جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+د مودرنا واکسین نژدې ۹۵ بریاللی دی

د مودرنا واکسین نژدې ۹۵ بریاللی دی

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۷) د امریکا د بیوټکنالوژۍ شرکت مودرنا وايي چې د کورونا واکسین پر ضد د دغه درمل جوړوونکي شرکت واکسین په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ اغېزمن دی.

مودرنا یو له لومړنیو شرکتونو څخه دی چې د کورونا پر ضد یې واکسین پر یو شمېر خلکو وازمایه او نتیجې یې ډېرې هیله بخښونکې وې.

دې کمپنۍ خپل واکسین په څو پړاوونو کې ازمویلی او اوس یې نهايي نتیجه اعلان کړه.

مخکې لا ویل کېدل چې ممکن د مودرنا واکسین د فایزر او بیون تک کمپنیو د واکسین په شان بریالی وي.

که څه هم مودرنا هم د فایزر په شان درې پړاوه خپل واکسین پر خلکو ازمویلی خو فایزر کمپنۍ وتوانېده چې د ټیسټ پایلې ژر اعلان کړي.

د واکسین جوړولو کمپنۍ وايي چې هر واکسین باید له ازمېښته وروسته ډېر وڅېړل شي او دا څرګنده شي چې واکسین انسان ته څه جانبي عوارض لري.

د جولای په میاشت کې مودرنا شرکت خپل واکسین پر ۳۰ زره تنو وازمایه.

په جولای کې د مودرنا کمپنۍ د واکسین په اړه ویل شوي چې د دې ترڅنګ چې ۴۵ تنو ته یې د کورونا وایرس په وړاندې معافیت یا مقاومت بخښلی جانبي عوارض یا سایډ افیکټ یې خورا کم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...