جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان په بندرونو او لارو کې د افغانستان له ۶ تر...

د پاکستان په بندرونو او لارو کې د افغانستان له ۶ تر ۶.۵ میلیاردو ډالرو واردات بند پاتې دي

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغان سوداګرو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګري مالونه په پاکستان کې بند پاته دي.

د دې خونو د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي رسنیو ته وویل چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د بند پاته مالونو ارزښت له ۶ تر ۶.۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي. د ده په وینا دا مالونه د پاکستان په بندرونو او سرحدي لارو کې بند پاتې دي، ځکه چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې لارې لا هم تړلې دي.

خان جان الکوزی زیاته کړه، له ۱۱ زرو او ۵۰۰ زیات کانتینرونه چې د افغانستان سوداګریز توکي پکې بار دي او له پاکستان څخه په ترانزیټ تېرېدل، له ۴۷ ورځو راهیسې د کراچۍ په بندر او د تورخم او سپین بولدک په لویو دروازو کې ولاړ دي.

الکوزی وویل:
«دا توکي خرابېږي، د شیلف موده یې پای ته رسېږي. د افغانستان او پاکستان سوداګر هره ورځ نژدې دوه میلیون ډالره زیان ویني.»

د خونې د معلوماتو له مخې، د لارو د تړل کېدو او اوږدو ځنډونو له امله سوداګرو په دواړو غاړو کې تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره جریمې او مالي تاوانونه ګاللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب