جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ولسمشر طیب اردوغان له پاکستانه ناراضه ښکاري

ولسمشر طیب اردوغان له پاکستانه ناراضه ښکاري

شننه: علي خان
په ترکيه کي د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوهم پړاو بې نتيجې خبرو نه دوه ورځې وروسته په اذربائيجان مرکز باکو کي ښاغلی اردوغان د پاکستان له شهباز شريف سره په لېدنه کي هغه ته وويل چې غواړې راتلونکې اونۍ پاکستان ته يو لوړ رتبه او پياوړی هيئت د ترکيي د بهرنيو چارو د وزير ښاغلي هاکان فايدان په مشرۍ ولېږی، چې د دفاع وزير او د ملی امنيت (ايم ای ټي) مشر ابراهیم کلين به يې برخه وي، له شريف نه يې وغوښتل چې له افغانستان سره د تفاهم او روغې جوړې لپاره جدي و اوسې.
راتلونکې اونۍ د ترکيي هيئت سفر پاکستان ته وځنډېد او بيا د سفر په هکله د پاکستان له لورې پوره چوپتيا خوره شوه، په رسنيو او ميډيا کي ګڼ شمير پوښتنې را ولاړې کړې چې اخر ولي دا ډول د يومهم او دوست هيواد د لوړ پوړی هيئت سفر ونه شو، کوم چې دواړه خواوې لا له مخکې پرې رضامندې ښودلې وه.
د موثقو منابعو په قول اردوغان غوښتل د هيئت راتګ پاکستان ته به له ګاونډی هيواد افغانستان سره د خبرو پايله د دواړو لورو تر منځ په عملی توافق ختمېږي، او پاکستان ته يې يادونه کړې وه چې پرته له جدي امادګې او توافق نه د ترکيي هيئت پاکستان ته د تلو ليوالتيا نلرې ، چې هلته ولاړ شي او پرته له کومې نتيجې بېرته راستانه شي.
ويل کېږي چې پاکستان جدي تفاهم او سولې ته له ترکيی سره په خپله ژمنه کي پاتي راغی او يو ځل بيا يې د پخواني عادت له مخې د پړې ګوته افغانستان ته ونيوله، په بهرنيو هيوادو کي د پاکستان ازادو رسنيو او خبريالانو د ترکي هيئت د نه راتګ پړه پر پاکستاني مقاماتو ور واچوله او هغوئ يې متهم کړل چې له افغانستان سره د روانې کشالې په اړه د خپلو اوږو بار په افغانستان ور تپی.
د ترکيي د ولسمشر ناراضه کېدل د اسلامي نړۍ ولسمشرانو ناراضي کېدلو ته ورته ونه ګڼل شي، اردوغان په نړۍ کي يو له هغو مشرانو څخه دی چې دوست او دښمن يې دواړه درناوی کوي، په منطقه کي له اقتصادې، تجارتي او نظامي پلوه دروند وزن لرې، د نړۍ اکثره هيوادونه ترکي وسلې استعمالوي، د ډرون طيارو په جوړښت او تجارت کي دريم مقام لرې، خپلې نوې جنګې طيارې حرجيت، کان،، ټانګونه، هلي کاپټرې، بحرې بېړۍ، سوپر سونيک ميزايل او اوبتلونه جوړوي، تېر کال کي يې ۷،۱۷ بليون ډالره وسلې پلورلې دې، د ۲۰۲۵ کال فيصدې به يې نوره لوړه شي، ترکيې پر پاکستان ډول ډول وسلې پلورلې دي، مثلا” پرمخ تللې ډرون ټايب: بېکار ټي بې ټو، انکا، اکينسي، همدارنګه کيمنکاز کروز ميزايل، کور ويټ جنګې بېړۍ، د ټانک ضد وسلې، هلي کاپټرې، ترکيه د پاکستان اف- ۱۶ جنګې طيارو ترميم او پرزې مهيا کوي، او د ا ډول د پاکستاني پيلوټانو تربيه هم د دوئ له غاړې ده.
 د اردوغان ناراضه کېدل به پاکستان ته بدې پايلې ولرې، دا هم د يادونې وړ بولم چې ترکي چارواکې په عامه توګه اوبيا اردوغان په خاصه توګه د پاکستان لخوا د افغانستان پر حريم بار بار تجاوز ته دشک په سترګو ګورې، ګومان کوې چې په دې سناريو کي د اسراييلو اهداف، د امريکا او عربي متحده اماراتو لمسونه له نظره نه شي غورځولای، ځکه چې اسراييل غواړې په اسلامي هيوادونو کي ستونزې را ولاړې کړې له يوې خوا هغوئ تضعيف کړې، په مذهبي او قومي لانجو کي يې ښکيل کړي، او له بلې خوا يې په غزه کي د خپلو جنايتونو په وړاندې د نړۍ والو توجه بل لور ته وګرزوي، متاسفانه د پاکستان چارواکي د خپلو شخصي ګټو لپاره دا ډول سپکتوب او غلامې ته په ډېراخلاص او سپين سترګی سره ملا تړلې ده.
د قدرمنو لوستونکو توجه دې ته هم را اړوم چې ترکان له انګلیسانو سره تاريخي دښمني لرې، انګلیسان ول چې د ترکيي ځمکې یې ووېښلې، هغوئ پوهېږی چې انګلیسانو ولی او څنګه ملتونه تقسیم کړل، ما د ابراهیم کارا ګل نومي نامتو ژورنالیست چې د حکومت پلوه اخبار yani safak مسول مدیر ؤ او دا مهال پر سياسي چارو کالم ليکونکی دی او په ټولو سفرونو کي له رجب طیب اردوګان سره ملګری وي، څو کاله وړاندې په ډیورند لاين باندې یوه ليکنه کړې وه چې ډېره دلچسپه وه او په هغې کي یې انګلیس ملامت بللی ؤ، دایې هم ویلې و چې افغانان یې نه منې، بله نکته دا ده چې په افغانستان کي ترک تبار قوميتونه ژوند لرې ترکان تر ډېره حده له هم قومه ترکانو سره مرستي ته دلچسپي لرې، د سوریی او عراق له ترکانو یې کلک ملاتړ او دفاع وکړه په هغو شرايطو کي چې د امریکا تر یرغل لاندې ؤ، د هغوئ ګتې یې محفوظې کړې،
افغان چارواکو ته په کار ده چې د ښې پوهې او ځیرک سیاست له مخې له ترکانو سره ښه تعامل وساتې، افغان حکومت ته په کار ده چې د ترکانو سره د خبرو په مهال ترک تبار کسان په خپلو هيئتونو کی شامل کړې ( په ټوله کي اسلام او وطن ته ژمنو افغانانو ته غېږه خلاصه کړي او وطن ته د خدمت په پار يې د حکومت برخه کړي)، په اسلامی هیوادونو کی یوازې ترکیه ده چې خپل جوړکړي پنځم جنرېشن “ستیل ډوم” هوایې ډيفنس سیستم لري، حتی تر اسراییلی او امريکائې سيستم غښتلی.
همدارنګه د پياوړې ټکنالوژي او د نيټو دوهم زورور فوځ لرې ، د ترکانو په مرسته، . اذربائجان د خپلې خاورې ٣٠ فيصده له لاسه ورکړې خاوره له دیرشو کلونو وروسته د ترکانو په مرسته له ارمنیانو څخه په زور ونیوله، صومالیا او لیبيا یې له سقوط نه وژغورل، قطر یې د سعودي، عربی اماراتو ،مصر او بحرین نه وژغورو، بورکینا فاسو ، مالي او نایجریا هیوادونه د ترکانو ډرونز او وسلې کاروې چې د فرانس پلوو وسله والومخالفينو مخه یې ډب کړې ده، د ايتيو پيا ( حبشي) سره د وسلو مرسته او بلواګرو مخالفينو شکست، د سوډان سره د ډرون طیارو مرسته او د جنګي توازون بدلون چې د عربي اماراتو پلوو ملېشو پرمختګ يې ډب کړ، کېدای شي د افغانستان چارواکي له ترکانو سره د ښو او حسنه روابطو په ټینګولو سره د خپل حریم ساتلو لپاره له هغوئ څخه پياوړی هوایې ضد ډيفنس سیستم وپېرې، او هم له ترکي څخه نوې حرجیت ( Hurjet) په نوې تکنالوژي سمبال چتکې جنګې الوتکې تر لاسه کړې، کومې چې هسپانیا یې د ٣.١٢ بلیون ډالرو په بېه د ٤٥ الوتکو اخیستلو تړون لاسلیک کړی دئ.
اردوغان په نړۍ والو ستونزو کي مهم رول لوبولی دی د غزي په اوربند کي د امريکا او حماس تر منځ يې کلېدي رول درلود چې خپله ټرمپ وستايه، د روسي ولسمشر پوتين سره يې د سوريي په غمېزه کي د اوربند او خوندي زون حلب ښار او سيمې د اسد مخالفينو په کنټرول کي وساتلې، د روسي او يوکراين تر منځ منځګړتوب، او بار بار د دواړو خواوو تر منځ په ترکیه کي خبرې او د بنديانو خوشي کېدل شامل وو.
که چېري پاکستاني چارواکي د ترکي د سپارښتنو په وړاندي له خپل روان سياسي لجاجت نه شاتګ ونه کړې نو بې له شکه، پايلې به يې دوئ ته په سياسي او نظامي لحاظ نه جبرانېدونکې وی.
درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب