جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد عامې روغتیا وزارت یو پلاوی ترکیې ته په رسمي سفر ولاړ

د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی ترکیې ته په رسمي سفر ولاړ

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دې وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني له لوړ رتبه پلاوي سره ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی.

د یاد وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل لیکلي چې له دې سفر موخه د روغتیا په برخه کې د نویو تجاربو ترلاسه کول، د ترکیې هیواد له ځینې روغتیایي او علمي مراکزو لیدنه، د ترکیې هیواد له روغتیایي او دولتي مسؤولینو سره لیدنه ده.

سرچینې لیکلي چې طالب پلاوی به ترکیه کې د اړیکو او همکاریو جوړولو او پراختیا لپاره هم کتنې او بحثونه وکړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت پلاوي دا سفر داسې مهال کېږي چې پرون سه شنبه د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي هم ترکیې ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې وه چې نورالدین عزیزي به هلته د اقتصادي همکارۍ سازمان ایکو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب