جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+پاکستان په سیمه کې د امریکا په ملاتړ د ګډو اهدافو لپاره...

پاکستان په سیمه کې د امریکا په ملاتړ د ګډو اهدافو لپاره ترهګر روزي

لیکوال: شفیق الله مشال
کله چې پاكستان په كال ۱۹۴۷  كې له بريتانوي هند څخه یوازې  په نوم د يو آزاد شوي دولت تر نامه لاندې د ځينو هيوادونو د ناروا او شومو موخو او په سيمه كې د بې ثباتي او بې امني لپاره د پوځي بنيادګرو، افراطي ډلو او په ځانكړى توګه د څارګرې ادارې (اى اس اى) تر څارني او نظر لاندې رامنځ ته شوى هيواد ده، چې د نوموړى هيواد ټول واك او اختيار د دغو ترهګرو ډلو او سازمانونو په لاس كې ده.
او د بهرنى سياست په تعينولو كې اساسي رول لوبوي بيا په تيره د ګاونديو هيوادونو پر وړاندې  ځكه چې اوس دا ټولې نړۍ ته ثابته شوى، چې په پاكستان كې د حكومت بدلون يا د يو او بل ګوند په واك كې راتلل هيڅ معنا نلري هغه څه چې د دغه هيواد استخباراتي سازمان او پوځي بنيادګرانو غوښتنه وي تر سره كيږي او دوی غواړي چې په سيمه كې په تيره بيا په افغانستان كې ترهګرو او تروريستو ډلو ته وده وركړي او افغانان د ترهګرۍ په چارو كې دومره ككړ كړی، چې تر څو دوی خپلو شومو او ناروا موخو او ارمانونو ته ورسيږي.
خو دا ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې پاکستان په خپله خاوره  کې ترهګر روزي او بیا یې افغانستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو ته استوي.
څرګنده خبره دا ده، چې پاكستان د تروريزم او  افراطيت مركز دى. تر څو پورې چې پاكستان د دغه  څخه لاس په سر نه وي شوی په افغانستان، هند، ايران، مركزي اسيا او حتى په نړۍ كې د سولې راوستل يو خوب او خيال دى.
پاکستان په افغانستان کې د لومړي جمهور رئیس سردار محمد داوود خان د حکومت له نسکوریدو وروسته د افغانستان په کورنیو  چارو کې لاسوهنې پیل کړې.
د پاکستان په ګډون  نورو بهرنیانو لاسوهنې هم د افغانستان په کورنیو چارو کې پیل شوې، په خاص ډول د دوو زبرځواکونو امریکا او شوروي اتحاد کله چې پر افغان خاوره روسانو تېری وکړ، ورسره سم اکثریت افغانان خپلو  ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته کډوال په پاکستان کې د مېشت کیدو وروسته د هغه ځایه یې د افغانستان خاورې د شروري اتحاد د یرغل څخه د خلاصون او ازادۍ هڅې پیل کړې.
په سیمه کې پاکستان په نوم ریاست له کومه چې جوړ شوی، نو له هغه ورځې په خپله خاوره کې  تروریزم ځالې جوړې کړي او په خپله خاوره کې ترهګر روزي، چې دغه ترهګر افغانستان، هند او د سیمې هېوادونو ته لیږي.
 له کله چې پاکستان د پښتونخوا هغه خاوره  چې د یوه نه منل شوی، تړون پر اساس برټانیا د افغانستان څخه د ظلم په قانون سره جودا کړه.
د پاکستان په رامنځته کیدو سره دغه خاوره پاکستان ته سپارل شوي، پاکستان کله چې په د پوهیږي، چې افغانان هیڅکله هم د اباسین  ادیخوا خاورې څخه نه تیریږي، نو د لومړي جمهوریت تر نسکوریدو وروسته  د افغان کډوالو تګ پاکستان ته دا موقع په لاس ورکړه، چې پاکستان په افغانستان کې د دین او اسلام په نامه  اسلامي نړۍ کې  افغانستان لپاره د شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې په موخه د هر راز مرستې غوښتنه وکړه او هغه مرستې چې  افغانان سره د شوروي یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره راتللې او د پاکستان حکومت ته تسلیمیدلې  د هغوی لخوا په افغان مهاجرینو او جنګیالیو ویشل کیدې، چې  پاکستاني ریاست د دې مرستو زیاته برخه ځانته ساتله او کمه یې پر افغانانو ویشله او له دې سره سره یې دا ویاړ هم ځانته وربښلو چې افغانانو ته یې په خپله لمن کې پنا ورکړي ده حال دا چې افغانان په هغه خاوره کې پراته وو، چې اوس یې هم د ملکیت دعوه لري. تر دې چې روسان له افغانستانه ووتل خو پاکستان او امریکا بیا هم مجاهدین د افغانستان حکومت پر وړاندې جنګول،  ساده افغانانو د اسلام او وطن ساتنې په نوم خپلې وینې د امریکا او پاکستان په ګټه تویولې چې په پای کې د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله استعفا ته اړ شو او مجاهدینو کابل ونیوه؛ پاکستان چې له پیله یې په پښتونخوا کې مهاجر افغانان په بیلا بیلو ډلو د همدې ورځې لپاره ویشلي وو نور خپلې موخې ته ورسید اووه واړه ډلې  چې له جملې څخه یې حزب اسلامي، جمعیت اسلام،  جنبش داسې نور ګوندونه  پکې  شامل و، په  ۱۳۷۱ هـ ش کال د غويي په ۸  کابل ته ننوتل او د واک پر سر خپلمنځي جګړې پیل شوې په کابل کې زیات خلک ووژل شول ښار لوټې لوټې شو، او په هره سیمه کې  بیل بیل حکومت ؤ، دا لومړی ځل ؤ، چې افغانستان له پاکستانه په هر لحاظ کمزوری شو او له هغې ورځې  تر اوسه یې په افغانستان کې ښکاره لاسوهنه د ترهګرۍ ستاتل بس نه کړه.
نو پاکستان دا هر څه په افغانستان کې د امریکا په همکارۍ د اسلام په نامه ترسره کړل نور پاکستان په خپله خاوره کې هېڅ ډول د اسلام په نامه څه نه لري، پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په نړۍ کې تر ټولو زیات فحاشه ویډیوګانې د دوی له لوري په ګوګل کې سرچ کیږي، د فحاشه فلمونو تولید په پاکستان کې دی، په دې وروستیو کې یې د هم جنس بازانو قانون  هم کابینې  لاسلیک کړ، یعنې له دې وروسته نر د نر سره ښځه د ښځې سره هم واده کولی شي، چې دغه په کوم کتاب کې راغلي دي.
پاکستان کې ټول د انګریز قانون جاري دی، د اسلام په نامه هېڅ نه پیژاني، تش د اسلام له نوم څخه د خپلو ګټو ساتلو په موخه کار اخلي.
که چېرته امریکا په سیمه کې د پاکستان په لاس ترهګري نه پالي بیا ولې د دومره سرغړونو سره سر چې ټوله نړۍ دا تور په پاکستان پورې کوي، چې ترهګر روزي بیا هم امریکا هېڅ اقدام نه کوي.
 امریکا دا اقدام ځکه نه کوي، چې په افغانستان او سیمه کې د پاکستان سره د ترهګرو په پاللو کې ګډ اهداف لري،  نسبت امریکا پاکستان ته د سترو  موخو لپاره مبارزه کوي ډیره لویه موخه یې د امپریالیزم او یا دموکراسۍ عام کول دي.
دموکراسي  هغه نظریه ده، چې دین او دنیا سره جدا کوي، یعنې دین په سیاست اقتصاد او ټولنیز ژوند کې هیڅ ډول مداخله ونه لري او یوازې په معبد او عبادت پورې تړلی وي، چې اسلام د دې نظر پر وړاندې حق دلایل او ټینګ دریځ لري، او افغانستان په نړۍ کې د اسلام تر ټولو کلک ملاتړی دی.
نو دوی هیڅکله نه غواړي چې یو ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ افغانستان دې په سمیه کې موجود وي، ځکه که چیرته له اقتصادي پلوه موږ غښتلي او د یو تولیدي هیواد په توګه پر مخ ولاړ شو نو افغانستان  ته د پاکستان صادرات په ټپه دریږي. د دوی اقتصاد ته ستر ضربه رسیږي. که چیرته موږ د کونړ په ګډون یو شمېر هغه مهم بندونه چې اوبه یې پاکستان ته درومي کنترول کړو او ګټه اخیستنه ترې پیل کړو نو له یوې خوا د پاکستان زراعت له خطر سره مخ کیږي او له بلې خوا د دوی د کرنیزو محصولاتو صادرول افغانستان ته بندیږي او دا یو بل اقتصادي زیان دوی ته رسیږي، او ګڼ شمېر نور لاملونه هم په ګوته کولی شو.
د امریکا نورې موخې؛ امریکا غواړي د روسیې او چین پر وړاندې هر اړخیز تیاری ولري، چې په د سره د امریکا یو لوی هدف په افغانستان کې د خپلو رقیبانو لپاره  پوځي اډې دي چې باید و یې لري او په راتلونکي کې د دغو  رقیبانو په مخ کې دفاعي حریم ولري او په یو ډول نه ډول یې په خپل کنټرول کې  وساتي.
 همدارنګه افغانستان د زیاتو طبیعي ارزښتناکو زیرمو څښتن دی، چې امریکایان هېڅکله نه غواړي چې د افغانستان طبیعي زېرمو څخه د امریکا رقیب هېوادونه ګټه واخلي، چې یو ښه مثال یې د امریکا له لوري پر بهرنیانو باندې فشار راوړل دي ترڅو د افغانستان اوسني حکومت سره اړیکې ونه ساتي.
 نو امریکا غواړی ترڅو د افغاستان زیرمې د دوی په واک کې وي، چې په دې سره به خپل اقتصاد نور هم پر مخ بوزي، او همداسې نور ډیر لاملونه په نښه کولی شوو، چې امریکا نه غواړي د افغانستان خاوره په امن وساتي، ځکه چې د افغانستان پرمختګ د دوی په ګټه نه دی، د پاکستان او امریکا ګتې په یو پرمختللي افغانستان کې نه پاتې کیږي.
نو په دغه شکل سره پاکستان د امریکا په ملاتړ افغان خاورې ته ترهګر روزي، او افغانستان ورباندې د جهل په تیارو کې  ساتي.
نو په پای کې زما وړاندیزې دی؛ چې په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ملګري ملتونه چې د جوړیدو موخه یې هم په نړۍ کې د جنګ جګړو له منځه وړل دي، په خاص ډول د امنیت شورا باید خپل مسؤلیت ادا کړي، که چېرته په ریښتني ډول دغه شورا په نړۍ کې د سولې امنیت لپاره کار کوي، نو دوی باید پر پاکستان باندې غږ وکړئ، چې د تروریزم له پاللو لاس واخله، که بیا هم پاکستان د ترهګرۍ څخه لاس نه اخیست نو نړیوال بندیزونه یې پر پاکستان لګیدل د حل لار ده.
ماخذونه:
سرخط ورځپاڼه/ د ترهګرو د كړنو لمن مخ په پراخيدو ده
روهي ویب پاڼه: د مومند محمدي اڅړ صیب لیکنه/ امریکا پاکستان او په افغانستان کې د هغوي لوبې

2 COMMENTS

  1. ټول هیوادوال پوهیږی او نړی هم پدی پوهیږی چې په افغانستان د انګریزانو له یرغل یعنی ۱۰۰۳ کال څخه وړاندی بیا په تکرار سره د روسانو او بیاځلی د انګریزانو په شمول ناڼو کی شامل هیوادونو د امریکا په مشری افغانستان د یرغل په شکل راغلل مګر همدی امنیت شورا، ملګری ملتونو، نړیوال ټولني ، حقوق بشر سازمان ، د ماشومانو د ساتنی او همدارنګه هغه سازمانو چی د بشر او ماشوم او ښځی مدافعین ځانونه شماری په افغانستان باندی شوی یاد یرغلونو باندی او افغان ولس ته اړول شویو زیانونو په هکله څرګند دریځ ندی نیولی یعنی
    لومړی سوال داده: چې تر اوسه همدی سازمانو او هیوادونو او ملګری ملتونو د بشر، بشرحقوق تعریف ندی کړی؟
    ترهګري او ترهګر تعریف یی ندی کړی
    مګر همدی هیوادونو په خپلو یرغلو کی ماشومان، ښځي او بشر په وړاندی ظلمونه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی