پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهحنفي د هبت الله دریځونو ته په اشارې: د مفتي دنده دا...

حنفي د هبت الله دریځونو ته په اشارې: د مفتي دنده دا نه ده چې یوازې ووايي منع

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۲ مه) د طالبانو د مشر پر افراطي دریځونو د انتقادونو په دوام کې د اسلامي امارت د ريیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بې له دې چې د هبت الله نوم واخلي، وویل، د یوه منفتي دنده یوازې دا نه ده چې چې ووايي «ممنوع.»

ده وویل، کله چې مفتي یو شی منع کوي باید باید بدیله لار یې هم وړاندې کړي.

«د یوه مفتي دنده یوازې دا نه ده چې ووايي هذا منع منع منع، حال دا چې ممنوعیت یوه مسله بیانوي، باید مسلمانانو ته یوه سمه لار وښيي، ووايي چې دا سم نه دي او که په دې لاره ځئ نو سمه ده.»

ښاغلي حنفي چې په کابل پوهنتون کې «د مرکزي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني او علمي سیمینار» په نوم غونډې ته وینا کوله، ټینګار وکړ: «تر څو چې تعلیمي سیستم پیاوړی نه شي، هیڅکله د یوه خپلواک هیواد ادعا نه شو کولی.»

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال زیاته کړه:«موږ دعوه کوو چې خپل هیواد ته دا یا هغه ورکوو، دا هسي هوايي خبرې دي.»

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو د تایید لپاره وویل:«که د تعلیمي نظام د پیاوړتیا په مسله (اهمیت) پوی نه شو څنګه به له دې حالته ځان ژغورو.»

ده د نړۍ او افغانستان له دیني عالمانو وغوښتل چې په افغانستان کې د تیاره ذهنتیونو د رڼولو لپاره هڅه وکړي.

تر دې وړاندې د شنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په خوست کې په یوه غونډه کې پر خپل حکومت او د مشرتابه پر دریځونو انتقاد وکړ، ویې ویل، د ځینو کسانو په ذهن کې د واک انحصار او د ټول نظام چیلنجول په یوه اساس بدل شوي دي.

“له اخلاقي اړخه د نیوکې اصول دا دي چې که څوک په امیر، مسوول، وزیر، معین یا رییس نیوکه ولري، غوره ده او اسلامي اخلاق دا ایجابوي چې د هغه بې احترامي و نه کړي، عزت یې وساتي او په پټه او خوندي توګه ورته نږدې شي چې بل څوک یې وا نه وري او خپلې نیوکې ورته ووايي.”

خو یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، بې له دې چې د حقاني نوم واخلي، وویل، اسلامي اخلاق دا دي چې که څوک په امیر یا هم کوم بل دولتي چارواکي نیوکه لري، باید په پټه یې ورته ووايي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي هم په زغرده د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د خپل حکومت د مشرانو له دریځ سره مخالفت څرګند کړی و.

3 COMMENTS

  1. حنفی صاحب هم خپل لسانی جهاد شروع کړ،رښتیاهم اصلاح او تعمیر هم اخلاق غواړی او هم حکمت ؛دین یواځی منع او کوتک ندی ۰
    بله اهمه خبره د حنفی صاحب د تعلیمی نظام پیاوړتیا ده، دا پیاوړتیا په هر چا نشی جوړیدای ،بلکی
    متخصص او اهل ، رجال غواړی ، یواځی د پټاویانو، ملا ،قوم او ژبی کار ندی،هر کار په طالب نه کیږی، طالب تر څو خپل ځان او ،ځای و نه پیژنی او اشغال شوی کرسۍ اهل ته یی ونسپاری؛ رښتیا هم هسی لوبی ،د وخت ضیاع او ځان شرمول دی ۰
    د جنګ او انتحار لار د ملت د خدمت او اصلاح لار نده ،اوس خدمت ځانته اهل خلک غواړی چي تخصص او تجربه ولری ،ښه به دا وی چی ورثه د انبیاء علیهم السلام له منبر نه دعوت او اصلاح تر
    سره کړی ،دا بی خبری،کم ظرفیتی او عدم اهلیت ثابتوی چي د بل مستحق او اهل ځای اشغالوی او دا د کوتک او ټوپک روش دی نه د خادم حاکم ۰
    ذبیح الله او ځینی نور موسمی طالبان چی وایی ؛ انتقاد ،طالب ته په غوږ کی ووایی خو رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی ؛ من را منکم منکراََ فلیغیره بیده فاِن لم یستطع فبلسانه و اِن لم یستطع فبقلبه و ذالک اَضعف الایمان ۰
    حکام باید په صلاحیت او قانون عمل وکړی نه دا چي مراجعینو ته ووایی ، د چا انډیوال یی ؟
    او که انډیوالی نه وه نو بیا مسئول کس په میاشتو هم نشی لیدای ، اوسنۍ نړۍ کی دا کوم ډول
    حکومتولی ده ؟

  2. ایا دا هسی خوشی خبری دی که واقعاً تا سو دا انتقادونه کویی او که تاسو خپله ریشتین والی ملت ته شیې نو ولی بیا یو بیسواده او بی منطقه انسان مو خپل امیر ټاکلی مونږ تر اوسه دې اسلام په تاریخ کښې داسی یو احمق نده لیدلی مګر تاسو طالبانو بیا خپل امیر ټاکلی له دې معلومیږی چې تاسو طالبانو کی هم کوم دینی اخلاق نشته هسی تش په نامه مسلمانان یاست . او که دامو عقیده وې دی خدای غضب درباندی راتلونکی ده

  3. who support hibatullah, the answer pakistan/isi or oder,
    if hibatullah support by pakist,
    the mean, we don’t have freedom,
    stand up against pakistani intelligence,
    and get freedom from isi
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب