یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزتاریختاريخ او افسانه | لیکوال: ډاکتر مبارک علي

تاريخ او افسانه | لیکوال: ډاکتر مبارک علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

  كلاسيك مورخان خپله ټوله انرژي د جګړې او د هغې له پيله تر پايه پېښو په تفصيلي بيان لګوي. خو د جګړو حالات ممكن له بېلو بېلو زاويو وڅېړل شي. نظامي ماهران او جنرالان بې له دې  چې د جګړې تباهيو ته اهميت وركړي، ډېر پام د جګړې د تاكتيكونو او ستراتيژي څېړلو ته كوي خو د تاريخ خپل ماهران د جګړې په علتونو او نتايجو ډېر غږيږي.

  معمولا د فاتحانو د كړو وړو په وړاندې كولو كې مبالغه كېږي او د اتلانو په څېر انځورېږي. د جګړې په ډګر كې برى ملي احساسات پاروي. دغه برى په شور وشوق لمانځل كېږي او كله نا كله خو د بري نېټې ان ملي ورځې شي او جشن يې جوړېږي.

  تاريخ چې د غالبانو له ليده وليكل شي د مغلوبانو ليد وركې له پامه وغورځي. په دغسې ليكنو كې د تېري او مداخلې د عادلانه ښودلو هڅه روانه وي او افتخار ورباندې كېږي. هر وخت چې په يوه ملك تېرى شوى دى، د تېري لپاره اخلاقي علتونه تراشل شوي دي. معمولا ويل شوي چې د مداخلې په بركت ولسونه د پرځېدليو واكمنو له ظلمه ژغورل  شوي او  له اناركي او ګډوډي راوتلي دي.

   د بابر د يرغل د عادلانه ښودلو لپاره  مغولو مورخانو ليكلي دي چې هغه وخت په هندوستان كې ګډوډي وه؛ وړې، وړې باچهۍ وې چې په خپلو كې سره جنګېدلې او هيواد په اجتماعي او اقتصادي بحران كې لاهو و. مغولو په هند كې اناركي ختمه كړه او سياسي ټېكاو يې راوست.

   كله چې انګرېزانو د ايسټ انډيا كمپنۍ په ذريعه په هند كې سياسي واك تر لاسه كړ ، ادعا یې وکړه چې د مغولو د امپراطوري د زوال په نتيجه كې اداره فاسده شوې وه اوپه ملك كې ګډوډي و ناامني وه، پرنګيانو ناسمه اداره ختمه كړه ،(انګرېزي سوله) يې راوسته.

په دغو دواړو مثالونو كې د غالبانو ليدلورى بيان شوى خو د مغلوبانو ليدلورى هېر شوى دى. حقيقت دا دى چې هندي ټولنه نه د بابر تر يرغل دمخه او نه د انګرېزانو د مداخلې په درشل كې له بحران سره مخ وه. د مغولو او انګرېزانو د وخت مورخانو ځكه د هند منفي انځور وړاندې كړى دى چې يرغل او غلبې ته پلمې جوړې شي.

  د هند د ټولو سيمو او صوبو په نيولو كې د انګرېزانو د مداخلې او غلبې لپاره د توجيه پاليسي همدا یو ډول وه. كله چې انګرېزانو په ۱۸۴۳ كې سند ونيو  او په ۱۸۴۹ كې يې پنجاب لاندې كړ، د دغو سيمو د سياسي بحران او اداري كمزورۍ په اړه يې دومره  په قوت خبرې وكړې چې خلكو رشتيا وبللې. خلکو د تېريګرو نظر ومانه او ان تر ننه پورې په هند باندې د انګرېز حكومت د خداى رحمت ګڼل كېږي.

  خو همېشه داسې نه وي چې مغلوبان د غالبانو ليدلورى ومني. داسې هم شوي دي چې مغلوبانو خپله ماته نه ده منلې، هغه يې د دسيسې او خيانت نتيجه بللې او د لاسه وتلي وياړ د ستنولو لپاره يې مبارزې ته ادامه وركړې ده.

  په دولسمه ميلادي پېړۍ كې شهاب الدین غوري څو ځله په هند حمله وكړه. د هغه لويه جګړه په ۱۱۹۱ كال كې د تاراين په ميدان كې له پريتويراج سره وه چې ماته يې وكړه او د اجل له غشي په تصادف كې بچ شو. له دې پېښې  كال وروسته د تاراين په دويمه جګړه كې شهاب الدین غوري خپل بدل واخيست . پريتويراج مات شو او ووژل شو  خو راجپوتو ماته ونه منله .

        د پريتويراج راسا په نوم كتاب كې چې د دې جګړې بيان راغلى، تاريخ تحريف شوى دى.

   د ځينو مورخانو په قول دا تاريخ هغه وخت و ليكل شو چې پريتويراج ژوندى و خو ځينې نور ادعا كوي چې څو سوه كاله وروسته په اوولسمه پېړۍ كې ليكل شوى دى. دغه كتاب د پريتويراج ماته نه مني او بلكې وايي چې راجا له ماتې وروسته شهاب الدین غوري ته بندي  راوستل شو. د راجا چې سترګې تړل شوې وې ، ورنه وغوښتل شول چې يوه نخښه وولي خو ده شهاب الدین غوري وويشت ، هغه يې وواژه او بيا يې ځان وواژه. دا كيسه چې له راجا يې اتل جوړ كړى دى او د پريتويراج راسا خورا مهمه برخه ده، په راجپوت قبايلو كې ډېره مشهوره شوه.

  د تاراين د ميدان ماته د کتاب په پاڼو كې په بري واوښته. دا مثال راښيي چې كله د تاريخ او افسانې تر منځ ټكر واقع كېږي نو افسانه چې روایت یې احساساتی وي، له تاريخه ميدان وړي.

   په ۱۳۸۱ كې عثمانیانو صرب امير لالازار ته ماته وركړه خو صربانو  د يوې جوړې كړې افسانې په ذريعه چې په صربو كې خورا مشهوره شوه، ماته  په بري واړوله. افسانه وايي چې د جګړې تر پيلېدو دمخه امير ته فرښته راغله، پوښتنه يې ورنه وكړه چې ايا په جګړه كې برى غواړي چې په فاني دنيا حكومت وكړي او كه غواړي چې شهيد شي او خپل قام ته جنت وګټي. لالازار د قام د خير په خاطر شهادت غوره كړ. په دې ډول وينو چې د جګړې په ميدان كې ماته د صربو لپاره په معنوي فتحې بدله شوه. لالازار د خپلې قربانۍ له بركته د كليسا په بزرګانو او مقدسينو كې حساب شو.

 د تاريخ او افسانې په روايت كې دومره فرق دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب