شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهژوند/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

ژوند/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

ټک ټک ټک…

د لکړې غږ شو.

د بس تمځاى پر زړې څوکۍ يې لاس کېښود، راتاو شوه، بېرته يې لاس ليرې کړ، سپينه کڅوړه يې لاس کې وه، له کڅوړې يې کوم څه را ووېستل، په څوکۍ يې هوار کړل, پرې کيناستله, لکړه يې خوا کې ودروله.

ساعت ته يې وکتل، د څاښت شل کم يوولس بجې وې.

د ساعت په لاس د مېنځوۍ ګوتې ګوتمۍ ته يې پام شو, يو څو شېبې يې ښه وروکتل, د ښي لاس په بټه ګوته يې موښله.

بيا يې کڅوړې ته لاس کړ, د اوبو بوتل يې را ووېست, تږې شوې وه.

اوبه يې پر سر واړولې, ورستى غورپ يې و چې وټوخېده, غلې شوه…

له ځان سره يې وويل:

چا به ياده کړې يم؟

بيا يوه شېبه چورتي شوه…

ويې ویل:

ته وا! څوک به مې ياده کړي؟

بوتل يې بېرته کېښود، کڅوړې کې يې بيا څه لټول خو پيدا نه شول.

د کورتۍ جېب ته يې لاس کړ, عينکې يې را ووېستې.

د عينکو له ايستلو سره يې د ياداښت کتابچه له جېبه راولوېده.

عينکې يې په سترګو کړې, د کتابچې پاڼې يې په کراره اړولې.

کتابچه کې يې د ټليفون شمېرې او ځينې ياداښتونه له سترګو تېر راتېر کړل.

او ورسره يې پر بڼو د اوښکې ودرېدې.

ساعت ته يې نمجنې سترګې ورواړولې, د غرمې پاو باندې دولس بجې شوې وې.

پر سړک موټرونه تېرېدل، راتېرېدل…

پاى

1 COMMENT

  1. داکیسه موده مخکې په تاند کې نشر شوې وه،
    د محترم اجمل پسرلي په نامه، اوس بیا د بل چا شوله؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب