چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د خوشحال په يوې څلوريزې کې د جبر فلسفي څېړنه

د خوشحال په يوې څلوريزې کې د جبر فلسفي څېړنه

دوکتور سيد اصغر هاشمي

نه په خپله رای راغلم و دې عالم ته

نه په رضا درومم بیا و عدم ته

په څه شان راغلم په څه شان درومم

قطره چې بېله شي درومي بیا یم ته

(خټک، ص ۵۹۲)

خوشحال خان خټک د پښتو ژبې ستر شاعر تېر شوی دی. شعرونه یې د ژوند د ډېرو برخو په اړه خبرې لري. که شعرونه یې په دقیق ډول ولوستل شي او لوستونکی د نورو علومو مطالعه ولري، له داسې نوو خبرو سره به مخامخ شي چې د نړۍ د ګوتو په شمار شاعرانو په شعرونو کې به داسې هر اړخیرې موضوعګانې وړاندې شوې وي. خوشحال خان د یو انسان په ډول د متضادو افکارو خاوند دی. په شعرونو کې یې د جبر او اختیار په اړه نظرونه شته چې د څېړنې وړ دي. دی د نورو شاعرانو په شان کله د جبر پلوي کوي او کله اختیار ته ارزښت ورکوي. د هر شاعر خپل نړۍ لید وي او هر انسان حق لري چې فکر وکړي او خپل فکر وړاندې کړي، دا چې فکر یې څومره ارزښت لري او د څومره خلکو لخوا منل کېږي او عملي کېږي، دا بیا بېله موضوع ده.

د جبر او اختیار په اړه یو لنډ بحث داسې دی چې انسان څومره د اختیار خاوند دی او څومره د جبر تابع دی؟

جبر په لغت کې یو کس داسې کار ته اړ کول دي چې کوونکی (فاعل) یې له کولو سره خوښ نه وي. هغه واقع شوی کار دی چې د قضا او قدر له خوا تر سره کېږي او د انسان په خیر وي. د مات شي تړل، سمول او اصلاح کولو ته هم وايي.

اختیار په لغت کې غوره کول او انتخابولو ته وايي. یا غوښتلو او د یو ښې کړنې اراده ده، کله چې انسان ته د دوو کارونو د تر سره کولو پرېکړه ورکړل شي او انسان په خپلې ارادې کې ازاد وي. که چېرې یو کس د یو کار د پرېښودلو واک ولري او د یو بل کار د کولو اختیار ولري، دغسې کس ته مختار ویل کېږي؛ یعنې په یو وخت کې انسان د یو کار د کولو او د بل کار د نه کولو واک لري.

د جبر او اختیار فلسفي مفاهیم د لومړنیو بشـري خلکو له پیدا کېدو سره تړاو لري؛ یعنې کله چې لومړنی بشر پیدا شو، دوی ته اختیار ورکړل شوی وو، خو د دوی د اختیار درجه له عقل سره اړیکه درلوده؛ یعنې د عقلانیت لوړه پوړۍ د ښو اختیاري کارونو لپاره اړینه موضوع ده. د لومړني بشـر د عقل درجه ټیټه وه، نو له همدې امله د دوی اختیار هم د تأمل وړ دی او د دوی ازادي د پرمختللو انسانانو له ازادۍ سره یو شان نه ده، سره توپير لري. کله چې ساینس، اسلام او نور دینونونه په لومړني بشـري ځواک خبرې کوي، دوی ټول د اختیار درلودونکي وو او له جبر څخه یې خلاصون نه درلود، خو په پرمختللي ډول پرې بحثونه له میلاد څخه مخکې په یوناني، مصـري، سومري او داسې نورو مدنیتونو کې تر سره شول. زموږ لومړني پلار ادم علیه السلام ته اختیار ورکړل شوی و چې په جنت کې د غنمو دانې ونه خوري، خو بل خوا د جبر له زوره هم خلاص نه و، نو ځکه یې د غنمو دانه وخوړه، خو په اسلامي تعلیماتو کې دا خبره یقیني ده چې په اختیاري کړنو او جبري معاملاتو کې د انسان خیر دی او دا هر څه ورته په تقدیر کې ټاکل شوي دي. دغه مفاهیم په فلسفه، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، دین، مذهب او داسې نورو برخو کې د یادونې وړ موضوع ده.

جبر ته په فارسي ـ دري کې جبر ګرايي او په انګلیـسي کې (Determinism) ورته وايي. د جبر د څېړنې په برخه کې دې پایلې ته رسېږو چې جبر ډېر ډولونه لري. دا هغه فلسفي نظریه ده چې د دې له مخې هره کړنه او پېښه (پدېده) چې واقع کېږي او یا انساني رفتار او کړنې د علت (عِلَي) په ډول، د علت او معلول په ډول او یا د عمل او عکس العمل په ډول د یو زنځیر په شان له مخکې څخه تعین او ثابت شوی وي. په بل عبارت په جبري فلسفه کې د نړۍ سیستم د علت (علي) د جبر تر قانون لاندې وخت تېروي. جبر د اختیار برعکس او مقابل کې قرار لري. اختیار ته (Fatalism) وايي. د جبر یادونه په لومړنیو ادیانو کې شوې ده چې له هغې جملې د بودا دین د یادونې وړ دی. دوی وايي چې هره پدېده له بلې پدېدې سره تړاو لري. کله چې موږ هره معلوله پدېده تر بحث لاندې نیسو، نو ډېرې علتیزي پدیدې شته چې معلول یې را منځته کړی دی. یوه پدېده او عمل د بلې پدېدې او عمل په وسیله واقع کېږي؛ یعنې هره معلوله پدېده د جبر ښکار کېږي او د بهرني عکس العمل په وسیله واقع کېږي. په هندویزم کې(karma) کرما په تصوف، عرفان او انساني لارښوونې کې د یادونې وړ موضوع ده. کرما هغه انساني ښې او بدې کړنې دي چې د انسان په وسیله تر سره کېږي، د دوی په دین کې چې انسان مړ شي، روح یې ژوندی وي او جسم یې له منځه ځي، د وخت په تېرېدلو سره روح یې د ښو کړنو په پایله کې په یو ښه موجود کې او د بدو کړنو په پایله کې په بد موجود کې دویم ژوند پیلوي؛ یعنې بیا ژوندی کېږي. د کرما په وسیله د انسان برخلیک ټاکل کېږي چې په حقیت کې دا یو ډول جبري موضوع ده. په فارسي ـ دري ادبیاتو کې د مولانا مثنوي معنوي او نور اثار یې او همدارنګه په لسګونو نور عارفان داسې افکار یې په خپلو بیتونو کې وړاندې کړي دي چې په ظاهري ډول د اختیار په ضد دي، چې ډېر لوستونکي په تشویش کې کېږي چې اوس د جبر نظر سم دی او که د اختیار موضوع سمه ده. موږ د جبر تابع یو او که د اختیار له مخې کړنې سرته رسوو. د مولانا او نورو نظر داسې دی چې موږ نه د اختیار واک لرو او نه د جبر، له یوې مخې موږ د اختیار احساس کوو او نه شو کولی چې له اختیار څخه منکر شو او له بلې خوا پوهيږو چې هر څه د یو علت او یا څو علتونو په وسیله پېښېږي. د دې تضادونو د پرېښودلو لپاره اړتیا ده چې موږ باید له یو بل سره په اړیکو کې ځان مختار وګڼو او د هغې له مخې عمل وکړو. مګر په همدې حال کې د درک په عالم کې پوه اوسېږو چې نه موږ او نه نور خلک د کړنو (افعالو) کې مستقلانه عمل کولی نه شو، بلکې موږ د خالق تعالی د فرمان تابعدار یو، چې په خپل اختیار عمل تر سره کړو.

د جبریه لارویان په مطلق ډول په جبر باور لري، په مقابل کې د قدریه ډله د بشر په ازادۍ او اختیار باور لري. د پوهانو تر منځ اختلاف شته چې مسلمانانو د اختیار په اړه نظرونه له یهودي ډلو څخه اخیستي دي او د تاریخي څېړنو ځینې پوهان دغه نظریه د مسیحي لاهوتي عقایدو څخه اخیستل شوې ګڼي او داسې هم ویل کېږي چې مسلمانانو دغه فکر له یونانیانو څخه اخیستی دی، یو بل نظر داسې دی چې د اختیار نظریه د مسلمانانو د خپلو متونو ده.

د جبر او اختیار په اړه هره ټولنه، هر تمدن، هر دین او ډېر پوهان خپل نظرونه وړاندې کوي، څوک د اختیار پلویان دي، ځینې ټولنې او انسانان د جبر پلویان دي او یوه بله ډله انسان د جبر او اختیار تر اغېزو لاندې ښيي. په تاریخي یونان کې هم دا دوه نظريې وې چې د ډېرو څېړونکو په اند دا دوه نظريې ډېرو ټولنو له یونانو څخه اخیستي دي. اپلاتون په جمهوریت کې انساني ازادي، د فکر او بیان ازادي او په داسې نورو مسایلو خبرې کوي چې په حقیقت کې دا د اختیار له مخې څېړنې ته اړتیا لري. یونانیانو د جبر نظریه د بین النهرین څخه اخیستې ده. د سومریانو د ګلګمېش حماسه د جبر او اختیار څرکونه لري. په یوناني افکارو او نظریو کې د تقدیر الهي او د جبر موضوع د لاکزیس، کلوتو او اتروپوس په نوم شته چې د انسانانو برخلیک یې ټاکه. په فلسفي ښوونځیو کې رواقي ښوونځی هم د یادونې وړ دی، دوی د جبر پلویان وو. له یوناني فلاسفه وو څخه پخوانی فیلسوف هراکلیتوس د مطلق جبر په هستۍ باور درلود، خو په همدې حال کې د یونان د مشهورو فلاسفه وو په نظر ازادي او اختیار د انسان برخلیک ټاکي او دا برخليک خپله ټاکي.

 د اګزیستانسیالیست فلسفې پلویان انسان ازاد او خودمختار ګڼي او په دې باور دي چې انسان هغه وخت حقیقي انسان دی چې د اختیار په غوراوي کې د فکر له مخې پرېکړه وکړي او اګاهانه رفتار وکړي. ازادي او اختیار د انسان ذاتي اصل دی چې په دې پوهیدل د شریعت کار نه دی. د جبر ډېر پلویان اختیار او ازادي په رسمیت پېژني، دغه ټول بحثونه، افکار او جدل یوازې او یوازې علمي خوا لري. الله تعالی انسان داسې پیدا کړی دی چې په ذاتي ډول کولی شي، د کار (فعل) کوونکی (فاعل) وي. د ارادې او اختیار صفت د نفس له ذاتي لوازماتو څخه دی. کله چې د انسان غړي کار تر سره کوي، همدا ذات او د نفس واقعیت په اسلامي چارو کې د قضا او قدر موضوع له اختیار او جبر سره اړیکه لري. که انسان د اختیار خاوند وي او یا پرې په جبر ځینې کړنې تپل کېږي. په دې برخه کې قضا او قدر په دې مانا دی چې ټولې کړنې د علیت د قانون پر بنسټ تر سره کېږي او له دې څخه انکار کول، له علیت څخه منکرېدل دي.

د ازادۍ او اختیار مفهوم ډېره پخوانۍ سابقه لري، خو په رېنسانس کې دغه مفکوره ډېره پیاوړې شوه، خو د دوی د ازادۍ تعبیر له اسلامي ازادۍ سره توپیر لري. دوی ویل چې انساني ازادي باید داسې وي چې دین انساني وي؛ یعنې دین د انسان تابع وي، خو ادیان او اسلام وايي چې انسان باید دیني وي؛ یعنې انسان د دین تابع وي.

په لاندې څلورو بیتونو کې خوشحال د جبر پلوی دی او وايي چې انسان د جبر د قانون له مخې پیدا کېږي او مړ کېږي.

نه په خپله رای راغلم و دې عالم ته

نه په رضا درومم بیا و عدم ته

په څه شان راغلم په څه شان درومم

قطره چې بېله شي درومي بیا یم ته

(۱). خټک، خوشحال خان. (۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک دېوان. سریزه، ترتیب او سمون حبیب الله رفیع.کابل: د امان کتاب خپرولو موسسه، مخ ۵۹۲.

لومړی نیم بیتی دی: (نه په خپله رای راغلم و دې عالم ته)  (۲). خټک، خوشحال خان. (۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک دېوان. سریزه، ترتیب او سمون حبیب الله رفیع.کابل: د امان کتاب خپرولو موسسه، مخ ۵۹۲.

هر انسان له والدینو څخه پیدا کېږي. پلار د کَر توان لري او مور د کَر ځمکه ده. پیدا شوی ماشوم دا توان او خوښه نه لري چې له چا څخه، په کوم وخت کې او په کومو شرایطو چې یې خوښه وي پیدا شي.

د خدای تعالی هر څه د انسان په خیر دي، خو د شاعر په نیم بیتي کې د دې خبرې یادونه شوې ده چې په خپله خوښه پیدا شوی نه دی. دا چې له چا څخه پیدا شوی او مور او پلار یې څوک دي؟ چیرته او په کوم وخت کې پیدا شوی؟ په کوم جوړښت او رنګ پیدا شوی دی؟ په کوم جنس پیدا پیدا شوی دی؟ او داسې نورې خبرې په دې دلالت کوي چې د پیدايښت واک له انسان سره نشته، خو وروسته ورته اختیار ورکړل شوی دی چې ځای د خدای حضور ته ورسوي او الله تعالی تر لاسه کړي.

د انسان نطفه (تخمه) د پلار په وسیله د (xy) د کروموزومونو په وسیله ټاکل کېږي. د ماشوم د جنسیت ټاکنو صلاحیت د پلار دی، مور یې په خپل رحم کې لویوي. تخم د پلار وي او پټی یې د مور وي. د پلار لخوا نطفه ټاکل کېږي. د ماشوم ځانګړنې د وراثت له مخې مور او پلار کې چا ته انتقالېږي؟ څرګنده ده چې ماشوم مور او پلار ته تللی شي. خوشحال له هغو ارواپوهانو سره متضاد نظر لري چې وايي، د انسان شخصیت او کړه وړه له چاپيریال سره اړیکه لري او بله ډله وراثت او چاپیریال یادوي، خو دی ډېر وخت وراثت د انسان په روزنې کې اړین ګڼي.

د انسان د خلقت د پړاوونو په سلسله کې د نطفې پړاو لومړنی پړاو دی چې د انسان جوړښت له هغې څخه تېرېږي. د نطفې ټاکلو دنده د نارینه وو ده. د نارینه وو او ښځینه وو کرموزومونه سره یو ځای کېږي او په دغو کروموزومونو کې دا کمال شته چې د هلک او نجلۍ جنسیت وټاکي.

ژباړه: موږ انسان له خالصې نرۍ خټې څخه جوړ کړ، بيا مو هغه په يو محفوظ ځاى كې په څڅېدلي څاڅكي بدل كړ، بيا مو هغه څاڅكي ته د برغنډ (کلکې وينې) بڼه ورکړه. بيا مو برغنډ بوټۍ وګرځوه، بيا مو بوټۍ هډوكي جوړ کړل، بيا مو هډوكو ته غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ، نو ډېر زيات بركتناك دى، الله تعالی تر ټولو پيدا كوونكو ښه پيدا كوونكى دی.

دا ايت شريف په ښکاره ډول سره بيانوي چې انسان کله نړۍ ته راځي، نو لومړی نطفه وي. نطفه يوه ذره بيني حجره ده چې د مکروسکوب په وسیله د هغې له څو ځلې غټولو څخه وروسته د ليدلو وړ ګرځي. کله چې د جماع او کوروالي عمليه صورت ونيسی، هره نطفه دوه ځايه تقسیمېږي چې د ښځې د نطفې برخې ته(Singular-ovum) او د نارينه د نطفې برخې ته سپرم (Sperm) وايي. د جنسي حجرو د انقسام او يو ځای کېدو په پایله کې(Zygote) را منځته کېږي، د نارينه او ښځينه جنسـي حجرې ویشل کېږي او بيا له دواړو څخه يو زايګوټ جوړېږي.

د هغې نطفې مرکب والی او ترکيبي جوړښت ته چې انسان ور څخه پيدا کېږي، الله تعالی په خپل عظيم کتاب کې داسې اشاره کوي. بناً انسان له پیل څخه بشپړ و او داسې نه وه چې د وخت په تېرېدو يا د نظر په بدلېدو سره تکميل شوی دی. تقويم دې ته وايي چې يو شي ته څنګه ښه وي او څه ډول ورته لازم وي، په هماغه ډول جوړښت او ډېزاين ورکړل شي، نو الله تعالی فرمايي چې موږ انسان تر ټولو په ښه صورت پيدا کړی دی، هغه ته مو اوږد او مستقيم قد او قامت ورکړی دی، دوه لاسونه مو ورکړي دي چې د هغې په وسیله څه چې وغواړي را نيولی یې شي، د نورو څارويو په څېر نه دی چې شيان په خوله را نيسي، همدا ډول مو يوازې او يوازې انسان ته عقل او تميز ورکړی دی چې د هغې په وسیله د پوهنو د زده کولو استعداد خپلوي او کولی شي چې د عقل په وسیله په ټولو کایناتو واکمني وکړي.

د پورته ټولو خبرو څخه څرګندېږي چې د انسان د پیدايښت واک له خدای سره دی، نو ځکه شاعر وايي چې د پیدايښت واک یې له ده سره شته او په خپله خوښه پیدا شوی نه دی. کله چې شاعر د خپل پیدايښت څخه ناهیلي ښيي، دې پایلې ته رسېږو چې دی له دونیوي ستونزو سره مخامخ دی. جبري افکار هغه وخت د انسان په فکر کې پیدا کېږي چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي. د نړۍ د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې په دې اړه خبرې شته.

خوشحال له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی انسان دی، له یوسفزیو سره ستونزې، د مغلو سره دښمني، د خپلو اولادونو سره بېلا بېلې ستونزې او داسې نور لاملونه دي چې ویناوې یې هر اړخیزې خبرې لري او دا نیم بیتی او ټوله څلوریزه یې ښه بېلګه ده چې شاعر له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دی او ژوند یو جبر ګڼي. خوشحال په پورته څلوریزه کې د جبر پلوی دی، خو حقیقت دا دی چې انسان د جبر او اختیار په منځ کې ځای لري. په ډېرو وختونو کې اختیار انسان ته ورکړل شوی دی چې ښه وکړي او بد ونه کړي او ځان د اختیار په وسیله خپلو موخو ته ورسوي، خو له جبر څخه انکار هم علمي موضوع نه ده. ډېرې داسې موضوعګانې شته چې په انسان باندې په زوره تپل کېږي او د انسان اختیار پکې نفې کېږي.

کانټ په دې اړه وايې:

(که مختاره اراده نه وای، نو هېڅ اخلاقي قانون او مسولیت به نه وو. په هر عمل کې چې مختاره اراده نه وي، د انسان مسولیت به په کې دخالت ونه لري؛ يعنې که مختاره اراده نه وي، اخلاق به نه وي، مګر طبیعي جبر له اختیار سره متناقض دی، په طبیعت کې د علت او معلول جبري قوانین جاري دي، هره پېښه (حادثه) او هر حرکت به اړین د یو لامل پایله وي، نو څرنګه کېدلی شي چې په یوه داسې جبري عالم کې مختاره اراده وجود ولري. دی د جبر او اختیار تناقض ظاهروي او سطحي یې بولي. د جبر او اختیار ساحې سره بېلوي، یو د بل سره تصادم نه کوي، انسان د دوو دونیاوو اوسېدونکی بولي، د خپل معنوي طبیعت له نظره یې د اختیار او ازادۍ په دونیا پورې تړي، د مادي او فزیکي طبیعت له نظره یې د جبري نړۍ تر اغېز لاندې راولي. له دې ځایه د انسان عمل د وظیفوي احساس له انده په معنوي نړۍ پورې اړیکې پیدا کوي، له عقلي اخلاقو څخه را ګرزي، الهیاتو ته مراجعه کوي.) (۳). مندوزی، محمد ولي. (۱۳۶۷ل). اخلاق او هومانیزم. کابل: د افغانستان علومو اکاډیمي، مخ ۲۶.

کانټ اختیار ته ارزښت ورکوي، خو د جبر له قانون څخه منکر نه دی. انساني اختیار اړین بولي او انسان ته د ژوند د ټولو چارو اختیار ورکړل شوی ګڼي. په همدې حال کې د جبر د قانون څخه ځان خلاصولی نشـي، فرهنګي جبر خپلې کړنې سرته رسوي او د انسان اختیار د جبر تر اغېز لاندې اختیار له لاسه ورکوي. په اروايي جبر کې ډېرې لاشعوري او ټولنیزې لاشعوري موضوعګانې زموږ په ورځني ژوند کې لاسوهنه کوي او ژوند مو خرابوي. مذهبي جبر په موږ مذهبي پېژند تپي؛ څوک عیسوي پیدا کېږي او څوک د بودا او زردشت د لارویانو غړي وي، خو بیا هم د دې خبرې یادونه کوم چې کله ـ کله اختیار جبر له منځه وړي، خو دا ټول (جبرونه) د انسان په ګټه دي.

(د امام جعفر صادق یوه مشهوره خبره ده:

(لاجبراً ولا تفویض بل امر بین الامرین) د ده باور دا دی چې نه جبر مطلق دی او نه مطلق اختیار شته، یواځینی شی چې شته هغه د دې دوو قطبونو په منځ کې دی. په دونیا کې جبري شیان شته او موږ یې منو چې جبري دي. د بېلګې په ډول زه چې په کومه کورنۍ کې زېږېدلی یم، زما په لاس کې نه و. دغسې په طبیعت کې ډېر نور شیان هم شته چې جبر یې ثابتېږي. پر دې بنسټ هغه خبرې بې مصداقه دي چې هر څه اختیاري بولي، خو له دې سره په طبیعت کې ډېر څه لرو چې اختیار یې احساسوو او جبري نه دي.) (۴). چمران، مصطفی. (۱۳۹۹ل). انسان او خدای. ژباړن نقیب احمد عزیزي. کابل: سوله مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز، مخونه ۹۴ـ ۹۵

 (په دونيوي فکر او اند کې د جبر تصور کوم نوی شی نه دی. د ایرانیانو زروان، د یونانیانو مویرا، د هندوانو کرم، د رواقیونو مقدر، د ماني او اګوستین د پیدايښتي ګناه تصور او د شوپنهاور ړندې ارادې په بڼه کې هر چېرته د دې مطالعه کېدلی شي.

د فروید دنننی جبر فکري تېروتنې ته ځواک ورکوي چې د شعور په ودانۍ کې بې وسه دی. د ژوند دې منفي نظريې معاصر غربي ادیبان الډس هکسلی، جیرارډ هرډ، اندری موردو د سنیسیزم لوړې ته مایل کړي دي او هغوی د انساني ژوند په بې مانا توب او بې حاصلۍ ژاړي. (کامیو) په خپل کتاب (د سسـي فس اسطوره) کې د انساني هڅو بې ګټې توب ته پاملرنه کړې ده. د یونانیانو د لیکنو له مخې سسـي فس یو شخص و چې کومې شوې کړنې له امله د خدایانو په قهر او غضب ګرفتار شو. هغه ته دا سزا ورکړل شوه چې درنې ډبرې به د غره څوکې ته پورته کوي. هغه به چې کله ډبره په ډېرو ستونزو او ځیرکتیا پورته کوله، نو بیا به د هغه له لاس څخه خطا وتله او بېرته به لاندې را ولېده. سسـي فس بیا د هغې د پورته وړلو لپاره چمتو کېده. هغه به تر قیامته پورې ډبرې په ستونزو او کړاوونو د غره څوکې ته پورته کولې او ډبره به بېرته لاندې را لوېده. له دې کیسې څخه کامیو دا پایله تر لاسه کوي چې د انسان حالت د سسـي فس په څېر دی، هغه چې په ډېرو ستونزو او کړاوونو د تمدن ماڼۍ ودانوي، مګر د دې د پوره کېدو په وخت کې یې بیا له منځه وړي او بیا یې په ودانولو لاس پورې کوي. هغه د دې ویلو هڅه کوي چې انسان د خپل ورانونکي فطرت له کبله مجبور دی او د دې فطرت له منګولو خلاصېدل، هغه چې د بدلون اختیار یې له ده سره نشته. فروید په خپل کتاب (تمدن او د هغه ناخوالې) کې انسان له راتلونکي څخه ناهیلی کړی دی. ښکاره ده چې کله دغه عقیده عوامو ومنله، نو د ټولنیز پرمختګ، کلتور، تمدن او ښوونې او روزنې ټولې هڅې به بې ګټې وګڼي، خو له نېکه مرغه انسان نه پوره مجبور دی او نه هم د دغه فطرت نه بدلېدونکی دی. که داسې وای، نو نن به هم هغه د نورو څارویو په شان په غرونو او دښتو کې اوسېده.) (۵). جلالپوري، علي عباس. (۱۳۹۲ل). انسان مجله. دا چې د انسان فکر نه بدلېدونکی دی!. ژباړن عبدالله معراج. ګڼه لومړۍ. کابل: د انسان مجلې اداره، مخ ۵۸.

ځینې وخت جبر په انسان بد اعمال تپي، د بېلګې په ډول په ټولیز ډول د ټولنیز جبر په ډول ځینې شیان د ټولنې په لاشعور کې انسان ته په میراث پاتې کېږي او نشـي کولی چې له داسې ستونزو څخه ځان خلاص کړي. په فرهنګي جبر کې ډېر شیان د یادونې وړ دي چې د انساني افکارو سره په ټکر کې دي، خو موږ ته په میراث پاتې کېږي. په مذهبي ډول ځینې شیان په موږ په زوره تپل کېږي، که زموږ خوښه وي او که نه وي، تر مذهبي جبر لاندې به ژوند تېروو. که یو کس له یهودي مور او پلار څخه پیدا شي، د ده اختیار ترې سلب شوی دی. بل ډول بیولوژیکي جبر دی چې ځینې شیان په انسان تپي، د بېلګې په ډول که دوه کسان واده وکړي او پیدا شوی ماشوم ستونزه ولري، په دې کې ماشوم څه ملامته دی، هر څه پرې جبري راغلي وي. فروید د اروايي جبر یادونه کوي، که د کروموزومونو په لږوالي او ډېروالي پیدا شوي ماشومانو ته په راتلونکي کې ستونزه پیدا کېږي، ګرم به څوک وي؟ موږ د لاشعور تر اغېزو لاندې یو، ډېر وخت په شعوري کړنو کې د لاشعور اغېزې لیدل کېږي. د یونګ د ټولنیز لاشعور نظریه هم په دې دلالت کوي چې ډېر څه په ټولنیز ناخوداګاه کې انسان ته په میراث پاتې کېږي او انسان ترې ځان خلاصولی نشـي.

د خوشحال خان خټک دویم نیم بیتی دی: (نه په رضا درومم بیا و عدم ته) (۶). خټک، خوشحال خان. (۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک دېوان. سریزه، ترتیب او سمون حبیب الله رفیع.کابل: د امان کتاب خپرولو موسسه، مخ ۵۹۲.

شاعر د پیدايښت په اړه د جبر نظر ورکوي. موږ د جبر او اختیار یادونه وکړه او په دې مو خبرې وکړې چې انسان د جبر او اختیار په منځ کې ځای لري، خو هر هغه څه چې موږ ته جبر ښکاري د انسان په ګټه دي. خوشحال ډېروي چې نه په زېږېدنې کې واک لرم او نه د مرګ واک را سره دی. دلته شاعر د مرګ یادونه کوي. مرګ او یا له دې نړۍ تلل غیر اختیاري عمل دی، ډېر انسانان نه غواړي چې مړه شي، مرګ یو داسې واقعیت دی چې د نړۍ انسانان ور څخه تخښتي او ډېر خلک ورته غاړه نه ږدي. شاعر په دې نظر دی چې مرګ جبري کړنه ده او د انسان اختیار پکې نشته، خو مرګ یو داسې واقعیت دی چې د انسان د خیر لپاره پیدا شوی دی او د یوه نوي ژوند پیل دی. کله چې انسان پیدا شي، بیا نه مړ کېږي، له مرګ څخه وروسته د زمان او مکان نقل مکان را منځته کېږي.

ماخذونه

(۱). خټک، خوشحال خان. (۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک دېوان. سریزه، ترتیب او سمون حبیب الله رفیع.کابل: د امان کتاب خپرولو موسسه، مخ ۵۹۲.

(۲). خټک، خوشحال خان. (۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک دېوان. سریزه، ترتیب او سمون حبیب الله رفیع.کابل: د امان کتاب خپرولو موسسه، مخ ۵۹۲.

(۳). مندوزی، محمد ولي. (۱۳۶۷ل). اخلاق او هومانیزم. کابل: د افغانستان علومو اکاډیمي، مخ ۲۶.

(۴). چمران، مصطفی. (۱۳۹۹ل). انسان او خدای. ژباړن نقیب احمد عزیزي. کابل: سوله مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز، مخونه ۹۴ـ ۹۵

(۵). جلالپوري، علي عباس. (۱۳۹۲ل). انسان مجله. دا چې د انسان فکر نه بدلېدونکی دی!. ژباړن عبدالله معراج. ګڼه لومړۍ. کابل: د انسان مجلې اداره، مخ ۵۸.

(۶). خټک، خوشحال خان. (۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک دېوان. سریزه، ترتیب او سمون حبیب الله رفیع.کابل: د امان کتاب خپرولو موسسه، مخ ۵۹۲.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب