چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeادبشعرارواښاد استاد پسرلي ته/ ضياءالدين همت مل

ارواښاد استاد پسرلي ته/ ضياءالدين همت مل

دغزلبڼ څښتنه چېرته لاړې؟
چېرته لاړې؟
بېرته راځې اوکنه
زمونږهېواد کې دبدرنګ خزان سیلۍ لګیږي
دچنارونو څانګې ماتې،ماتې
نښتر له بېخه باسي
لکه سپېره خزان سپېره بادونه
د دې ګلشن دبربادۍ نښې دي
دغزلبڼ څښتنه چېرته لاړې؟
چېرته لاړې؟
بېرته راځې او کنه
د دې هېواد دې ونو بوټو له رنګونه راوړه
څو دهندي سبک غزلونه راوړه
زلمو ته نوي پیغامونه راوړه
چغه دسولې وکړه شور راوله
زمونږه زړونو ته څه زور راوله
دغزلبڼ څښتنه چېرته لاړې؟
چېرته لاړې؟
بېرته راځې او کنه
لکه ملنګ لکه فقیرخویونه
د دغې دور دغزلو بادشاه
له څلوریزو دک د لمر کجاوه
دنۍکوڅه د مینانو کوڅه
دبخملي صحرا ملنګه سلام
ستا د خیالونو او فکرونو تخلیق
ستا غزلبڼ د ارمانونو تخلیق
دغزلبڼ څښتنه چېرته لاړې؟
چېرته لاړې؟
بېرته راځې او کنه
راځه دخپل ولس له درده په چغار ملنګه
د دې هېواد له ښامارانو خبردار ملنګه
ای دپښتو د ادب ستر لارویه
بېرته رادرومه چې
ماحول شي پسرلی،پسرلی
دغزلبڼ څښتنه چېرته لاړې؟
چېرته لاړې؟
بېرته راځې اوکنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب