جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکابلوف: د طالبانو د حکومتولۍ څرنګوالي نهیلي کړي یوو

کابلوف: د طالبانو د حکومتولۍ څرنګوالي نهیلي کړي یوو

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانکړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه وښوده، ویې ویل: که څه هم موږ هڅه کوو چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس ونه وهو، خو په کوم ډول چې طالبان حکومت کوي، پر هغه خپله نهیلي نه شو پټولی.

کابلوف وویل، طالبانو لوی کار وکړ چې امریکایان او لاسپوڅي حکومتونه یې وشړل خو دا یې نه دي زده کړي چې یو حکومت باید څرنګه اداره کړي.

کابلوف، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايی څانګې ریاست هم په غاړه لري،  له (دي ویک) هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، حاضردمه د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې هیڅ ننګونه نه شته خو د دې معنا دا نه ده چې ننګونې به ورته پیدا نه شي؛ ستونزه به له بهره نه بلکې د افغانستان له داخله وي؛ د عامو خلکو له عکس العمل سره به مخامخ شي ځکه چې هغوی ته په اوسنیو شرایطو کې ژوندي پاتې کېدل سخته شوي دي.

ده د افغانستان په اړه د سیمې په کچه د خبرو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، خبرې اترې نه یوازې د اجماع د رامنځته کولو لپاره ضروري دي بلکې د دې لپاره هم ضروري دي چې د افغانستان اوسني واکمنان پوی شي چې باید زموږ خبرو ته غوږ ونیسي.

ده په عین حال کې وویل:«موږ نه غواړو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو. خو کوم کار چې دوی کوي نه یوازې دوی ته په خپله تاوان اړوي، بلکې موږ ته هم د تروریزم، مخدرو موادو او نورو مسایلو له نظره تاوان اړوي.»

د ولسمشر پوتین استازي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د پاکستان له لوري رامنځته شوي، وویل:«دا به سمه خبره نه وي. که پام وکړئ چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ څه روان دي، نو پوی به شئ چې پاکستان له دې سره سره چې په طالبانو کې تر ټولو زیات نفوذ لري، هغوی کنټرولولی نه شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب