړو خوندیتوب نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي

یوناما: پاکستان دې د ملکي وګړو خوندیتوب نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر افغانستان د پاکستان د یرغل غبرګون کې ویلي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب نړیوالو قوانینو ته باید درناوی وشي.

یوناما د پاکستان د وړمې شپې د بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمېر ۱۶ تنه ښودلی، خو د طالبانو چارواکي وايي، چې شمېر یې ۱۴ تنه دی.

یوناما ویلي، چې د قربانیانو زیات شمېر یې ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانستان پر هوايي حریم د تېري او دلته د ملکي وګړو د وژلو له عمل انکاري شوی دی او ویلي يې دي چې دا بریدونه دوی نه دي کړي.

طالبانو بیا دا د پاکستان د پوځ جنایت بللی.

ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...