Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏هرات ولایت څخه روسیې، ازبکستان او تاجکستان ته د ګازو د ټانکرو...

‏هرات ولایت څخه روسیې، ازبکستان او تاجکستان ته د ګازو د ټانکرو صادرات پیل شول

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ولایت نه روسیې، ازبکستان او قزاقستان ته د ګازو ټانکرو صادرات پیل شول.

خبرپاڼې د هرات د ګازو ټانکرو د تولیدوونکي شرکت مسؤلینو له قوله لیکلي چې، د دوی تولیدات روسیې، ازبکستان او قزاقستان ته صادریږي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۴ د ګازو ستر ټانکرې روسیې او ازبکستان ته صادر شوي او د صادراتو بهیر لا هم دوام لري.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د هرات سیمه‌ییزه اداره د صنعت‌کارانو اصلي ملاتړې په توګه، د تولیدي صنعتونو د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه لري.

سرچینه زیاتوي چې دوی هڅه کوي د فابریکو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...