جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+ولي؟ | سلطان خادم

ولي؟ | سلطان خادم

په دوحه کي د امریکا او طالبانو ترمینځ ” افغانستان ته دسولي د راوستلو” د تړون تر لاسلیک مخکې اکثرڅارونکي په دې باور وو چې د داسې یو حکومت او نظام په لور ګامونه اخیستل کیږي چې ټولو ته به د منلو وړ وي. خوله دې وروسته چې  د ۲۰۲۰ کال د فبروری په ۲۹ تړون لاسلیک سو د چارو مسیر ورو- ورو بل لوری اختیار کړ.

د تړون یوه برخه دا وه چې د افغانستان راتلونکی حکومت او نظام به د بین الافغانی خبرو په نتیجه کې ټاکل کیږي. خو دغه خبرې ځڼډ وروسته پیل سوې او په میاشتو یې کوم پرمختګ ونه کړ. یو علت یې دا وو چې جمهوري پلاوی له بیلابیلو ډلو جوړ سوی وو. یوې ډلې فدرالي نظام غوښته، بلې په شخصی احوالو کې د جعفري فقهې په منل سوي  مکانت ټینګار کاوه او بلی د جمهوریت د شل کلنو لاس ته راوړنو پراخه ساتنه غوښتله،  هرې ډلې کوشش کاوه چې خپلې غوښتنې تضمین کړي.

بلخوا د دوحې طالبانو  د کوټې شورا د خپلو خبرو په جریان کې ساتله او له هغه ځایه ورته لارښونې هم کیدلې. بله خبره داوه چې طالبانو د دوحې په تړون کې دا ومنله چې هیڅ کومې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان په امریکا او متحدینویې برید لپاره وکاروي.

د القاعده شبکې مشران چې طالبانو سره یې کلونو راهیسې نږدې اړیکې درلودې اوپه لویدیځو اهدافو بریدونو باندې تورن دي  حتما ددغو خبرو د حد اقل یوبرخې په جریان کې ساتل کیدل.

طالبانو په دوحه کې دبین الافغانی خبرو د ځنډ ترڅنګ خپلو بریدونوته زور ورکړ خویواځې په افغانی ځواکونو.  ځکه چې  دوی دیوې نظامې ډلې په توګه  نه غوښتل چې د نه سولې او نه جنګ حالت یې پوځي ځواک او معنویات ذوب کړي.

امریکایانو او د جمهوریت چارواکو څو ځلې غوښتنه وکړه چې اوربند یا  دجنګ سطحه را ټیټه کړای شي  خو نتیجه یې ورنکړه .

طالبانو، وروسته لدې چې کابل یې دامریکایانو ترفشار لاندې زرګونه بندیان خوشې کړل ، د دوحې د توافقنامې سره سم یې له تورلیست څخه دخپلو مشرانو دنومونو دلیرې کیدو غوښتنه وکړه. خو امریکایانو دې غوښتنې ته ځکه ځواب ورنکړچې چې ددوحې د توافقنامې بشپړعملي کیدل هم نیمګړي پاته وو .

همداوو چې طالبانو تصمیم ونیوه چې په لویو ښارونو خپل بریدونه او فشار زیات کړي. دکابل حکومت چې نړیوال ملاتړ یې کمزوری سوی وو او سخت په خپل مینځي اختلافاتو کې ګیر وو میدان ورته خوشي کړ. طالبانو چې مخکې یې په حکومت کې دیوې غوښنې برخې تمه درلوده ټول حکومت یې لاس ته ولویده.

دکوټې ، میرانشاه او پیښور شوراګانې او مشاورین یې  هیواد ته را واوښتې او دالقاعده ځینې کسان چې دوی سره په قبایلو کې اوسیدل هغوی هم افغانستان ته ستانه سول.

مخکې لدې چې د امریکا په ډرون برید کې په کابل کې د القاعده شبکې دمشر ایمن ظواهری د وژل کیدو خبر خپور شي ، ملګرو ملتونو رپوټ ورکړی وو چې دالقاعده کسان په افغانستان کې فعال دی او د بهرنیو چارو وزارت کې طالبانو ته مشورې ورکوي.

کابل ته په ستنیدو سره د طالبانو واکمني په دوه برخو وویشل سوه . یوه تنفیذی څانګه په کابل کی او بله اصلی تصمیم نیونکې څانګه کندهار کې. کابل کې اکثر هغه کسان سره را ټول سول چې ددوحی د تړون لپاره یې امریکایانو سره خبرې وکړې او دغه تړون یی لاسلیک کړ.

او کندهارکی د طالبانو مشر هیبت الله آخند زاده چې ترټولو اوچت واک یی لاس کی دی اوله رسنیو ځان لیری ساتي.

اوس دادی د طالبانو د واکمنۍ څه باندې  ۱۸ میاشتې پوره سوې خود ددوی حکومت بیاهم هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

خو نړیوالې ټولنې خپلو مرستو ته دوام ورکړ، هره میاشت لسګونه ملیونه ډآلر کابل ته راځي او په افغانۍ بدلیږي. او دغو مرستو  افغانۍ ساتلې او د اقتصادي  سقوط مخه یې نیولې ده .

 نړیواله ټولنه هڅه کوي په دغسې یو استثنایی حالت کې چې دافغانستان په جغرافیه واکمن ځواک په رسمیت نه پیژني  خلکو ته مرستی ورسوي. ددغسې حالت یو بل مثال مونږ په غزه کې لرو چې واک یی دحماس ډ‌لې  په لاس کې دی او د لسګونه کلونو په تیریدلو سره بیاهم په رسمیت نه دی پیژندل سوی.

طالبان د یوه نظامی تشکیل په حیث بیا له ستونزې سره مخ دي. که چیرې یي بهرنیان ددولت په حیث نه مني او له بهره پیسی راځي په خلکو ویشل کیږي ددوی واک او اعتبار په خلکو کې ورځ په ورځ ځکه کمزوری کیږي چې اکثر انقلابی ځواکونو کله چې سیاست ته راغلي په مرور د زمان کمزوري او له اصلی داعیې لیرې سوي دي. اصلی تصمیم نیونکې حلقه کندهار کې ده . او داهم معلومه نه ده چې مشاوران یې څوک دي.

خو نا تایید شوي رپوټونه وايي چې مشاورین یی بهرنیان دی چې امکان لري د پاکستان د اردو کسان یا خپله د القاعده خلک وي.

د کندهار په فرامینو کې د نړیوال نظام چلینجول لیدل کیږي، لکه د نجونو تعلیم او کار منع کول چې دوه تفسیره لرلی سي.

یا دا چې هلته تصمیم نیونکي کسان د دنیا له حالاتو ښه خبر دي او د ژور سیاسي او اجتماعي بدلون نیت او لید لوری لري او اوسنیو داخلي او بهرنیو نورمونو ته متعهد نه دي: نړیوالو چارواکو سره نه کتل، او دهغوی غوښتنې ردول د دغسې یو تفسیر اساس جوړوي. د نړیوال نظام په مقابل کې دریدل او زبرځواکونو سره ډغرې وهل اکثر د القاعده مشرانو په بیانیو او سیاسي ادبیاتو کې لیدل کیږي. دغه ډول تګلاره د افغانستان په اوږدمهالې انزوا تمامیږي.

دوهم تفسیر دا دی چې د کندهار حلقه ولسي ملایان دي. یواځې د خپلې دیني پوهې او انطباع په اساس تصمیم نیسي. په داسې حال کې چې نړیوال یې په رسمیت نه پیژني تر ټولو لومړی په خپل نږدې محیط کې د خپل واک د ساتلو کوشش کوي. د طالبانو د مشرتابه فرامینو کې اکثر د ولسي کلیوال نظراوډیرو زړو فقهي تفاسیرونښې بریښي.

دوی په دې یقین دي چې کوم فکري اساس او تګلاره چې  دبهرنیو ځواکونو له خونړۍ مقابلې وروسته یې  دوی دې مرحله ته ورسول راتلونکې کې یې ساتلی هم سي.

خو اوس دغو فرامینو دننه په طالبانو کې هم ژور اختلافات را مینځ ته کړي. او تر پسرلي پورې به وکتل سي چي د کندهار مشران او مشاورین یې د نجونواو ښځو د کار او تعلیم او د سیاسی ثبات په لورڅه ګامونه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی