شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ترکیې په زلزله کې ۳۰۰ افغانان مړه شوي او زرګونه نور...

د ترکیې په زلزله کې ۳۰۰ افغانان مړه شوي او زرګونه نور ژوبل دي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۴ مه) د ترکیې او سوریې په زلزله کې، چې تراوسه پورې یې د مړینو شمېر تر ۳۵ زره اوښتی، کې لږترلږه د ۳۰۰ افغانانو مړینې تایید شوي دي.

په استانبول کې د افغان پناه غوښتونکو د ټولنې مشر رفیق حقیار رسنیو ته ویلي چې په ترکیه کې د زلزلې له کبله ۳۰۰ افغانان مړه شوي او شاوخوا ۵ زره نور ټپیان شوي دي.

د حقیار په وینا په ترکیه کې د دیره افغانانو کره شمېر نه دی څرګند ځکه چې ډیری یې قانوني اسناد نه لري.

ترکیې یو کال پخوا د هغو افغانانو شمېر، چې په ویزه او پاسپورت دغه هیواد ته تللي، شاوخوا ۳ لکه یاداوه خو ښايي تر دې ډیر د ایران له لارې په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللي وي.

د ترکیې رسنیو هم تایید کړې چې د دغه هیواد په لسو زلزله ځپلیو ولایتونو کې تراوسه پورې د وژل شویو افغانانو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسیږي. خو څرنګه چې لا هم باور کېږي چې تر کنډوالو لاندې به نور کسان هم پاتې وي، ممکن د افغانانو په شمول د ټولو تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان شکایت کوي چې په زلزله کې د مړو شویو عزیزانو جنازې نه ورسپارل کېږي.

دوی وايي، د ترکیې چارواکي په زلزله کې مړه شوي کسان په ډله ییزو قبرونو کې خارو ته سپاري.

په همدې حال کې په زلزله ځپلیو سیمو کې د غلاوو او د مرستو رسولو په چارو کې د خنډونو شکایتونه شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ زلزله ځپلیو سیمو ته د سفر په ترڅ کې وویل:«موږ فوق العاده حالت اعلان کړی. یعني له دې وروسته که چا غلا کوله یا یې انسانان تښتول باید پوی شي چې حکومت به ډیر سخت چلند ورسره وکړي.»

1 COMMENT

  1. خدای دی په نوموړی زلزله کی ټول مړه سوی کسان خصوصاً افغانان وبخښی.
    مړه سوی کسان ټول د شهادت مرتبه لری او د جنت وړ دی خصوصاً که د ” هارپ ” د شیطانی پروژی د کارَولو په نتیجه کی تلف سوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب