جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقریشي: ثبوت لرو، هند د ترهګرو روزنیز کمپونه جوړ کړي

قریشي: ثبوت لرو، هند د ترهګرو روزنیز کمپونه جوړ کړي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۲۶) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا پر هند د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی دی.

قریشي ویلي، هند د ترهګرو لپاره روزنیز کمپونه جوړ کړي او هڅه کوي په پاکستان کې ګډوډۍ رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې، چې دوی ټول لیکلي او غږیز ثبوتونه نړۍ ته وړاندې کړي دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې ده چې په دې اړه اړین اقدامات وکړي.

هند د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان په دې ډول څرګندونو سره هڅه کوي د نړیوالو پام له ځانه بل لور ته واړوي.

د یادونې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې هم ورته تور لګولی وو او زیاته کړې یې وه چې هند افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له تحریک طالبان پاکستان سره مالي مرسته کوي.

4 COMMENTS

  1. وایی : (بگیریش که نگیریت) څه حرامزاده خلک دی – هند دومره ډارن هیواد دی چې دوه کسه ترهګرو نه ډاریږی – بیا دترهګرو کمپ څنګه جوړوی – موږ دهند محافظه کاری اوډار اودپاکستان چلوټودرپه دره کړی یو

  2. پاکستان يا ترورستان د نړۍ پر مخ د انګريزانو په مرسته جوړ شوی موقتي او جعلي هيواد دی چې لومړی يې پرې د هند مسلمانان تقسيم کړل او په لوی لاس يې مسلمانان. په هند کې اقليت ته تبديل کړل ځکه چې مسلمانان په دريو هيوادونو وويشل شول بنکله ديش،هند او پنچابستان.
    د پنجابستان له پيدا کيدو بيا تر اوسه دغه جعلي هيواد اقتصادي خپلواکي نه لري په اصل کې يې باداران همداسې محتاج ساتي ترڅو د هغوی پروژې عملي کړي.
    د افغانستان دولت بايد د هند په همکارۍ د پنجاب دننه عمليات پيل کړي او هغه کسان چې افغانستان تخريبوي بايد ترور کړي همداسې دولت ته پکار ده چې د هغو ډلو ملاتړ وکړي کوم چې عملاً د پنجاب پر ضد ولاړ او مبارزه کوي لکه بلوچ بيلتونپالي،ټي ټي پي او پي ټي ايم.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  3. پنجاب چې دا څلوېښت کاله د افغانستان پرضد مستقیم او غیر مستقیم جنګ شروع کړی دی او ټوله دنیا پرې خبره ده خو ستاسو لپاره بیا هېڅ خبره نشته .
    د تش په نامه مجاهدینو نهه لس سروالان او د هغوي نظامي تریننګ مرکزونه د ډیورند کرښې هغې غاړې ته ، په سلګونو تروریستی مدرسې اود ترهګرو مرکزونه ، د ټالب او داعش د روزلو د روزنې ځایونه ، په جلال آباد ښار د پنجابي پوځ مخامخ یرغل ، په اوس وخت کې د هلمند او کندهار په ولسوالیو یرغل چې په سلګونه پنجابي پوځیان هلته هلاک شول ، د ټولو نړیوالو په زړه دي . ستاسو پوځیان د هند په واسطه نه بلکه دافغان زړور پوځ په واسطه په هلمند او کندهار کې هلاک شویدي چې اوس خپلو پنجابیانو ته داسې پلمې کوئ چې هلته هند مداخله کوي .

  4. ترهګری د پاکستان کار دی چه ددی لاری خپل اقتصاد پیاوړی کوی ۰
    په پاکستان کښی زرګونه مدرسی یوازی د تروریزم لپاره جوړی شوی دی۰
    هندوستان یو سوله دوست او امن پسند هیواد دی همیش یی دسولی او امن د پاره اقدامات کړی دی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب