جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: سږ کال له کندهاره نېږدې ۳۰ زره ټنه انځر صادر شوي

مسوولان: سږ کال له کندهاره نېږدې ۳۰ زره ټنه انځر صادر شوي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د طالبانو د حکومت د ‏کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له کندهاره د خپل ریاست په حواله خبر ورکړی، چې سږ کال له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۲۹ زره ۷۸۴ ټنه انځر صادر شوي.

سرچېنې لیکلي، دا کچه د تېرکال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

سرچینه زیاتوي چې د دغو صادراتو زياته برخه متحده عربي امارتو، هند، انگلستان پاکستان، چین، کاناډا، نیپال، المان او سعودي عربستان ته ليږل شوي دي.

تېر کال له کندهاره ۱۳ زره ۲۰۶ تنه انځر بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي وه، چي روان کال ۱۶ زره ۵۷۸ ټنه د هغې په کچه زیات دي.

د مالوماتو له مخې د افغانستان انځر چې لوړ کیفیت او ښه خوند لري په دې وروستیو کې یې د نړۍ بازارونو کې د خلکو پام خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب