دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرداغ/ د شفیقې خپلواک شعر استاد پسرلي ته

داغ/ د شفیقې خپلواک شعر استاد پسرلي ته

داغ

منې ؟ له زړه نه مې بڅري وځي
زما د سترګو آېنې ماتې شوې
اوس مې تیاره په ټول وجود خپره ده
د رڼاګانو سلسلې پاتې شوې

منې چې هر هډ مې په اور نیولی
منې حواس مې په زندان تړلي
منې چې ویلي ویلي ساه اخلمه ؟
منې بابا پسې مرګي راوړي؟

منې چې وخت لکه لیوه ولاړ دی
زما زندګي لکه ناپوه رمه
په پسرلي مې ټوله وبایلله
نور پاتې نه ده نه ورځ نه شپه

اې ته یې مني چې ژوند مې واک کې ندی ؟
زړه رانه سترګې سمندرې غواړي
هاغه د عشق او د ښکلا لیونی
رانه خپل مړي ته سندرې غواړي

زما یې غږ یادیږي نه یې اورم
نه چې غوږونه مې ړانده شي پسې
الله د خدای لپاره مه یې اخلئ
ټول اندامونه مې خواره شي پسې

پروردګاره! ته رحمان پاچا وي
څنګ دې پیرزو شي هغه زړه خاورې شي
هغه د شنه سمندر خوېندې سترګې
الله نو ولې ؟ او په څه خاورې شي

تا زما ووړ زړه ته هم ونه کتل
څرنګ دې ډاګ له ډاګه وویشتلم ؟
څرنګ دې هغه پسرلی واخیستو
څرنګ دې زه دوزخ کې ونیولم ؟

اې نو تاته څرنګه رحمان ووایم
چې د انسان د عشق کعبه هم وژني
ګوندې سندرې دې پیرزو نه شولې
د سندرمارو چې شیبه هم وژني

زه ورته بس یوه څو خبره کوم
هغه خبرې مې په زړه کې داغ دی
که رانه یووسی ړنده به شمه
هغه سړی زما د زړه څراغ دی

زما ایمان دې له مرګ مخکې واخیست
اوس به د چا په باور ساه اخلمه
چې تاته نه رسي اونه یې منې
ځمه لاسونه له دعا اخلمه

۱۳۹۳/۱۰/۲۵

1 COMMENT

  1. ستاسی شعر د عقایدو او توحید له نظره شین کفر دی. ستاسی باید کلیمه له سره تازه کړی، الله چ ستاسی رقم خلکو ته هدایت
    وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب