یکشنبه, مې 5, 2024
Home+زموږ په سياست کې د عصبيت او افراطیت ويروسونه 

زموږ په سياست کې د عصبيت او افراطیت ويروسونه 

عبدالوحيد وحيد
له تېرو څو لسیزو راهیسې سترو بدلونونو او ناورينونو  ته په ملي کچه زموږ د غبرګون له نه ښودلو څخه داسې ښکاري چې ټولنيز بدن مو يقيناً د افراطي او تجارتي سياستونو ويروسونو ځپلى دى. د مصلحتونو تر عنوان لاندې د وحشتونو ښکار يو. پېښو ته په ملي کچه د غبرګون وړتیا مو له منځه تللي ده. موخې نه پيژنو په مخونو پسې روان يو. څوځله ازمويل شوي ناکام مشران لا هم اتلان او د سياست اولګو ګڼو. ستايو يې او انځورونه يې په خپلو پروفايلونو لګوو.
زموږ د ټولنيز ذهنيت هره برخه د افراطيت ناسور فلج کړى ده. په په سوسياليزم او ديموکراسي کې مو د پرديو د خوشحالولو لپاره، د خپلو ولسونو د ځپلو او د واک د حرص له امله د افراطي اړخ د خپلولو نتيجه وليده. موږ متأسفانه د اعتدال په دين کې هم د افراط لورى نيسو، خو که هوډ وکړو چې په دغه هېواد کې تجارتي سياست او د افراطي تګلارو  ته نور توجيهات نه لټوو، نو بريا ته به يقيناً رسيږو.
په افغانستان کې د مختلفو قومونو ژبو او فکرونو شتون او د کلتورونو تنوع مو ملي ښکلا ده، خو د تعصباتو ويروسونه زموږ ټولنيز ويښتابه له منځه وړي. سياست مو تر ډيره د ژبنيو او  تبارونو په نوم د سياسي سوداګرو په چټلو پنجو کې بند دى. تر هغو چې مو دين قوم او ژبه د سياست په چټلو مارکیټونو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه ليلام کېږي، موږ به د پرديو رقابتونو په تنور کې د پرديو موخو لپاره د سون د توکو په توګه سوځول کېږو.
که  پښتون د خپلو پښتنو جنايتکارانو، تاجک د خپلو تاجکو افغان وژونکو، هزاره د خپلو هم تباره خائنانو اوزبک د خپلو اوزبک قاتلانو او بل د هر افغان د خپلو جنايتکارانو په مخالفت کې خپل غږ پورته کړو، نو د مقدساتو په نوم د واک او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د سياسي تجارت مخه نيولاى شو. اوس خو څوک د قوم د محرومیت نغارې غږوو، چا د ژبې په نوم  سياست پيل کړى دى، چا د سمت لمن ونيوه، څوک د هيواد ژغورنې په نوم تجارت کوي او څوک له دين څخه د دفاع ترعنوان لاندې چاړه په لاس کې نيولې ولاړ يو.
ايا دا واقعيت نه دى چې موږ د نظام د جوړيدو ظرفیت نلرو او حکومتونه راته کله روسيه او کله امریکا جوړوي؟ ايا کابلوف او تام ويست اوس هم لګيا نه دي چې د راتلونکي لوبې لپاره خپل خپل لوبغاړي وټاکي؟ د نړيدو چلونه مو زده دي خو ايا د رغولو له فن سره مطلقاً نا اشنا نه يو؟  که کله هم په خپله د رغولو او جوړولو لپاره فرصت لاس ته راشي، نو بيا د خپل هوس او هوا د غوښتنو پربنسټ داسې ګډوډي ناشودې او ناشولتې نه رامنځته کوو چې موږ هم ورته حيران شو او ولس مو هم د پولئ ټک ته کينولى وي؟
 افغان ولس پوهيږي چې د هغوى نننى بد او زړه بوږنوونکى وضعیت چې څوک ډوډۍ نه لري او د پيدا کولو لپاره يې له هيواد څخه تښتي، څوک خپل بچيان پلوري او چا هم د خپلو بچيانو د مړولو لپاره خپل پښتورګي بازار ته وړاندې کړي دي، د پروني فساد، واک محوره دريزونو، غلطو تګلارو او د نننيو مټکورو پريکړو او غلطو کړنو محصول دى. موږ نن د هغو جنګسالارانو، بې کفایته سیاسي مشرانو او مفسدينو د جنایتونو بيه ورکوو چې اوس په هيواد او بهر کې په امن او عیش کې ژوند کوي. له اوسني حالت څخه د بهر کيدو لپاره موږ ملي ماتم ته نه، بلکې ملي ويښتابه او ملي ناورينونو ته د مدنيت او بشري ارزښتونو په چوکاټ کې غبرګون ښودلو ته اړتیا لرو. د سمون لپاره د مشرانو د ټولنيزو او سياسي نيمګړتياو په تړاو له احمقانه دفاع، چاپلوسانه ترانو، مداحانه دروغو او مصلحتانه چوپتیا څخه همدردانه نيوکه، مخلصانه ترخه خبره، زړه سواندانه انتقاد د ايماني فراست او ملي ويښتوب نښه ده.
کله کله د ځينو افرادو او ډلو لپاره ناممکن کار اسانه شي خو کله بيا همدغه خلک د وړو اشتباهاتو له امله له تلپاتې ناکامي سره مخ شي. نه يوازې هغوى خپله د تل لپاره له مخ په وړاندې تلونکو ټولنيزو بهيرونو او د پرمختګونو له نړيوالو کاروانونو څخه وروسته پاتې کيږي بلکې هغه سپيڅلي داعيه او د ستاينې وړ مبارزه يې هم ټکنۍ شي چې هغوى يې د لمړي پړاو برياو ته رسولي دي.
 زموږ سياسي مشران په هر وخت کې ځانونه واجب الاحترام او غيرمسئول ګڼي. هر يو د مشورې اوريدل د ځان سپکاوى ګڼي. د هغوى په اند هر هغه څه چې يې هغوى کوي په حتمي توګه سم دي، منل يې هم په حتمي ډول په خلکو لازم دي، مشورو، څیړنو ګرويږنو، مناظرو مباحثو او مشاجرو ته پکې اړتیا ورته نه ښکاريږي.
د خپلو مشرانو بې چوکاټه او ناشولتو کړو وړو ته توجيهات لټول، نه د ايمان غوښتنه ده، نه د شهامت نښه ده او نه هم ستونځه حل کوي. د مشرانو له دغه ډول کړنو څخه سرټمبه دفاع کول د خپل شخصیت ښکته ښودل دي. دا به ستر جنايت وي، چې خپل وجدان د هغه چا د شخصیت په دفاع کې ووژنو چې پوهېږو غلطه لاره يې نيولې ده.  زموږ نالوستي او نيمه لوستي ډيرى خلک  د موخو پربنسټ د قضاوت پرځاى ړوند تقليد کوي. له افرادو څخه حتمي دفاع او يا هم حتمي مخالفت له امله انسانیت ته سپکاوی کوي .
افغانانو له پخوانيو حکومتي مشرانو څخه د نظام د پاشلتيا، د واک د جزيرو د شتون، اداري، مالي او اخلاقي فساد له امله واټن نيولى وو او نور يې د چلن وړتيا له منځه تللې وه.  ولس هيله درلوده چې طالب مشرتابه به د خپلو پخوانیو نيمګړتياو له درک څخه ورهاخوا د تير نظام له ناکاميو څخه هم زده کړې وي، خو داسې ونشول.
 تير پاشلى او وېشلى حکومت ونړيده د واک جزيرې ختمې شوې، د تقلبي امپراتورانو، جعلي پاچا جوړوونکو او د فرعونيت دعوه کوونکو څرک نه لګيږي. اوس هره ورځ  د حکومت د نړولو ګواښونه هم نه اورو خو طالبانو  د واک د شديد انحصار او کار خپلو ملګرو ته د سپارلو پخوانى څلي ونړول او خپلې ژمنې يې ماتې کړې.  د ولس د هوسا ژوند په تړاو يې خپلو مسئوليتونو ته شا کړه. ملي مشارکت، ملي اجماع او د خبرو ملي فورمونه يې له منځه يووړل. هېواد يې د تيارو، بېوزلي او پرديو ته د احتياج خواته سوق کړ او خپل حکومت يې له سختې اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخ کړ.
که له تاريخ څخه اوس هم زده کړه نه کوو، نو بيا بيا به د بې رحمه قصابانو تر تيزو چړو لاندې پراته يو. که موږ خپل راتلونکې هغو خلکو ته سپارو چې ازمويلي مو دى، نو  بيا به دوکه کيږو او د خپلې ناپوهي په ګرداب کې به بيا هم ترپخوا سخت نښتي يو. تجربه شوي توپکواکان او د فساد مخکښان به بيا هم زموږ په ذهن او وجود باندي حکومت کوي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دخلکو او نړیوالو په ژبه بخیلی نه بلکې خان پوه کول دملت غوښتنه ده!
    وایی دزرو قدر له زر ګر سره دی. افغانستان اوس هم تکړه زرګر ان لری ، عالم او کدری دصبر اوحوصلې پوهاندان لری . دسلا او مشورې غلی اوچوپ اوچت مشران لری اوهمدارنګه دهر ډول کړکیچونو متدین اوپه عدم تشدد ولاړ او باور من کسان. که امینه محمد دملګرو ملتو مرستیاله، یومسلمانه ښخه، سیاستمداره ، مدبره خو دجاسوسانو خاله کې ناسته مرغی موږ له لسمۍ پېړۍ سره مقایسه کوی خو حقیقت دی کنه . داسیاست دی او هم ددېپلوماسی ژبه. لسمه پېړۍ ډیرې ماناګانې لری
    له بده مرغه څلورو لسیزو کې زموږ روانی تکلیفونه سم نه شول اونه دغو افراطی ،عصبانی ،لاف زنی ، چاپلوسی ، زرنګی او انډیوالی ته چا دپای ټکی کېښود! بنا دلته دوه خبری دی یو خو زموږ عامه پوهاوې[سواد] ظرفیت کمزوری دی ا و بل دامصیبت په فرهنګی لحاظ موږ سره دانګریزانو له تاریخ څخه د قومونو سیالی په نوم پا تې دی اولا دوام لری . بدمرغی داده چې موږ له جهالته له اسلام څخه په احساساتی هیاهو کې « ببړو» جوړ کړی ! ددیرو مهمو له خولې په دې لنډه دنیا او کلی کې اورېدل کیږی .ستا بحث اولیکنه بنیادی اړخ لری او دولس په ګته دی کور ودان خوښ اوسې

    • سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب
      يقيناً همداسې ده. ستونځه زموږ د ولس د زده کړو په ټيټه کچه د سياست په برخه کې د ملي اړخ کموالى د پرديو د نيابتي اړه پياوړتيا او تجارتي سياست دى. که مو پورته يادې ستونځې په سمه توګه ادرس کړي نو بيا به په بريتونو ګوتې ووهو. البته که همداسې لکه اوس د چرګ لکۍ غوندې له هر باد سره کږيدو نو بيا خبره خرابه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب