Homeخبرونهارمنستان: سلګونه سرتېري مو لا هم تري تم دي

ارمنستان: سلګونه سرتېري مو لا هم تري تم دي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۲۶) د ارمنستان لومړي وزیر ویلي چې د قره‌باغ تر جګړې وروسته یې سلګونه سرتېري تري تم شوي دي او لا هم معلومه نه ده چې هغوی څه شوي دي.

نیکول پاشینیان یو انلاین خبري کنفرانس ته ویلي، هیله لري چې ورک شوي سرتېري ژوندي پیدا شي او که چېرته یې سرنوشت نامعلوم پاتې شي نو دوی به ارو مرو له اذربایجان څخه د خپلو ورکو سرتېرو پوښتنه وکړي.

د یادونې ده چې په نګورنو قره‌باغ کې تر څو اوونیو جګړو وروسته د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب دواړو لوریو پر اوربند سلا کړې ده او ټاکل شوې چې ارمنستان لاندې کړې سیمې بېرته اذربایجان ته وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...