جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهنامتو ژورنالیسته سپوږمۍ میوندې وفات شوه

نامتو ژورنالیسته سپوږمۍ میوندې وفات شوه

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۶)  نامتو ویانده او ژورنالیسته او د امریکا ږغ اشنا راډیو پخوانۍ رييسه سپوږمۍ میوندي د ورپېښې ناروغۍ له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې وفات شوه.

تراوسه پورې د اغلې میوندي د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویل شوي او سره له دې چې د شنبې په سهار شاوخوا ۴ بجې یې د امریکا په مریلنډ کې سا پرې کړې، د هغې د مړینې خبر نن خپور شو.

سپوږمۍ میوندې، چې یوه خورا مسلطه او خوږژبې ویانده وه، دېرش کاله په امریکا ږغ اشنا راډیو کې کار کړی. دې د ۱۹۸۲ م کال له جولای څخه په امریکا ږغ کې کار پیل کړ. دا هغه وخت و چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل کړی و او افغانستان د امریکا لپاره اهمیت موندلی و.

اغلې میوندي نه یوازې دا چې یوه لسیزه د امریکا ږغ د پښتو څانګې مشري کړې بلکې د ډېرو کلونو په مخه د امریکا ږغ د جنوبي او منځنۍ اسیا د ټولو ژبو د راډیوګانو ریاست یې کړی دی.

دا لومړنۍ ښځه وه چې د طالبانو له پخواني مشر او بنسټګر ملا محمد عمر اخوند سره یې مرکه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب