جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏تېره یوه میاشت کابو ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې

‏تېره یوه میاشت کابو ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په تېره لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې، له یادې ډلې ۱۴۲۶ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۳۴۲ تنه نور له هېواد وتلي.

سرچېنې زیاته کړې، چې له پورتنیو ارقامو ۱۶۴ تنه د افغانستان له لرغونو او تاریخي سیمو لیدنه کړې او پاتې نور د کار په موخه راغلي.

معلوماتو کې راغلي، چې یاد کسان د ځمکنیو بندرونو او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

افغانستان ته په دې وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی چې، یو شمېر لامل افغانستان کې خوندي فضا او امنیت یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...