دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان- ازبکستان د ریلګاډي د بیا فعالیدو له کبله تر بل...

د افغانستان- ازبکستان د ریلګاډي د بیا فعالیدو له کبله تر بل هر وخت ډیر سوداګري مال حیرتان ته راورسید

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۴ مه) له ازبکستان سره د ریلګاډي په وسیله د سوداګري مالونو د وړلو راوړلو په برخه کې د ستونزې له حل کېدو وروسته په تیرو دوو ورځو کې له دې لارې تر بل هر وخت د سوداګرو ډیر مال انتقال شوی دی.

د افغانستان د ریلګاډې د ادارې چارواکو پرون وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې د سوداګرو په مالونو بار ۷۱۴ ډبې یا واګونه له ازبکستان څخه حیرتان بندر ته رارسیدلي دي.

د دې ادارې ویندوی عبدالسمیع دراني وویل، د جمعې او شنبې په ورځو په ۷۱۴ واګونونو کې ۴۲ زره ۳۳۶ ټنه مال له ازبکستان څخه حیرتان بندر ته رارسیدلی دی.

د ښاغلي دراني په وینا اکثره وارد شوی مال خوراکي مواد دي.

د حیرتان بندر له لارې په ریلګاډي کې ازبکستان ته او له ازبکستانه افغانستان ته د سوداګري مالونو د وړلو – راوړلو بهیر د روانې دلوې په ۱۲ مه د ازبکستان له لوري ودرول شو. خو ازبکستان ته د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي له سفر او له یوه نوي فرارداد وروسته د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰ مه) د ریلګاډي تګ راتګ بیرته پیل شو.

په ۹ ورځو کې، چې د حیرتان بندر بند و، په افغانستان کې یو شمېر جنسونه په تېره بیا تېل ګرانه شول او اندېښنه وه چې نور هم ګرانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب