جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهتر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰...

تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي

تاند(سې شنبه، د عقرب ۲۷) د امریکا دفاع وزارت اټکل کوي چې روانه اوونۍ به د ولسمشر ټرمپ له لوري ورته امر وشي چې د جنورۍ تر میاشتې پورې په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو شمېر نیمايي ته راکم کړي.

دا خبره سي این این د امریکايي چارواکو په قول په یوه راپور کې وکړه.

په راپور کې ویل شوي چې پینتاګون له مخکې لا په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته امر کړی چې ۲۵۰۰ ته د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو لپاره پلان جوړ کړي.

په عراق کې هم امریکايي پوځیانو ته ویل شوي چې ۲۵۰۰ ته د خپلو ځواکونو د شمېر د کمولو لپاره ترتیبات ونیسي.

ټرمپ د اکتوبر په اوومه په یوه ټویټ کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ خو وروسته د پنتاګون چارواکو ورسره مخالفت وکړ او دا کار یې په دومره لنډ وخت کې ناشونی وباله.

ویل کېږي چې د ټرمپ له لوري د مخکیني دفاع وزیر مارک ایسپر د ګوښه کېدا یو دلیل له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر سر اختلاف و. ټرمپ غوښتل چې له دې قضیې په انتخاباتي کمپاین کې ګټه واخلي خو ایسپر د ده دا هدف پوره نه کړ.

د ناټو چارواکي هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو په وړاندې اندېښنه ښيي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

په همدې حال کې نوی منتخب ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو له وتلو سره مخالف دی خو هغه هم دا مني چې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم شي او له شاوخوا ۲۵۰۰ ډېر نه وي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټول امریکايي پوځیان باید تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي خو ګومان نه کېږي چې امریکا دې ټول پوځیان وباسي.

1 COMMENT

  1. په راتلونکو څو ورځو کې به د قطر خبرې چې د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ روانې دي، کابل ته را انتقال شي. که دا خبر رښتیا شي دا به ښې پایلې ولري. همداشان د امریکایي پوځونو ټولې جنګي ډلې په پنځلسم د نوامبر د افغانستان څځه ووتلې. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب