جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت له زېمنس کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

افغان حکومت له زېمنس کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۶) د افغانستان حکومت د جرمني له زېمنس انرژۍ کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې رغلي چې دا هوکړه لیک د ولسمشر غني په حضور کې د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت او زیمنس کمپنۍ ترمنځ نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک عمده موخې د جیو ستراتیژیک او د انرژي د ټرانزیټ د بستر په توګه نویو عایداتي منابعو ته د افغانستان لاسرسی، د داخلي انرژي منابعو او د هیواد صنعتي کولو کې د افغانانو بشري ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل او په افغانستان کې د انرژۍ د نوي، عصري، چټک، پایدار او ګټور سیستم ایجاد دی چې په خبرپاڼه کې یې ذکر شوی دی.

چارواکي وايي، اوسمهال په افغانستان کې ۲۸سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی چې په ۲۰۳۲ کال کې به دا سلنه ۶۵ ته لوړه شي.

د زیمنس کمپنۍ عمومي رئیس کریسټن بروک وايي، په راتلونکي کې به په دې برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري جاري ساتي او په تجدید وړ انرژۍ سنبال او سیمې ته د انرژي د لېږد په مرکز بدلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب